شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهط- د ۱۱ سوو ښځو په ګډون ۲۹ زره کسان بنديان کړي

ط- د ۱۱ سوو ښځو په ګډون ۲۹ زره کسان بنديان کړي

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ د طالبانو د زندانونو مشر محمد يوسف مستري وايي، چې د دوی له بيا واکمنيدو سره په افغانستان کې تر ۲۹ زرو پورې کسان په مختلفو تورونو بنديان شوي دي.

د‌ هغه په وينا، په تېرو ۱۸ مياشتو کې طالب چارواکو نژدې ۲۹۰۰۰ کسان د قتل، غلا او په زور د خلکو د تښتولو په تور کې نيولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو بنديانو کې تر ۱۱۰۰ پورې ښځې هم شاملې دي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې په نيول شويو کې سياسي بنديان نشته خو آزادې سرچينې دغه ادعاوې نه تاييدوي.

طالبانو ډېری بنديان په شراب څښلو، زنا او همجنس بازۍ تورن کړي، خو منتقدین ېې وايي چې په بنديانو کې په پراخه کچه د حاکمې ډلې مخالفان هم شامل دي.

په ورته وخت کې د طالبانو عدلي او قضايي چارې له پراخو نیوکو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندويه اداره يوناما وايي، طالبانو تر اوسه د ۱۰۰ نه زيات ښځې او سړي د سزا په توګه په درو وهلي، او دوه سړو ته پکې د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د بشري حقونو د اسيايي څانګې مشرې پېټريشا ګوسمین ويلي:”داسې وحشيانه سزاوې چې اکثر په داسې وړو جرمونو لکه د موسيقۍ په اورېدلو چې هيڅ جرم نه ګڼل کېږي،‌ انساني سپکاوی دی او په نړيوال قانون کې يې اجازه نه شته”.

په ورته وخت کې د طالبانو چارواکي په زندانونو کې بنديانو سره په ناوړه چلند تورنیږي، خو دوی دغه ادعاوې نه تاييدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب