سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت کابل کې مخ لوڅو نجونو ته د مرګ ګواښونه...

امر بالمعروف وزارت کابل کې مخ لوڅو نجونو ته د مرګ ګواښونه رد کړل

تاند:( شنبه، د دلوې اتمه)‏ د طالبانو د واکمنۍ د امر بالمعروف او شکايتونو اوريدو وزارت وياند صادق عاکف په کابل ښار کې د مخ لوڅو نجونو پر ضد خپرو شويو اخطار پاڼو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې دغه اخطار پاڼه د چليپا يا مخالفت نښې سره خپره کړې، خو نور يې په اړه څه نه دي ليکلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ناڅرګندو کسانو د اخطار پاڼو له خپرولو سره مخ لوڅو ښځو ته د مرګ ګواښ کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو اخطار پاڼو عکسونه خپاره شوي، خو نه ده معلومه چې دغه پاڼې د چا له لوري خپرې شوې دي.

د‌ طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې اخطار پاڼو پرته د افغانستان له مختلفو سيمو څخه راپورونه وايي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونه او په خاص ډول د امر بالمعروف وزارت ګومارلي کسان له هغو ښځو او نارينه وو سره ناوړه او متشدد چلند کوي، چې د دوی د سلیقې برعکس ظاهري بڼه لري.

د طالبانو له واکمنيدو سره د ډېرو افغانانو او په خاص ډول د ښځو ازادۍ سلب شوي، تر دې چې د زده کړو او کار کولو حقونه ورڅخه اخيستل شوي.

طالبان له دې کبله د نړیوالو له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب