Homeخبرونهلاروف: په افغانستان او شاوخوا کې یې د ناټو د حضور مخالف...

لاروف: په افغانستان او شاوخوا کې یې د ناټو د حضور مخالف یوو، متقي وویل، پاکستان د افغانستان پر ضد له هرې حربې کار اخلي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن (دوشنبه) د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، مسکو په افغانستان او د دغه هېواد په ګاونډیو کې د ناټو له هر ډول پوځي حضور او اډو سره مخالف دی.

هغه وویل، د تېرو لسیزو تجربو ښودلې چې بهرنی پوځي حضور د بې‌ثباتۍ او شخړو د زیاتېدو سبب کېدای شي.

لاوروف د افغانستان د ترهګرۍ ضد ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د دغه هېواد د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره پر نړیوالو همکاریو ټینګار وکړ.

هغه وویل، روسیه به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او ټاکل شوې د مرستو بله جوپه په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې کابل ته ورسېږي.

نوموړي د ټاپي په ګډون د اقتصادي او انرژۍ د سیمه ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره د افغانستان پر ژمنتیا هم ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو فارمټ غونډه به د افغانستان د ثبات او په سیمه کې د سولې او تفاهم له پیاوړتیا سره مرسته وکړي

متقي: د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سیاسي تفاهم پرځای له پوځي لارې کار اخلي

د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د مسکو فارمت په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې دوی د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ باور لري، خو د پاکستان حکومت له افغانستان سره په اړیکو کې د سیاسي تفاهم پرځای یوازې له پوځي لارې کار اخلي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت “له ډېرې مودې راهیسې د یو اړخیزو څرګندونو ترڅنګ، د افغانستان پر وړاندې بې‌اساسه تورونه لګوي او د نړیوالو قوانینو او ټولو عرفونو خلاف، د افغانستان پر حاکمیت پوځي تېری کوي.”

متقي همداراز وویل چې د پاکستان حکومت د پوځي تېري ترڅنګ، بشري موضوعات لکه اقتصادي لارې، کډوال او زده‌کوونکي هم د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...