تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو په فورم کې له سیمهییزو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي. د ترهګرۍ پر ضد په مبارزې، د نشهيي توکو د تولید په کمولو او د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخو کې د تغعتمینتم د طالبانو د حکومت اقدامات وستیال او د هغو یې دفاع وکړه.
لاوروف وویل، د افغانستان حکومت په تېرو پنځو کلونو کې «تر یوه حده بریالی» عمل کړی او د امنیت په برخه کې یې د داعش خراسان څانګې او نورو ترهګرو ډلو ته د پام وړ زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، سلګونه وسلهوال له منځه وړل شوي او د بهرنیو اتباعو او دیپلوماتانو پر وړاندې د ځینو لویو پلان شویو بریدونو مخه هم نیول شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې د کابل د «ترهګرۍ ضد وړتیاوو» پیاوړتیا د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده او ویې ویل چې د سیمې هېوادونه باید د مادي، تخنیکي او استخباراتي مرستو له لارې د داعش او نورو توندلارو ډلو پر وړاندې د افغانستان د هلوځلو ملاتړ وکړي. لاوروف همداراز د سیمې د هېوادونو د امنیتي او استخباراتي ادارو او افغانستان ترمنځ د اړیکو د دوام ملاتړ وکړ.
لاوروف د طالبانو پر وړاندې د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه هم وغندل او په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې یې د ناټو د پوځي بنسټونو له جوړېدو سره مخالفت وکړ. هغه وویل، په سیمه کې د ناټو د پوځي زېربناوو جوړېدا «د منلو نه ده» او خبرداری یې ورکړ چې دا کار د سیمې د لا بېثباتۍ او د شخړو د زیاتېدو سبب کېدای شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان حکومت د وسلهوالو ډلو د ځپلو ترڅنګ د نشهيي توکو د تولید د کمولو لپاره هم جدي اقدامات کړي دي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ارزونې له مخې، په افغانستان کې د اپینو تولید له ۲۰۲۲ کال راهیسې شاوخوا ۹۰ سلنه کم شوی دی.
سره له دې، لاوروف ومنله چې په افغانستان کې بشري ناورین لا هم دوام لري. هغه د ملګرو ملتونو د شمېرو په حواله وویل چې په راتلونکي ژمي کې به له ۱۷ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي او شاوخوا ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
لاوروف ټینګار وکړ چې روسیه به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او له طالبانو سره به د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.