تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، وايي چې طالبانو د مسکو فارمټ د اتمې غونډې د ګډې اعلامیې په مسوده کې د «ترهګرۍ» د کلمې له ډېر تکرار سره مخالفت کړی او له همدې امله د اعلامیې د تصویب مخه نیول شوې ده.
کابلوف د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، په مسکو کې د دغه فارمټ له پای ته رسېدو وروسته وویل چې روسیه د ګډې اعلامیې د نه تصویبېدو له امله خواشینې ده. د هغه په وینا، د وروستي سند د جوړولو پر مهال د افغان او پاکستاني استازو ترمنځ اختلاف رامنځته شو او په پای کې د سند پر سر هوکړه ونه شوه.
هغه وویل، طالبانو د اعلامیې له هغې برخې سره مخالفت کړی چې افغانستان یې د ترهګرۍ په تړاو یاداوه. د کابلوف په وینا، طالبان باور لري چې د سږکال په مسوده کې افغانستان «د ترهګرۍ په تړاو تر اړتیا ډېر» یاد شوی دی.
کابلوف وویل، د طالبانو دغه دریځ د مسکو لپاره د حیرانتیا وړ و، ځکه د هغه په وینا، ورته عبارتونه د تېر کال د مسکو فورم په اوومه غونډه کې هم په ګډه اعلامیه کې شامل وو. هغه زیاته کړه چې طالبان وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د تېر کال پرتله بدلې شوې دي او له همدې امله یې د سږکال له مسودې سره مخالفت کړی.
سره له دې اختلافه، کابلوف وویل چې د ګډې اعلامیې نه تصویبېدا د مسکو فورم فعالیتونه نه ټکني کوي. هغه وویل، دغه بهیر له ګډې اعلامیې پرته هم خپل کار ته دوام ورکولی شي او ټول ګډونوال غواړي چې دا فورم د نظرونو د تبادلې او د سیمهییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره وساتل شي.
کابلوف ټینګار وکړ چې د مسکو فورم د غړو ترمنځ د دوه اړخیزو اختلافونو د حل لپاره نه دی جوړ شوی. هغه وویل، له دواړ، کابل او اسلاماباد څخه غوښتل شوي چې پر یو بل له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، ځکه د هغه په وینا، دغه اقدامات تر ټولو ډېر ملکي وګړو ته زیان رسوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وویل، د مسکو فورم غړو د افغانستان او پاکستان د شخړې د سیاسي او دیپلوماتیک حل لپاره د مرستې چمتووالی ښودلی دی. هغه زیاته کړه چې روسیه هم چمتو ده، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، د دې شخړې په حل کې مرسته وکړي.
کابلوف د افغانستان د اقتصاد په اړه وویل چې دغه هېواد لا هم د تېرو جګړو د ویجاړیو له امله له ستونزو سره مخ دی او طالبان د اقتصاد د بیا رغونې لپاره «دروند کار» په مخ کې لري.
هغه د افغانستان د کنګل شویو اسعاري زېرمو او له پاکستان او ایران څخه د ګڼ شمېر افغان کډوالو راستنېدا هغه عوامل وبلل چې د افغانستان اقتصادي وده یې ورو کړې ده. د کابلوف په وینا، د کافي کاري فرصتونو د نشتوالي په شرایطو کې د کډوالو بېرته ستنېدل پر اقتصاد لا ډېر فشار اچوي.
په ورته وخت کې، کابلوف د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د دوه برابره کېدو خبر ورکړ. هغه وویل، د روسیې ځینې هغه توکي چې د یوراسیا اقتصادي ټولنې له غړو هېوادونو څخه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي، په پای کې افغانستان ته رسېږي.
د هغه په وینا، دغه سوداګري د روسیې په رسمي شمېرو کې په بشپړه توګه نه ثبتېږي، خو د افغانستان په رسمي شمېرو کې منعکسېږي؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اصلي کچه له اعلان شویو شمېرو لوړه ده.
کابلوف اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د مسکو فورم نهمه غونډه به په ۲۰۲۷ کال کې جوړه شي.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، په مسکو کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، ایران، هند، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. بېلاروس او مصر د مېلمنو په توګه په غونډه کې حاضر وو.
ټاکل شوې وه چې غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي، خو د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ د اختلاف له امله دغه سند تصویب نه شو.