Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ میلیون ډالرو بېټرۍ صادرې کړې

افغانستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ میلیون ډالرو بېټرۍ صادرې کړې

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) په هرات کې د «ګرین انرژي پلس» شرکت د تلې په ۱۳مه د دوو میلیون ډالرو په ارزښت د خپلو تولید شویو بېټریو څلورمه جوپه متحده عربي اماراتو ته صادره کړه.

د دغه شرکت رئیس عبدالمتین قلندري وايي، د دوی تولیدات لازم کیفیت لري او د یوه کال له ګرانټۍ سره د عربي هېوادونو بازارونو ته وړاندې کېږي. هغه وویل، له افغانستان څخه د صنعتي توکو د صادراتو پیاوړتیا او پراختیا کولی شي د فابریکو د فعالیت د پراختیا او ځوانانو ته د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

د دغه شرکت لومړنۍ صادراتي جوپه د تېر کال په لیندۍ میاشت کې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته صادره شوې وه. په دې جوپه کې ۱۰ کانټینره بېټرۍ شاملې وې چې شاوخوا ۲۷ ټنه وزن یې درلود او ارزښت یې له ۴۰ زره ډالرو ډېر و.

د هرات د پانګونې خونې رئیس عبدالمتین امین وايي، په افغانستان کې جوړې شوې بېټرۍ د صنعتي معیارونو له مخې لازم کیفیت لري او د خلیجي هېوادونو د بازارونو اړتیاوې او د پېرېدونکو غوښتنې یې پوره کړې دي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د راپورونو له مخې، د هرات د بېټریو د لومړنۍ صادراتي جوپې د صادرېدو پر مهال په هېواد کې  د بېټریو ۱۱ فابریکې فعالې وې چې د هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه اړتیا یې پوره کوله او په دې برخه کې د پانګونې کچه شاوخوا ۱۱۰ میلیون ډالره وه.

خو په وروستیو راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې د فعالو بېټریو فابریکو شمېر لږ تر لږه ۱۳ ته لوړ شوی چې پنځه یې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت کوي.

د «ګرین انرژي پلس» فابریکه هره ورځ شاوخوا څلور زره بېټرۍ جوړوي او نژدې ۵۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

دا جوپه په داسي حال کې صادرېږي چې کورني تولیدوونکي د بانکي او ترانزیتي ستونزو له شتون سره سره هڅه کوي د افغانستان صنعتي محصولات د سیمې بازارونو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...