Home+د افغانستان د حاکمیت نقض او د افغان ولس د مشروع غوښتنو...

د افغانستان د حاکمیت نقض او د افغان ولس د مشروع غوښتنو مسئله!

د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او هوايي حریم ښکاره نقض دی. هر افغان چې د خپل هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، باید دا ډول بریدونه په کلکو ټکو وغندي. د یوه خپلواک هېواد پر خاوره هوايي بریدونه، چې په پایله کې یې بې‌ګناه او بې‌وزله ملکي وګړي وژل کېږي، نه د منلو وړ دي او نه د کومې ستونزې د حل معقول او انساني لار کېدای شي.

خو له دې سره، د طالبانو د چارواکو یو شمېر کړنې او محدودیتونه هم د افغان ولس له اساسي حقونو، انساني کرامت او نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکر کې دي. د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار حقونو محدودول او د ټولنې د یوې لویې برخې له مشروع غوښتنو سره نه همغږي، د ګڼو افغانانو د ژورې ناخوښۍ او نارضایتۍ لامل شوي دي. افغان ولس د خپلو حقونو، عدالت، ازادۍ او یوه داسې نظام غوښتنه لري چې د ټولو وګړو مشروع حقونه او انساني کرامت خوندي کړي.

په همدې تړاو، د افغانانو د نظرونو ترمنځ هم توپیر لیدل کېږي. ځینې افغانان د پاکستان د هوايي بریدونو او فشارونو په اړه اندېښمن دي، خو ځینې نور په دې هیله دي چې ښايي دغه فشارونه د طالبانو چارواکي دې ته اړ کړي چې د افغان ولس مشروع غوښتنو ته پام وکړي او د هېواد په سیاسي، ټولنیز او تعلیمي وضعیت کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

د سالم عقل لرونکو افغانانو دریځ باید روښانه او اصولي وي، هغه د پاکستان د هوايي بریدونو غندل په دې معنا نه دي چې د طالبانو د چارواکو له ټولو کړنو سره موافق یو؛ همدارنګه، د طالبانو د ناسمو کړنو مخالفت هم د افغانستان پر حاکمیت د بهرني تېري د توجیه کولو معنا نه لري. د یوه عمل مخالفت باید د بل ناسم عمل د تایید لامل نه شي.

افغان ولس باید د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره پر سوله‌ییزو، مدني او ملي لارو ټینګار وکړي. د افغانستان ستونزې د افغانانو د ژوند په له منځه وړلو، د ملکي وګړو په وژلو او د هېواد په ورانولو نه حل کېږي، بلکې د ولس د ارادې درناوي، ملي تفاهم، عدالت، تعلیم او د ټولو افغانانو د حقونو په تأمین حل کېدای شي.

په پای کې  د پاکستان په هوايي بریدونو کې بې‌ګناه، بې‌وزله او بې‌دفاع افغان وژنه،  د غندنې وړ دی اوپه کلکوټکو یی غندو. د انسان ژوند، ملي حاکمیت او د ولس حقونه باید د سیاسي اختلافونو او سیالیو قرباني نه شي. د سالم عقل، انساني وجدان او ملي مسؤلیت غوښتنه دا ده چې د ملکي وګړو وژنه وغندو، د افغانستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړو او په عین وخت کې د افغان ولس د مشروع حقونو د تأمین لپاره خپل اصولي دریځ وساتو.

نه د بهرني تېري ملاتړ، نه د بې‌ګناه افغانانو وژنې ته توجیه؛ بلکې د ملي حاکمیت، انساني کرامت او د افغان ولس د مشروع حقونو دفاع.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...