تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۱۳مه/ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې مسوول محمد رضا بهرامي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي او د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت یې خبرې کړې دي.
دغو چارواکو د افغانستان اړوند وروستیو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو پر ګډو اندېښنو د نظرونو تبادله کړې ده.
محمد صادق تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره هم کتلي و.
دغه کتنې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمې غونډې له ترسره کېدو مخکې شوې دي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه نن، (دوشنبه)، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د سیمې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وشي.