Homeټولنیزله ۷۰ متره ژور څاه څخه زین الله څنګه راوایستل شو؟

له ۷۰ متره ژور څاه څخه زین الله څنګه راوایستل شو؟

یو کوچنی هلک د ۷۰ مترو (۲۳۰ فوټه) ژورې او نمجنې څاه په یوه کونج کې ناست و.

اوبه یې پر پښو لګېدې او له پاسه پرې څڅېدې. هغه وېرېدلی و او له یخنۍ رېږدېده.

پورته، د نارینه‌وو یوه ډله پر یوې پردې د هغه ویدیويي تصویرونه کتل؛ دا تصویرونه د هغې کمرې له لارې لېږدول کېدل چې ژغورونکو څاه ته ښکته کړې وه.

پنځه کلن زین‌الله څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې له خپلو ملګرو سره د لوبو کولې چې یوه تنګ او وچ شوي څاه ته ولوېد. حیرانوونکې دا وه چې هغه دومره ژور څاه ته له لوېدو سره سره ژوندی پاتې شوی و.

خو د څاه خوله یوازې ۳۰ سانتي متره (۱۲ انچه) وه، نو هېڅ بالغ کس نه شوای کولی چې ور ښکته شي. زین‌الله هم دومره کوچنی او وېرېدلی و چې نه پوهېده څنګه هغه رسۍ چې د ده د ایستلو لپاره ورښکته شوې وه، په ځان پورې وتړي.

د ژغورونکو ټولې هڅې ناکامې شوې وې. درې نورو ماشومانو هم هڅه وکړه چې څاه ته ښکته شي، خو څاه دومر تنګ و چې د ساه یې بندېده او له ژغورونکو یې وغوښتل چې بېرته یې پورته کړي.

له ۷۰ متره ژغورل شوی ۵ کلن زین الله.

هماغه مهال د ژغورنې ډلې د ۱۱ کلن حضرت عمر مرسته وغوښته. ویل کېږي چې هغه تر دې وړاندې هم همداسي یوه ژور څاه ته ښکته شوې و او کار یې بریالی و.

حضرت د خپل تره په رضایت، سره له دې چې اندېښمنو لویانو ورته د ښکته کېدو سپارښتنه نه کوله، چمتو شو چې څاه ته ښکته شي.

هغه وايي:

«په لومړۍ هڅه کې، کله چې د لاسونو شاوخوا د تړل شوې رسۍ په وسیله ښکته کېدم، زما اوږه او ورون بند شول.»

«چیغه مې کړه چې ژوبل شوی یم. هغوی بېرته پورته کړم.»

بیا یې دوهم ځل هڅه وکړه او دا ځل تر زین‌الله پورې ورسېد.

پر ځمکه، سلګونو کسانو په داسي حال کې چې سخت ناکراراه ول، د پایلې انتظار کاوه.

بالاخره د څاه شاوخوا ولاړو کسانو د رسۍ په راکشولو پیل وکړ؛ متر په متر یې رسۍ پورته کوله، تر دې چې دواړه هلکان له څاه څخه راوایستل شول.

ژغورونکي د څاه وضعیت او د ژغورنې عملیات د کمپیوټر په سکرین کې څاري

په افغانستان کې د کروندګرو په ځمکو کې وچ څاګان مرګوني لومې دي او تراوسه یې د ډېرو کسانو په تېره بیا ماشومانو ژوند اخیستی دی.

په افغانستان کې د اوبو د موندلو لپاره د پراخو هڅو په پایله کې سلګونه زره ژور، تنګ او په اسانۍ نه لیدل کېدونکې څاه‌ګان کېندل شوې دي. دغو څاه‌ګانو ځینې یې، چې نور ورڅخه کار هم نه اخیستل کېږي، سرونه خلاص دي او څوک نه شته چې د څاګانو خاوندان مجبوره کړي چې یا د څاګانو خولې بندې کړي او یا دا کوهیان د تل لپاره له خاورو ډک کړي.

هغه څاه چې زین‌الله پکې لوېدلی و، دوه کاله وړاندې وچ شوی و.

ځايي بزګرانو چې دا څاه یې کېندلی و، له وچېدو وروسته د هغه خوله په لرګیو او خاورو پوښلې و؛ خو د وخت په تېرېدو لرګي وراسته شول او خاوره هم سسته شوه.

ژغورونکي وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د زین‌الله په څېر سلګونه افغانان په هغو څاه‌ګانو کې لوېدلي چې د اوبو له وچېدو وروسته په سم ډول نه دي بند شوي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه دا ډول لږ تر لږه ۱۰۰ پېښې تایید او ثبت شوي دي، چې ډېری یې د افغانستان په جنوبي سیمو کې شوې دي. خو له دې سره سره نه چارواکو او نه خلکو دې خورا مهمې ستونزې ته پام کړی دی.

دا ژغورنکی حضرت عمر دی چې د زین الله د راایستلو لپاره څاه ته ښکته شو. د حضرت عمر د خوندیتوب یوازینۍ وسیله همدا خولۍ ده، جې پر سر یې ده

د دغو پېښو ډېری قربانیان تر ۱۰ کلونو کم عمره ماشومان وو او کابو نیمايي یې مړه شوي دي.

البته په وچو څاه‌ګانو کې د خلکو لوېدل په جنوبي اسیا کې کومه نادره پېښه نه ده.

د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په څه باندې دوولس سوه میلیوني هند کې هم په څاګانو کې د څه باندې ۴۰ ماشومانو د لوېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او اوږدو وچکالیو له امله د اوبو کچه راټیټه شوه او بزګران ورځ تر بلې د ځمکې لاندې اوبو ته ډېر اړ شول.

له دې سره یوځای، ارزانه چینايي لمریزې تختې هم پرېیمانه شوې ې تقریباً هر څوک یې د رانیولو وس لري.

دا ژغورنکی حضرت عمر دی چې د زین الله د راایستلو لپاره څاه ته ښکته شو. د حضرت عمر د خوندیتوب یوازینۍ وسیله همدا خولۍ ده، جې پر سر یې ده

دغو تختو بزګرانو ته دا زمینه برابره کړه چې «ټوله ورځ اوبه پمپ کړي». د دې پایله دا شوه چې په ځمکه کې د خطرناکو څاه‌ګانو شمېر په پرله‌پسې ډول زیات شو.

له ۲۰۲۰ کال وروسته د څاه‌ګانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی او د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې اوس ښايي د دغو څاه‌ګانو شمېر تر ۵۰۰ زرو پورې رسېدلی وي.

د دغو څاه‌ګانو ډېره برخه د هلمند سیند په حوزه کې، په ځانګړي ډول په هلمند، کندهار، فراه او غزني ولایتونو کې موقعیت لري.

خو کله چې څوک په دغو څاه‌ګانو کې ولوېږي، د ژغورنې امکانات ډېر محدود دي. اوس مهال یوازې شاوخوا پنځه روزل شوي کسان په داوطلبانه توګه د داسې پېښو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.

میراجان؛ هغه سړی چې د ژغورنې لپاره یې ځانګړی وسیله جوړه کړه

همدا لامل و چې د هلمند ولایت اوسېدونکي ۲۸ کلن میراجان عبدالله، چې د موبایل ټیلیفون پلورونکی دی، پرېکړه وکړه چې په خپله د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې هغه په لومړي ځل په سنګین ولسوالۍ کې په خپل کلي کې خبر شو چې یو پنځه کلن ماشوم په وچ څاه کې لوېدلی دی.

میراجان وايي:

«ماشوم ډېر ژړل.»

«ویل یې: یخني ده، وږی یم، تږی یم، تیاره ده، ما وباسئ.»

کلیوالو ۴۸ ساعته وخت ولګاوه، څو د ماشوم د راایستلو لاره پیدا کړي.

خو ماشوم لږ وروسته په روغتون کې مړ شو.

میراجان په لومړي سر کې دا یوه ځانګړې غمجنه پېښه وبلله؛ خو یو کال وروسته، کله چې د حیدر په نوم یو بل ماشوم هم په څاه کې ولوېد، هغه دې پایلې ته ورسېد چې باید له ژورو څاه‌ګانو څخه د ماشومانو د راایستلو لپاره یوه ځانګړې لاره موجوده وي.

هغه داسې وسیله جوړه کړه چې کمره یې له کمپیوټر سره نښلوله، څو پر ځمکه ولاړ کسان وکولی شي په څاه کې بند شوی کس وویني.

وروسته به دوی کولی شول رسۍ په دقیق ډول هغه ځای ته ښکته کړي چېرته چې قرباني وي، څو هغه خپله رسۍ په ځان پورې وتړي او په خوندي ډول راوایستل شي.

د دې وسیلې د ازمېښت لپاره یې خپل پنځه کلن زوی ۲۵ متره (۸۲ فوټه) ژور څاه ته ښکته کړ.

ازموینه بریالۍ وه.

له هغه وروسته، په تېرو څلورو کلونو کې میراجان د ژغورنې په ۱۱۳ عملیاتو کې برخه اخیستې او شاوخوا ۷۰ کسان یې ژغورلي دي.

د هرې پېښې مخنیوی بریالۍ نه وي

له دغو عملیاتو یوه په هلمند کې ترسره شوه، چې میراجان د خپلې وسیلې په مرسته پنځه کلن نورآغا ته ورسېد؛ هغه له څلورو ساعتونو راهیسې تر ځمکې لاندې په ۱۴۰ متره ژور څاه کې بند پاتې و.

خو له بده مرغه، ټول کسان نه شي ژغورل کېدای.

د میراجان په وینا، ځینې کسان په څاه کې دننه په اوبو کې ډوب شوي دي.

د وچکالیو له امله دا څاګان د وخت په تېرېدو لا ژورېږي.

پخوا به یې ژوروالی شاوخوا ۸۰ متره (۲۶۰ فوټه) و، خو اوس د راپورونو له مخې ځینې څاه‌ګان تر ۲۰۰ مترو (۶۶۰ فوټو) پورې ژور شوي دي.

د افغانستان کرنه تر ډېره پر ځمکې لاندې اوبو متکي ده او له ډېرې ژورې طبقې څخه اوبه راایستل کېږي، په داسې حال کې چې دا یوه محدوده سرچینه ده.

میراجان وايي، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو اغېزې لا له اوسه لیدل کېږي او دا عادي خبره ګرځېدلې چې له یو بله څو متره لېري یا څنګ په څنګ دوه یا درې څاه‌ګان ووینئ.

د اوبو لوړ لګښت او د بزګرانو کم عاید

له دې ټولو ستونزو سره سره، د بزګرانو عاید ډېر کم دی.

کله چې څاه وچ شي، خلک یې پرېږدي او بل نوی څاه کیندي. په دې توګه د ځمکې پر سر د خلکو لپاره د خطرونو لړۍ همداسې دوام کوي.

له سختې بېوزلۍ سره مخ ډېرو افغانانو ته د څاه‌ګانو په سمه توګه پوښل او بندول ډېر ګران تمامېږي. ځايي خلک وايي چې د عامه خوندیتوب موضوع د دوی لپاره لومړیتوب نه دی.

په افغانستان کې د شخصي څاه‌ګانو د کېندلو پر وړاندې کوم ځانګړی قانون هم نشته.

د زین‌الله د ژغورنې سخته هڅه

له دې ټولو سره سره، پنځه کلن زین‌الله په میوند کې یوه څاه ته ولوېد.

کله چې میراجان د زین‌الله د ژغورلو لپاره وغوښتل شو، هغه سمدستي پوه شو چې دا به د ده د ژوند تر ټولو سخت عملیات وي.

د هغه کمره‌لرونکې وسیله زین‌الله ته نه شوه رسېدلی؛ ځکه دا وسیله یوازې د عمودي حالت په ساتلو سره د ښکته کېدو لپاره جوړه شوې وه.

خو زین‌الله د څاه په تل کې د څلور په څلور متره (۱۳ په ۱۳ فوټه) تشې په څنډه کې ناست و.

د زین‌الله پلار وايي، کلیوالو په لومړي سر کې هڅه کړې وه چې هغه د اغزنو بوټو په وسیله راوباسي.

خو د هغه په وینا:

«د هغه د بدن ځینې برخې ټپي شوې وې.»

له همدې امله ماشوم وېرېدلی او د څاه یوې غاړې ته ورغلی و.

د میراجان وسیله هم هغې زاویې نه شوای تللی چې اړتیا ورته وه؛ لږ تر لږه تر هغه وخته چې د انسان لاس یې سم لوري ته نه وای برابر کړی.

نو باید د ماشوم د ژغورلو لپاره بله لاره پیدا شوې وای.

سره له خطرونو، حضرت عمر ته دنده وسپارل شوه چې څاه ته ښکته شي.

کله چې هغه ښکته ورسېد، زین‌الله یې په لومړي ځل ولید.

حضرت په بریالیتوب د زین‌الله لاسونه په بلې رسۍ وتړل.

پورته راټول شوو کسانو د رسۍ په راکشولو پیل وکړ.

د لوډسپیکر له لارې له خلکو غوښتنه وشوه چې چوپ پاتې شي.

میراجان حضرت ته غږ وکړ:

«موږ نژدې یو چې تا پورته کړو؛ موږ ته مه ګوره، لاندې وګوره.»

خلکو هغو کسانو ته ویل چې رسۍ یې راکشوله:

«ورو، ورو یې راکاږئ.»

له خلکو هم غوښتل شوي وو چې شاته شي، څو د ژغورنې وروستۍ شېبې په کمره ثبت شي.

دوه امبولانسونه هم تیار ولاړ وو.

کله چې خلکو حضرت ولید، د خوشحالۍ چیغې پورته شوې.

خلکو نارې وهلې:

«شاباس د نر زویه، افرین!»

وروسته حضرت له هغه کوچني سوري څخه راڅرګند شو؛ د رسۍ له سر څخه ځوړند و او له خټو ډک و.

میراجان غږ وکړ:

«هغه شاته یوسئ. شاباسې زما اتله!»

ځوان ژغورونکی خوندي ځای ته ولېږدول شو.

څو دقیقې وروسته زین‌الله هم له څاه څخه راوایستل شو او د خوښۍ مراسم پیل شول.

زین‌الله روغتون ته ولېږدول شو، بله ورځ له روغتون څخه رخصت شو.

د هغه پلار باور لري چې حضرت له مرګه د ده د زوی په ژغورلو کې مهم رول ولوباوه.

هغه وايي:

«د دې احساس بیانول په الفاظو کې ډېر سخت دي. تاسو هغه څوک په یادوئ چې له لاسه مو ورکړی او غم یې کوئ؛ بیا ناڅاپه هماغه کس مو مخې ته ژوندی ولاړ وي.»

هغه اندېښنه لري چې که حضرت نه وای، ښايي کلیوالو بالاخره د اغزنو بوټو په وسیله د زین‌الله د راایستلو هڅه کړې وای، او هغه به سخت ټپي یا مړ راوتلی وای.

هغه غواړي چې دا ډول څاه‌ګان بند شي.

هغه څاه چې زین‌الله پکې لوېدلی و، اوس یې پر خوله یوه لویه ډبره اېښودل شوې ده.

د حضرت تره، عزیزالله، په دې ډېر خوشاله دی چې وراره یې په دې کار کې بریالی شو؛ خو وايي چې په دې ډېر اندېښمن و چې وراره څاه ته ښکته کېده.

هغه وویل:

«زه زړه نا زړه وم، خو بیا مې پر خدای توکل وکړ او ومې ویل چې زموږ له ډلې باید یو کس د بل لپاره قرباني ورکړي. ما خپل وراره ته خبرداری ورکړی و چې که بند پاتې شي، دا به ډېر خطرناک وي؛ خو هغه بیا هم غوښتل چې ښکته شي.»

«که تاسو د دې څاه خوله لیدلې وای، باور به مو نه و کړی چې له دې ځایه د چا راایستل ممکن دي.»

د ژغورنې نه ختمېدونکې لړۍ

د میراجان لپاره د زین‌الله ژغورل د هغو پېښو د اوږدې لړۍ یوازې یوه بله پېښه ده چې شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

هغه د دې ستونزې له جدي والي ښه خبر دی.

د هغه په وینا، ډېری وخت وضعیت هغه مهال لا خرابېږي چې نابلده او ناغوښتل شوي کسان د ده له رسېدو مخکې د ژغورنې هڅه کوي.

هغه وايي:

«یوه کوچنۍ تېروتنه هم د بند پاتې کس ژوند ته جدي خطر پېښولی شي.»

میراجان په غزني مې د ژغورنې د یوې پېښې یادونه کوي چې پکې د یوه ماشوم د ژغورلو پر مهال درې کسان ووژل شول؛ که څه هم وروسته ماشوم ژوندی را وایستل شو.

هغه غواړي چې نور کسان هم وروزل شي، څو په راتلونکې کې د پېښو ځایونو ته ژر ورسېږي.

اته میاشتې وروسته

اته میاشتې وروسته، د فبرورۍ په دوهمه نېټه، دواړه هلکان ــ زین‌الله او حضرت ــ د زین‌الله په کور او هغه څاه ته نژدې یو ځل بیا سره ولیدل چې د دوی ژوند یې بدل کړی و.

دا لومړی ځل و چې د زین‌الله مور او پلار مخامخ له حضرت څخه مننه وکړه او هغه ته یې ډالۍ ورکړې.

حضرت اوس په سیمه کې یو اتل بلل کېږي.

هغه وايي:

«کله چې په کلي کې ماشومان ما وویني، راته وايي چې ما ډېر زړور او بې‌ساری کار کړی دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...