پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې | ژباړن: فرهاد ویاړ

مارکسیزم او د ژبپوهنې مسئلې | ژباړن: فرهاد ویاړ

جوزوف ستالین (۱۹۵۰)

دریمه برخه

پوښتنه: ژبه څه خصلتونه او کومې ځانګړتیاوې لري؟

ځواب: ژبه هغه ټولنیزه ښکارنده ده چې د ټولنې په بهیر کې خپل رول تر سره کوي. ژبه د ټولنې له ژوندانه او پرمختیا سره ژوند او پرمختیا مومي او هغه وخت مري چې ټولنه مړه شي. له ټولنې پرته ژبه شتون نلري. ژبه او د هغه د پرمختیا قوانین یوازې هغه وخت د پوهیدنې وړ دي چې د ټولنې له تاریخ او د هغو خلکو له تاریخ سره په نه بیلیدونکی توګه مطالعه شي، چې د مطالعې لاندې ژبه هغوې پوری تړاو ولري او پیداکوونکي او زیرمه جوړونکي یې وي.

ژبه یوه وسیله ده، هغه افزار دی چې په مرسته یې خلک له یو بل سره خبرې اترې کوي، اندونه سره بدلوي رابدلوي او یو بل پیژني. له هغه ځایه چې ژبه له فکر سره مستقیم تړاو لري؛ نو فکر په کلیمو کې ثبت او سمبالوي او بیا د کلیمو د ترکیبولو له لارې هغه په جملو بدلوي. ویلی شوو چې ژبه د فکر کولو او د انسان د فکري فعالیتونو د بریاوو د بهیر پایله ده او په انساني ټولنه کې د اندونو مبادله شوني کوي. 

د اندونو مبادله یوه دایمي او حیاتي اړتیا ده. بی له هغه ناشوني ده چې د طبیعي ځواکونو په وړاندې د مبارزې او د اړینو مادي ارزښتونو د تولید لپاره د مبارزې په موخه د خلکو ګډې هڅې همغږي کړوو. بی له ژبې ناشوني ده چې د ټولنې د مولده فعالیتونو له بریا ډاډمن شوو. نو ویلي شوو چې بی له ژبې د ټولنیز تولید بقا ناشوني ده. سربیره پر دې، په یوه ټولنه کې له هغې ژبې پرته چې د ټولې ټولنې لپاره د پوهیدنې وړ او د دغه ټولنې د ټولو غړو لپاره عامه وي، تولید نابودیږي او ټولنه له مینځه ځي. له دې پلوه، ژبه د دې تر څنګ چې د اړیکو وسیله ده، په ورته وخت کې د ټولنې د مبارزې او پرمختګ وسیله هم ده.

څرنګه چې پوهیږو په یوه ژبه کې ټولې کلیمې د ژبې د لغتونو قاموس جوړوي. د یوې ژبې د لغتونو په قاموس کې څه چې مهم دي هغه د لغتونو بنسټیزه زیرمه ده، چې د کلیمو ریښه او مشتق شوی کلیمې دواړه رانغاړي. که څه هم د دې کلیمو شمیر د ژبې د لغوي قاموس په پرتله لږ او زیات کم دی، خو بیا هم د دې کلیمو عمر ډیر دی، په پیړۍ پيړۍ عمر لري او د ژبې لپاره د نویو لغتونو د جوړولو په پار بنسټ برابروي. د لغتونو قاموس د ژبې وضعیت څرګندوي: هر څومره چې د لغتونو قاموس بډایه او متنوع وي، په هماغه کچه ژبه هم بډایه او پرمختللي وي.

خو سره د دې د لغتونو زیرمه په خپل ذات کې ژبه نه جوړوي، بلکې دا زیرمه تر ډیره د ژبې د ودانیزو موادو بڼه لري. څرنګه چې په ودانیزو چارو کې ودانیز مواد د ودانۍ د جوړیدو په مانا نه ده، که څه هم یوه ودانۍ بی له ودانیزو موادو جوړیدای نشي. همدا ډول، سره د دې چې د لغتونو زیرمه په یوازې توګه ژبه نه ده، خو بی له دې د ژبې تصور کیدای هم نشي. د یوې ژبې لغوي زیرمه هغه وخت خورا اهمیت مومي چې په ګرامري اډانه کې ځای په ځای شي. ګرامر، د کلیمو ادلون بدلون او په جملو کې د کلیمو ترکیبول تنظیم او سمبالوي او ژبې ته یوه منسجمه او مهمه دنده ورپه برخه کوي. 

ګرامر(صرف، نحو) د هغو قواعدو ټولګه ده چې د کلیمو ادلون بدلون او په جملو کې د هغوې ترکیبول، سمبالوي. همدا دی چې باید د ګرامر منندوی ووسو چې د ژبې لپاره یې دا شونتیا برابره کړی چې د انسان د اندونو لپاره مادي ژبنی پوښښ برابر کړي او افکار یې ولیږدوي.

د ګرامر مهمه ځانګړتیا دا ده چې د کلیمو بدلون او سمون لپاره قواعد وضع کوي، البته نه د ځانګړو کلیمو لپاره، بلکې په ټولیزه توګه د ټولو کلیمو لپاره قواعد جوړوي؛ دا قواعد خاصې کلیمې په پام کې نلري. همدا ډول د جملې جوړیدو لپاره هم قواعد وضع کوي، البته نه د ځانګړو مشخصو جملو لپاره؛ ښه ده چې ووایو ګرامر یوازې کوم خاص فاعل، یا کوم خاص مسند او نورو ته قواعد نه وضع کوي، بلکې په ټولیزه توګه ټولو جملو ته قواعد جوړوي، بی له دې چې د هغه ځانګړې بڼه په پام کې ولري. نو، ګرامر سره د دې چې له ځانګړو او خاصو کلیمو او جملو سره سروکار نلري، خو څه چې په مشترکه او اساسي ډول تر سره کوي هغه د کلیمو بدلون او سمون او په جملو کې د دې کلیمو ترکیبول او د ګرامري قواعدو او قوانینو پر بنسټ د دې جملو جوړول دي. ګرامر، د انساني مغز د تجریدي کړنو د پروسې اوږدمهاله حاصل دی. ګرامر، د فکر تر ټولو حیرانونکی لاس ته راوړنه ګڼل کیږي. 

ګرامر د همدې پورتنې مسئلې له امله، هندسه په ذهن کې تداعي کوي. هندسه هم خپل قواعد د ځانګړو اشیاؤ له تجرید څخه تر لاسه کوي. خپل قواعد له ځانګړو مشخصو اجسامو څخه نه اخلي او د اجسامو تر منځ اړیکه هم د ځانګړو مشخصو اجسامو د اړیکې له مخې نه تعریفوي. هندسه، بی له دې چې د اجسامو ځانګړي مشخصات په پام کې ونیسي، د اجسامو اړیکه په عمومي ډول په پام کې نیسي.

 د مخبنا په خلاف؛ ژبه له تولید سره سیده اړیکه نلري، کومه اړیکه چې له تولید سره لري هغه د اقتصاد له لاری ده. ژبه، په مستقیمه توګه د انسان له تولیدي فعالیتونو سره اړیکه لري، همدا ډول پرته له استثنا د انسان د نورو کاري برخو له فعالیتونو سره هم مستقیمه اړیکه لري. همدا دی چې د ژبې قاموس د بدلون په وړاندې حساس او د مداوم بدلون سره مخ دی. د مخبنا په خلاف، ژبه د بدلون لپاره د بیخبنا نابودۍ ته منتظره نه پاتې کیږي. د ژبې د لغتونو قاموس، مخکې له دې چې بیخبنا نابوده شي، بدلون مومي او د بیخبنا له وضعیت سره کوم تړاو نلري. 

په هر حال، د ژبې په لغتونو کې بدلون، د مخبنا د بدلون په شان، چې زاړه تری تم او نوی څه جوړ شي، نه دی؛ بلکې د نویو کلیمو د زیاتیدنې له لارې د شته قاموس بډاینه ده، هغه نوي کلیمې چې د ټولنیز سیستم له بدلون سره، د تولید، فرهنګ، ساینس او نورو برخو له پرمختیا سره رامینځته کیږي. د دې سربیره، که څه هم یو شمیر له دوده ولیدلی لغتونه، عموماً د ژبې له قاموس څخه وځي، خو په ورته وخت کې یو شمیر زیات نوي لغتونه په ژبه کې ورزیاتیږي. د ژبې د لغتونو اساسي زیرمه، په بنسټیزه توګه خوندي پاتې کیږي او د یوې ژبې د لغتونو لپاره د بنسټ په توګه کارول کیږي.

کاملاً روښانه ده چې د لغتونو د اساسي زیرمو ویجاړولو ته، چې د څو تاریخې پېرونو په اوږدو کې په اغیزناکه توګه کارول شوی دي، اړتیا نشته دی. دا هم ښکاره خبره ده چې په لنډ مهال کې د لغتونو نوې بنسټیزې زیرمې جوړول ناشونی کار دی. د لغتونو د اساسي زیرمې، چې د څو پیړیو په بهیر کې رامینځته شوی، نابودول به ژبه معلوله کړي او د خلکو تر منځ به راکړه ورکړه په بشپړ توګه ټکنۍ کړي.

د یوې ژبې ګرامري سیستم، ان د یوې ژبې د لغتونو د اساسي زیرمې د بدلون څخه ډیر پڅ وي. د ژبې ګرامري سیستم، چې په پېرونو کې جوړ شوی او د یوې ژبې هډ او وینه جوړوي، د ژبې د اساسي لغوي زیرمې په پرتله ډیر پڅ بدلون مومي. د وخت په تیریدو سره، ښکاره ده چې د ژبې ګرامر هم بدلون مومي، لا بشپړیږي، خپل قواعد پیاوړي کوي، لا یې مشخصوي او نوي قواعد حصولوي. خو له دې ټولو سره سره، د ګرامري سیستم بنسټونه د ډیرې مودې لپاره خوندي پاتې کیږي.څرنګه چې تاریخ ښکاره کوي دا سیستم د څو پېرونو لپاره په اغیزناکه توګه د ټولنې لپاره خدمت کوي. نو ویلی شوو چې ګرامري سیستم او اساسي لغوي زیرمه د یوې ژبې بنسټ جوړوي او د ژبې ځانګړی کیفي جوهر څرګندوي.

تاریخ څرګندوي، کله چې څوک وغواړي چې ژبه په زوره له منځه ویسي، له ځانه ډیر مقاومت او پایښت ښکاره کوي. ځینې تاریخپوهان د دې قضیې د شننې پر ځای، یوازې د حیرانتیا په څرګندونې بسنه کوي. خو د هیڅ ډول حیرانتیا اړتیا نشته. د ژبې د پایدارۍ دلیل، د هغه ګرامري جوړښت او د کلیمو د اساسي زیرمو پایداري ده. ترکي منحل کوونکو او د ژبې همورته کوونکو سلګونه کلونه هڅه وکړه چې د بالکانیانو ژبې وځپي، سپکې یې کړي او نابودې یې کړي. په دې موده کې د بالکانیانو ژبو خورا زښت بدلون وموند، یو شمیر زیات ترکي لغتونه او اصطلاحګانې د بالکانیانو په ژبو کې دننه شوی، «یوځایتوبونه» او «جلاتوبونه» تر سره شول؛ خو له دې سره سره بالکاني ژبې پاتې او  مقاومت یې وکړ. ولې؟ ځکه چې د دې ژبو ګرامري جوړښت او د کلیمو اساسي زیرمې، له بنسټه خوندي پاتې شوی.

له دې ټولو دا څرګندیږي چې ژبه او د هغه جوړښت د یو عصر محصول ګڼلی نشوو. د ژبې جوړښت، ګرامري جوړښت او د هغه د کلیمو اساسي زیرمه د څو عصرونو محصول دی.

کیدای شي داسې وانګیرو چې د معاصرې ژبې، لومړنی او مقدماتي بنسټ د مرییتوب له پېر دمخه په لرغوني او ډیر پخواني پېر کې ایښودل شوی دی. دا ژبه هغه مهال له پیچلتیا تشه وه او د کلیمو قاموس یې ډیر ضعیفه  و، خو خپل ګرامري سیستم یې درلود، سمه ده چې دا سیستم لومړنی و، خو په هر حال یو ګرامري سیستم و. 

د تولید لا پرمختګ، د طبقاتو پیدایښت، د خط او کتابت معرفي کیدل، د دولت راڅرګندیدنه چې د خپلې ادارې لپاره یې کم او زیات یوې منظمې مکاتبې ته اړتیا درلوده، د سوداګرۍ پراختیا چې لا هم زیاتې منظمې مکاتبې ته اړمنه وه، د چاپ ماشین پیدایښت، د ادبیاتو پرمختګ؛ دا ټول  د ژبې په پرمختګ کې د سترو بدلونونو لامل شول. په دې موده کې قبیلې او ملیتونه سره تجزیه شول، سره مخلوط شول، قطعه قطعه شول؛ چې وروسته بیا ملي ژبې او دولتونه رامینځته شول، انقلابونه تر سره شول او د زړو ټولنیزو سیستمونو ځای نوي سیستمونو ونیو. دا ټول په ژبې او د هغه په پرمختیا کې د لا زیاتو بدلونونو لامل شول.

خو سره د دې، دا به لویه تیروتنه وي چې فکر وکړو چې د ژبې پرمختیا د مخبنا د پرمختیا په شان تر سره شوی ده، یعنې د هغه څه ورانول چې لرو یې او د نوي شيي د جوړولو له لارې. خو واقعیت دا دی چې د ژبې پرمختیا نه د شته ژبې د نابودیدو او نه هم د نوي ژبې د جوړولو له لارې، بلکې د شته ژبو د اصلي عنصرونو د پراختیا او بشپړتیا له لارې تر سره کیږي. د دې ترڅنګ،  له یو حالت څخه بل حالت ته د ژبې لیږد، نه د انفجار له لارې تر سره کیږي، نه هم د زړې ژبې د ناڅاپي نابودیدنې او د نوې ژبې د جوړونې له لارې، بلکې د نوي کیفیت د عنصرونو او د نوي ژبني جوړښت د اوږدمهاله او تدریجي تراکم له لارې او د زاړه کیفیت د عناصرو د تدریجي نابودیدو په وسیله تر سره کیږي.

ویل کیږي چې د ژبې د پړاویزه پرمختیا تیوري، مارکسیستي تیوري ده، ځکه چې دا تیوري د زاړه کیفیت څخه یو نوي کیفیت ته دژبې لیږد لپاره د ناڅاپي انفجار اړتیا یو شرط ګڼي. ښکاره ده چې دا سمه نه ده. په دې تیوري کې ستونزمنه ده چې داسې یو څه دې پیدا کړای شوو چې له مارکسیزم سره ورته والی ولري. 

که د پرمختیا پړاویزه تیوري په رښتیا هم د ژبې د پرمختیا په تاریخ کې ناڅاپي چاودنو ته ارزښت ورکوي، د دې تیوري وضعیت د خواشینی وړ دی! مارکسیزم د ژبې په پرمختیا کې په ناڅاپی چاودنو، د موجودې ژبې ناڅاپي مرګ او د نوي ژبې پر ناڅاپي جوړیدو باور نلري. لافارګ په غلطه و کله چې په فرانسه کې «د ۱۷۸۹ او ۱۷۹۴ کلونو تر منځ د ژبې د ناڅاپي انقلاب څخه» غږیږي.(د لافارګ «د فرانسې ژبه له انقلاب مخکې او وروسته» جزوه دې ولیدل شي). د فرانسې په دغه وخت کې هیڅ ډول ژبنیز انقلاب نه دې تر سره شوی، ناڅاپي خو لا پریږدئ. دا سمه خبره ده چې په دغه پېر کې د فرانسوي ژبې د لغتونو قاموس په نویو کلیمو او اصطلاحګانو بډایه شو، یو شمیر زړې کلیمې حذف شوی او د ځینو کلیمو مفهوم بدل شو. دا ټول هغه څه وو چې تر سره شول. دا ډول بدلونونه په هیڅ ډول په دې مانا نه دي چې د ژبې برخلیک دې وټاکي. په ژبه کې مهمه موضوع د هغه ګرامري جوړښت او د کلیمو اساسي زیرمه ده. خو د فرانسوي ژبې ګرامري سیستم او د کلیمو اساسی زیرمه نه یوازې د فرانسې بورژوازي انقلاب په پېر کې نابود نشول، بلکې له مهمې بدلونونو پرته،  خوندي پاتې شول، او نه یوازې خوندي پاتې شول، بلکې تر اوسه پورې هم د معاصرې فرانسوي ژبې برخې دي. زه مجبور یم ووایم چې د شته ژبې د تري تم کولو او د نوي ملي ژبې د رامنځته کولو د («ناڅاپي ژبنی انقلاب») لپاره د پنځو او شپږو کلونو لږه موده، ډیره مسخره ښکاري، د دې کار لپاره پیړیو ته اړتیا ده.

مارکسیزم په دې باور دی چې له زوړ کیفیت څخه  نوي هغې ته د ژبې بدلون د یوه انفجار او د شته ژبې د نابودۍ او د نوې ژبې د رامینځته کیدو له لارې نه تر سره کیږي، بلکې د نوي کیفیت د عناصرو د تدریجي تراکم او د زاړه کیفیت د عناصرو د تدریجي مرګ له لارې تر سره کیږي.

په ټولیزه توګه، ښايي د هغو ملګرو چې له انفجاري حالت سره لیوالتیا لري، د پوهیدو  په پار وویل شي چې د انفجار له لارې له زاړه کیفیت څخه نوي کیفیت ته د لیږد قانون، نه یوازې چې د ژبو د پرمختیا د تاریخ په تړاو صدق نکوي، بلکې د بیخبنا یا مخبنا د نورو ټولنیزو ښکارندو د ځانګړتیا په اړه هم تل صدق نکوي. دا قانون یوازې د هغې ټولنې لپاره لازمي مصداق مومي چې په کې متخاصمې طبقې شتون ولري، خو د هغه ټولنې لپاره چې په کې متخاصمې طبقې شتون نلري، په هیڅ ډول حتمی او لازمي نه ګڼل کیږي. موږ د ۸ تر ۱۰ کلونو په ترڅ کې د هیواد د کرهنې په برخه کې له بورژوازي رژیم، د دهقاني انفرادي سیستم څخه، سوسیالیستي، کلخوزي سیستم ته لیږد پلي کړ. دا هغه انقلاب و چې پخوانی بورژوازي اقتصادي رژیم یې په کلیوالو سیمو کې له مینځه ویوړ او نوی سوسیالیستي سیستم یې پر ځای جوړ شو. خو دا انقلاب د چاودنې له لارې، یعنې د شته حکومت د ړنګیدو او د نوي حکومت د جوړیدو له لارې پلي نشو، بلکې په کلیوالو سیمو کې له پخواني بورژوازي سیستم څخه نوي سیستم ته د تدریجي لیږد له لارې تر سره شو. د دې کار د کولو شونتیا وه، ځکه چې دا انقلاب له بره پیل شو، ځکه چې دا انقلاب د شته ځواک د نوښت پر بنسټ او د دهقاني پرګنو د ملاتړ له امله بري ته ورسید.

ویل کیږي چې په تېر تاریخ کې د ډیر شمیر ژبو د امتزاج بیلګې د دې لامل کیږي چې باورمن شوو چې د امتزاج پر مهال، د انفجار  او له زاړه کیفیت څخه نوي کیفیت ته د ناڅاپي لیږد له لارې، نوی ژبه رامینځته کیږي. دا خبره بیخي غلطه ده.

ژبنی امتزاج نشو کولای د هغه پریکندې ضربې یوه واحده اغیزه وګڼو چې د څلو کلونو په ترڅ کې پایلې ته رسیږي. ژبنی امتزاج هغه اوږدمهاله بهیر دی چې سلګونه کاله دوام مومي. له همدې امله دلته د چاودنې اډو پوښتنه نه راولاړیږي.

د دې تر څنګ، دا بیخي ناسمه ده چې فکر وکړو چې د ساري په توګه د دوو ژبو د امتزاج پایله نوی ژبه، دریمه ژبه ده چې له ممزوجو ژبو سره هیڅ ورته والی او توپیروالی نلري. حقیقت دا دی چې له ممزوجو ژبو، یوه ژبه بریالی راوځي، خپل ګرامري سیستم او اساسي لغوي زیرمه ساتي او د خپلې پرمختیا له ذاتي قوانینو سره سم پرمختیا ته ادامه ورکوي، حال دا چې بله ژبه سوکه سوکه خپل کیفیت له لاسه ورکوي او په تدریجي توګه مري. د پایلې په توګه ویلی شوو چې د امتزاج نتیجه، نوی، دریمه ژبه نه ده؛ یوه ژبه مقاومت کوي، خپل ګرامري سیستم او اساسي لغوي زیرمه ساتي او دا توانايي لري چې د خپلې پرمختیا له ذاتي قوانینو سره سم پرمختیا ومومي.

دا سمه خبره ده چې په دې بهیر کې تر یوه کچه د بریمنې ژبی لغوي فرهنګ او قاموس د مغلوبې ژبې په کلیمو بډایه کیږي، دا کار ژبه نه یوازې نه کمزوروي، بلکې پیاوړي کوي. د مثال په توګه د روسي ژبې سره ورته چلند شوی دی. د تاریخي پرمختګ په اوږدو کې، د نورو ملتونو ژبې له روسي ژبې سره امتزاج مونده چې په پای کې تل روسي ژبه بریالی کیده. البته، په دې بهیر کې د روسي ژبې قاموس د نورو ژبو د کلیمو په جذبولو سره لا بډایه کیده. دې کار نه یوازې دا چې روسي ژبه کمزوری نه کړه، بلکې هغه یې لا شتمنه او پیاوړی کړه.

که د روسي ژبې د ملي اصیلتیا ځانګړنه په پام کې ونیسو، نو هیڅ ډول ضرر یې نه دی لیدلی، ځکه دې ژبې خپل ګرامري سیستم او د اساسي لغتونو زیرمه وساتله او د خپلې پرمختیا له ذاتي قوانینو سره سم یې خپلې پرمختیا او بشپړتیا ته ادامه ورکړه.

نو په دې کې شک نشته چې د امتزاج تیوري د شوروي ژبپوهنې لپاره لږ او یا هم هیڅ ارزښت نلري. که دا خبره سمه ده چې د ژبپوهنې بنسټیزه دنده د ژبې د پرمختیا د ‌ذاتي قوانینو مطالعه ده، نو باید ومنو چې د امتزاج تیوري دا دنده نشي تر سره کولی، بشپړتیا یې خو لا پریږده! دا تیوري یا دې مسئلې ته پام نه کوي او یا هم ورباندې نه پوهیږي.

دویمه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب