دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزفلسفه او فلسفي سیستمونه | راټولوونکی: طارق تسل

فلسفه او فلسفي سیستمونه | راټولوونکی: طارق تسل

 د فلسفې لفظ له دوو یوناني (Philien) چې د یو شي د خوښولو مانا لري او (Sophia) چې د پوهې مانا لري، جوړ شوی دی. کله چې دا دواړه الفاظ سره یو ځای شي نو د (علم خوښوونکي) مانا ورکوي. په ټوله کې فلسفه د هغو اصولو د پېژندلو پوهه ده، چې د هستیو د ذاتي پېژندنې لپاره انسان ته ښوونه کوي او د بېلابېلو موجوداتو لومړنیو حقایقو او د هغوی د رامنځته کېدلو په علتونو یې سر خلاصوي. که په ټولیز ډول خبره وکړو نو فلسفه د دې پوښتنې د حل په هڅه کې ده، چې نړۍ او ژوند او په هغو کې شته قوانین ولې منځته راغلي دي؟ ته څوک یې؟ نړۍ ولې پیدا شوې ده؟ نړۍ څنګه پیدا شوې ده؟ هغه څه چې په نړۍ کې کېږي تر شا یې کومه اراده او موخه شته؟ تر مرګ وروسته ژوند شته دی؟ او نورې دې ته ورته پوښتنې.
فلسفه ډیره لرغونې ده او د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې بېلابېلو انسانانو په دې تړاو کار کړی د دې لړۍ له پیله تراوسه چې د پېښو په اړه هر څومره څرګندونې شوي دي تقریبا ټولې یې په لاندې پنځو سیستمونو کې لوستل کېږي:
۱: سکیپټیسېزم (Skepticism) ۲: ایډیالېزم
(Idealism) ۳: ماټریالېزم
(Materialism) ۴: دوالېزم
(Dualism) ۵: پراګماتېزم
(Pragmatism) ۱: سکیپټیسېزم (Skepticism) د دې سیستم ملاتړي بشري شعور ړوند ګڼي او د دې وړ یې نه بولي چې مسایل دې درک کړي او په سمه مانا دې وپېژني. دوي وايي چې موږ دې نړۍ ته پټې سترګې راغلي یو او په دې نه شو پوهیدلی چې د څه لپاره راغلي یو او چېرته یو؟ دوي دا ښه ګڼي چې هرې پوښتنې ته ووايي (نه پوهېږو) او همدا نه پوهیدل یو ډول (پوهه) هم ګڼي. دوي په دې باور دي، چې هر چاته هغه څه ریښتیا ښکاري، چې عقیده پرې لري او څوک چې په څه عقیده لري هماغه ریښتیا هم دي.
۲: ایډیالېزم (Idealism) د دې سیستم ملاتړي شعور تر مادې مخکې ګڼي او په دې باور لري چې نړۍ تر هغې وروسته منځته راغلې ده. دوي نړۍ د انساني شعوري ځواک په مرسته د پېژندنې وړ ګڼي. دا ډله له مرګه وروسته ژوند هم مني او د تلپاتې او ښه ژوند خطاب ورته هم کوي.
۳: ماټریالېزم (Materialism) د دې سیستم ملاتړي هر څه د طبیعت په ټټر منځته راغلي او بېرته همدې ته ستنېدونکي ګڼي. دوي وایي چې انساني شعور دا وړتیا لري چې په طبیعي پېښو څېړنې وکړي او قوانین یې په سمه مانا وپېژني دوي (ماورا‌‌ءالطبیعه) یانې (تر طبیعت اخوا) په کوم څه باور نه لري او دا د بشري شعور یوه تصوري زېږنده بولي. لنډه دا چې دوي هیڅ ډول دین او مذهب نه مني او نړۍ د یو تصادف په پایله کې رامنځته کیدونکي ګڼي. دې سیستم ته ارسطو وده ورکړه بیا په منځنیو پیړیو کې ورک شو بیا بېرته (کانټ) راژوندی کړ.
۴: دوالېزم (Dualism) د دې سیستم ملاتړي روح له مادې وړاندې پیدا شوی ګڼي. دوي باور لري چې ټوله نړۍ او پکې موجود شیان ټول د یوه ستر ځواک په هوډ او اراده جوړ شوي او ټوله واکمني ورته منسوبه ده. دوي نه د ماټریالېزم او نه هم ایډیالېزم سره ورته والی لري په دې مانا چې دوي هم طبیعت مني او هم ماوراءالطبیعه. دوي د ماټریالېزم خلاف وايي چې د انسان عقلي کمزوري د دې مانا نه لري چې څه درک نه کړي یا یې ونه ویني او د نشت حکم دی پرې وکړي.
۵: پراګماتېزم (Pragmatism) د دې سیستم ملاتړي د هر څه په اړه د پوهیدنې لار څېړنه بولي او په دې باور لري چې د پنځګونو حواسو له لارې کوم څه ترلاسه کېږي همدا حقیقت دی. دوي وايي چې په هماغه څه باید ځان پوه کړو چې انساني ژوند ورته اړتیا لري او عقل یې پېژندلی شي.
دوي د ماټریالېزم او ایډیالېزم سره خلاف دي. دا سیستم نن سبا د فلسفې په ډګر کې ډیر دود هم دی.
اخځلیکونه:
شیرواني، علي: د فلسفې کلیات، ژباړه: محمد حامد ژواک، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ ل.
ایوبي، محمد نادر: فلسفه، صحاف نشراتي موسسه-کوېټه، ۱۳۸۸ ل.
ګارډر، جوسټین: د سوفي نړۍ، ژباړه: شفیق امیرزی او وږمه وردګ، اکسوس کتابپلورنځی، ۱۳۹۶ ل.
ډورانټ، ویل: تاریخ تمدن بشر، ژباړه: ایراني لیکوال (؟).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب