جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودداسې لږ څه له ګرامر څخه | ماخان مېږی شینواری

داسې لږ څه له ګرامر څخه | ماخان مېږی شینواری

سریزه:

له هرڅه لومړۍ مشوره:  که هرڅوک یا ښه یې هر پښتون غواړي څه زده کړي اوڅه ورزده کړي، که دا پښتو ژبه هم وي، باید د یوې وتلې دباندنۍ ژبې څخه د همدې موخو له پاره ګټه واخلي، یعنې یوه د وتلو ژیوڅخه باید ښه زده کړي.

په پوهنه اوپوهنیزوڅه لیکلو کې زما د مرستې ژبه الماني ده او داسې لږ انګرېزي، دا هم د الماني په مټه، دا په دې مانا چې د لیکلو له پاره مې وتونژبه ( ترې ژباړې ژبه)  الماني اوموخه-ژبه(پرې ژباړې ژبه) پښتوده. دا هم بایدووایم، چې د الماني ګرامرد پښتو د ګرامرسره لږ سرلګوي او په ډېرڅه کې سره ورته-والی لري. 

ژبه مو له جنجاله ډکه ده، ځګه چې نوې د پوهنې سره بلدیږي، نو هراړخیزې ستونځې د بیلا بیلو مسلکي کسانو (په) منځ کې را منځ ته کوي. زموږ ژبې یواځې په ادبیاتو کې دا سې دلیدلو وده کړې، هغه هم د یوڅه په لبکلو کې، خو د ژبې لیکندود اولیکنډول سره هلته هم ستونځې شته. په نورو  بیلابیلو مسلکونوکې لا همداسې ده چې ده.

یوه د مخه یادونه: یو څه چې  له بلې ژبې پښتو ته را اوړې یا د پښتود سمون له پاره یې بیلګې راوړو، دا په دې مانا نه ده، چې دا د بلې ژبې انډول دې زموږد ژبې یانې پښتو له پاره باورونه لري.

 دا به نوره هم ښه داسې ووایو، چې له نوروژبو څخه په ګټه اخستنه پښتو غنې کوو( هراړخیزه) اود نوروژبو د ویونو(لغاتو) له پاره دپښتو انډول ځان ته جوتوو.

ګوره داسې نه وایم، چې وی ورته پیداکوو، چې دا کارناسم هم دۍ، یعنې وی نه پیداکوو،   د دوي انډول پیدا کوو.

دا چې زموږژبه دودې لرې پاتې شوې، نود ژبپوهنیزو ستونځو د هوارولو یا ستونځوبیو له پاره بیا د نورو پر مختللوژبوڅخه مرسته رانیولی شو یا اړین یو چې له نورو ژبو مرسته راونیسو.

ایا د پ له پاره د نوروژبو څخه ګټه اخستل کیدی شي؟

هرومرو. ګورو، چې په هره ژبه کې د بلې ژبې انډول پ شته کیدی شي، چې په یوه ژبه کې زیات وي، خوبیا د هغوزیاتو څو له پاره په بله ژبه کې یوپ شتون ولري، لکه د الماني aus;ab ; von،…    له پاره په پښتو کې یو پ شتون لرې اوهغه ،،له… څخه،، دۍ، خو دا کومه ستونځه نه ده.

یادونه: باوروکړۍ، چې دا ټول کارما د ،، تر ،، په خپلوپولوکې د رابندولو له امله وکه، چې یواځې او یواځې  ډ مهال،ځای او …پاي په ګوته کولوله پاره راځي اونوریې هر ځای کې راوړل ناسم دي اود ژبې د ټولولاروسره مخامخ. 

یو څه له ګرامر څخه:

زه له پوره ډېر وخت څخه دپښتو ژبې سره او د همدې له پاره د الماني ژبې سره سر اوکارلرم. دا خو لا د مخه هم جوته وه، چې ژبه په خټه کې پوره پیچلې اوستونځمنه ده، دژبپوهنې له مخې. 

زه د ژبپوهنې سره اوژبلارپوهنې سره داسې ډېر سر او کارنه لرم،خوزما د ګرانو لیکوالانو ناسمې لیکنې ته را پام شوی اود هغو له امله داسې لږ څه د ګرامرسره هم باید ګیر وم، چې پوره ستونځمن کاردۍ.

اوس ګورم، چې ژبه پوره ګرانه ده او په ژبلارو پوهیدل هم پوره د ستونځو مل دۍ اوپوره پام غواړي.

دې ته تل ګوته نیسم، چې دا دژبې زده کړي، چې غواړي په پښتوښه وپوهیږي، نویوه دباندنۍ ژبه یې باید ښه زده وي، پرته له دې په پښتو او ژبلارو سم نه شي پوهیدلی.

Konjunktion (Wortart)
کونیونکڅیون (لاتین: تړونی) ویډول

کونیونکڅیون، تړونوی، یونکڅیون په ګرامرکې یو ویډول دۍ، چې د ویونو، غونډلې برخو، یا غونډلو منځ کې سینتکتیکي(syntaktische په نخښو ؟؟؟؟) تړنې منځ ته راولي او هممهال سم اندیزې یا ګرامري اړیکې د تړلو توکو منځ کې افاده کوي. د پرېپوزېڅیونونوسره یوځای، چې ژبنیزې ورنږدې موخې پوره کوي کیدی شي کونیونکڅیونونه د اړیکویونه Relatoren په څیر رایوځای کیږي. 
زه یې په دې پیل کې درې بیلګې راوړم، چې دوه یې د شمیرپوهنې بنسټ تړوني دي.
دا باید په نخښه کړم، چې دا په شمیرپوهنه کېویناوېسره تړي، دا زما د شمیرپوهنې سم اند کتاب کې بیا ښه روښانه شوياواړونده لیکنې یې هم شته.
لومړی: 
یا
کابل ته ځم  یا کندهار ته خم.یا

 .کابل یا کندهار ته ځم
دویم:
او 
زه جلال اباد ته ځم، او کابل ته ځم.

جلالاباد او کابل ته ځم

یادونه: دا دوه تړنویونه ،، او ،، او،، یا ،، د شمیرپوهنې سم اند نستیز تړنویونه دي .
دریم:
تر 
ټول کسان ناست وو، ترڅو ټول میلمانه کټونو (خوبځایونو) ته لاړل یا

ټول کسان ناست وو، ترڅو ټول میلمانه کورونو ته لاړ شي.

ګورو، چې ،،تر،، تړونوی دۍ او پرته له دې پرېپوزېشن هم دي.
که ،،تر،، یوه بله ګراماتیکي دنده سرته رسولی، نوما به دلته راوړې وی، خوباید وهڅیږو، چې ،،تر ،،د نورو اړیکویونودنده په غاړه وانه خلي
ځنې لیکوال اوپښتو پوهان یې د پرتلې له پاره هم کاروي، خودا ناسم دۍ. بله لیکنه کې به دا راوړل شي.

 اړیکویونهPrepositions  

مختړي(؟) نسبتي ویونه یا (و) ته ویونه

د پرېپوزیشن لاندې چې څه د پوهیدلودي

 مخ ځاینیوي اوپسې ځاینیوي

یاودنه: پرېپوزېشن – لکه د نوم څخه یې چې روښانه ده- مخځاینیوي ته وایي،چې په زیاتوهندو و اروپایي ژبوکې همداسې ده،خوپه پښتوکې دا د مځځاینیوي سره غبرګ یې ډېر پیسیځاینیوي دي.زه دا له دېامله مخځانیوي اوپسې ځاینیوي بولم یا مختاړي اووروستاړي.

هغه ویونه، چې نور  ویونه یو د بل سره اړیکوکې  راولي اویو ټاکلی( ځایز، وختیز اوداسې نور، بې له بدلون) نسبت ورکوي، نسبتوي د بیلګې په توګه په، باندې، ورسره، له پاره،، له امله، ته. 

پرېپوزیڅیون( له لاتین څخه، چې ما له الماني رانیولې، مخ ته ځای نیوی یا همغه مختړی او یا نسبتي وی او یا و.. ته) د ښوونځي ګرامر کې اړیک وی یا  مخ ته او پسې وی هم بلل کیږي اوګرامري ادبیاتو کې ځای ویونه یا حالت زیاتوونې برخې بلل کیږي د ویونو ډولونه دي، چې یو بند – یا تړلی ټولګی جوړوي چې منځ پانګ ویونو او ګرامري ویونو په نخښه- ونو ته ورننوتي.

یادونه: دا د نوروژبواغیزدۍ، چې د پ څخه غږیږم،زموږ پښتوژبه کې دا مخ ته ځای نیوي په خټه کې پسې یا وروسته ځای نیوي دي.

نور زیات یې د غزولو توان نه لرم.

دا لاندې یو پوره لیکنه چې ګرانولوستونکوته وړاندې کوم، زماډېره ښه راغله.

یادونه ۲ : پ په ځنو ژبوکې زیات او په نوروکې بیا د څو پ له پاره یو پ په موخه ژبه کې شته وي، خوانډول سره لري، یعنې په ژباړه یا د بلې ژبې څخه په ګټه اخستنه کې ستونځې نه پیښیږي.

که څوک دا له انګلیسي پښتو کړي کیدی شي څه بدلون په کې راشي، خو موخه همهغه ده. 

د یوه پښتون او نه ژبپوه له پاره او هم د ژبپوه له پاره فکر کوم دا یوډېر اړخیزه اوپیچلې د خبرو موضوع ده، خو زه به وهڅیږم، چې هغه اړیین څه له تاسوشره شریک کړم یا هغه څه چې ماته اړیین برېښي اود توانه مې پوره دي.

ادپوزېشن؛

ادپوزېښن ( یوځایکونکی) یوه ګرامري کلمه ده، چې د ویونو یوټولګی سره رایوځای کوي، چې غوره  نماینده یې پرېپوزېشن دۍ، دا په دې مانا چې ویونه، کوم چې په تیپیکي توګه نه بدلیدونکي (تغیر نه خوړونکي) دي،  یو کازوس په پوره یوه پوره کیدونکی ورکوي اویوه ډېره شماتیکي، زیات وخت یواځې یوه ګراماتیکي غوره والی لري. داسې ویونه د خپلې پوره کیدنې د  مخ ته اویا پسې راځي، یعنې په را تنګه موخه پرېپوزېشنونه اویا پوستپوزېشنونه کیدی شي یعنې اړیکویونه.

دا د خبرو څهنور نه څیړو، دا یواوږد د خبرو ډګر دۍ، چې پهانرګرېزيکېورسره امبيپوزېښن، اینپوزېشن،انپوزېښن اونور همشته، چې دا دېد ځوانو ژبپوهانودنده وي، چېڅهورسره کوي. 

دا د ادپوزېشن کلمه له دې امله وکارولشوه، چې د دې بیلابیلوحالتونوله پاره یوه راټوله شوې یا یوځای شوې مخښه ونه لرو، سره له دې د پرېپوزېشن کلمه په یوه ډو ل ټولیزه شوې، چې دا هم  اړونده ویونه په نوروځایونوکې هم سره خوندې لري.

مرسته: دا د نوروژبواغیزدۍ، چې د پ څخه غږیږم. زموږ پښتوژبه کې دا په خټه کې مخځاینیوي prepositon ( سربل)، پسې – یا وروسته ځای نیوي postposition (اوستربل) او ګرد – یا چاپیرځاینیوي(؟) circumposition دي. موږ په پښتو ادبیاتو کې ګومان مې دۍ،چې دا چاپیرځاینیوی یا غیږ کې نیوی اړیکوی تر اوسه پورې له پامه غورځولی وي او یا نه لرو، خو غوربه پرې وکړو.
بیلګې یې: مخځاینیوي: په اته بجو راځم
پسې ځاینیوي: کور ته ځم.
چاپیرځاینیوی: ،،،تر…پورې،،، ،، په .. کې،،، ،،پر… باندې،، اونور دي،خودا بایدیوځل سم د څیړنې لاندې ونیولشي. 
یادونه: په غیږکې نیوي یا چاپیرځاینیوي کې ستونځه چیرته ده؟

موږ لرو:

۱ – پر میز.  ۲ – میزباندې. ۳ – پر میز باندې.

او همداسې:

۱ – په کور.  ۲ ـ کور کې. ۳ – په کورکې.

که پر میز باندې او په کورکې کې سم وي یا دا وي( سم خودرېواړه دي)، نو دابیا چاپیر – یا غیږکې نیوی دۍ.

د سموژبپوهانو دنده ده او نا دا مرستندوي پهژبه پوهودونده.

زه ـ په خواشینۍ باید ووایم- تراوسه نه پوهیدم، چې دا د پ لمن به دومره غزېدلې  وي، زما پرابلم یواځې دا ،، تر،، وو، چې ټولواک او زورواک شوی، خو دا لیکنه راته ښه وبرېښیده اودا دۍ ستاسومخ ته یې ږدم.

یو مورفیم (،، جوړښت، بڼه،،  ) څه شی دۍ؟

د دې له پاره باید وپوهیږو، چې سیلاب یا سیلبې څه شی دۍ؟

پيژند: سیلبېSil•be 
د یوه وي په دننه کې د یوه یا ډېرو غږونوجوړشوی کوچنی یوون یا یووالی دۍ یا کوچني یوون یا یووالي ته سیلبې وایي.
یادونه: زموږپه ادبیاتوکې ورته سیلاب وایي. دا له دې امله، چې موږ دا له درې را اخستی اوپه درې ژبه کې سیلبې نه شي ویل کیدی.

پیژند: مورفیم څه شی دۍ؟

مورفیمونه د اوازونویا تورو کوچني ټولګي دي، چې دوي یو خپله مانا یا غوره والی ولري.

بیلګه: ،، لوي ،،  وی یو مورفیم دۍ. دا د بیلګې په توګه په ،، لویوالي ،، ، ،،لویان،، کې کارولکیږي.
،، – والی،، هم یومورفیم دۍ. دا په دې مانا، چې یو شی داسې دۍ، لکه دا وی، په کوم پورې چې دی تړلکیږي. دا د بیلګې په توګه په ،، لویوالي،، ، ،،ښکلیوالي،، ، ،، لټوالي،، کې کارولکیږي.
همداسې ،، –ان،، یو مورفیم دۍ.دا د نورو په څنګ کې کارول کیږي، چې وښایي، چې یو څه زیات په بر کې نیسي، د بیلګې په توګه ،،لویان،، ، ،،چرګان،،.
زیات ویونه له ډېرو مورفیمونو جوړ دي، که سړی مورفیمونه وپیژني، نو سړی کړی شي د وی په مانا ساده وپوهیږي.
مورفیمونه اوژبسیلبې زیات وخت همغه یا یو شی دي، مګرتل نه. ،، ژوند،، له ،،ژوندکولو،، ، او ،، مګر،، هم مورفیمونه دي. مګر سړی وایي،، ژوند-کول،، او ،،م- ګر،،.
یا
مورفیم
مورفیم خورا کوچنی اواز- یا غږیوون یا غږیووالی دۍ، کوم چې په بیلابیلو ژبنیز اړوندوالي سره همغه مانا لري. 
سړی د خپلواک او تړلي یا بلواک مورفیمونوپه منځ کې توپیروي، چې دا یواځې( فقط) د ویونوپه دننه کې رامڼخ ته کیږي.
که الماني ژبې ته پام وکړو، نو په هغې کې درېزره لیکسیکي مورفیمونه، ۱۶ بیلابیل ګرامري مورفیمونه او۱۰۰ویجوړونکي مورفیمونه شته.
نااړوند یا خپلواک مورفیمونه :
لکه: میز، ټوکه، سر 
تړلي یا بلواک مورفیمونه : لکه
کب- ګی ، بنسټ + کوچنیونه یا کوچنیکونه 
لویان، بنسټ + زیاتوالیپای 
که تاسوپه نورو ژبو کې دا کورۍ، ډېرې لیکنې پرې شوي اوهر چا د خپلې خوښې سره پیژندونه ورکړي، خوموخه – چې خورا واړه ژبیونونه دۍ – همغه ده. 
،،مورفیم،، له فرانسوي راځي”morphème” ، له یوناني “morphe” – له پښتو ،، جوړښت، بڼه،،

یو وی کیدی شي ټوټه کیدونکی وي او له دې امله د ډېرو مورفیمونو جوړوي، خو یو نه ټوټه کیدونکی وی سملاسي یواځې یو مورفیم انځوروي.

ما پهپورته کېیا د پرېپوزېشن خبروکې ،، له … څخه،، ، ډ …. سره،، د پ پهتوګه راوړي،خوهلته ،، له،، او ،، د،، مورفیمونه دي، ،، څخه،، او ،، سره،، پوستپوزېشنونه دي.

Relatoren اړیکویونه: 

 په ژبپوهنه (Linguistik) کې د Relatoren اړیکویونو لاندې یو نسبت ورکونکی ویډول کونیونکڅیون او پرېپوزېڅیون رایوځای شوې دي. کونیونکوڅیونونه تړنویونه دي   لکه او ځکه چې او سره له دې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب