Home+د ننګرهار په رودات کې پر ۳۶ ښځینه کروندګرو د شنوخونو اړونده...

د ننګرهار په رودات کې پر ۳۶ ښځینه کروندګرو د شنوخونو اړونده توکي ووېشل شول

راپور: راحت زيارمل

۲۸ جولای ۲۰۱۹

تاند (يکشنبه، ۶ اسد ۱۳۹۸) د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې پر ۳۶ښځینه بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي وېشلي دي.

د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وايي؛ د شنوخونو اړوند دغه وېشل شوي ۱۳ ډوله توکي، چې د کرنې ریاست له خوا پر دغو مېرمنو وېشل شوي دي په کې «دواپاش، کراچۍ، بېلچه، رمبی، قیچي، اوبه پاش، دست کشې، د تخم شیندلو پتنوسونه او داسې نور اړین توکي» شامل دي.

په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د روداتو ولسوال سیدعلي اکبر سادات له بزګرانو سره د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ددغو توکو په وېشلو سره به د کرنې په برخه کې د برخمن شویو ښځینه بزګرانو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د ننګرهار د کرنې رییس وایي له دغو توکو څخه برخمنې شويو ښځينه بزګروته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.

له یادو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د شنو خونو دودول د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...