لنډه کیسه زما په اند روایتي نثر دی چې تر ډیره د لیکوال ذهني تخلیق دی که څه هم کله د کیسې پلاټ کیدای شي د یوې رښتنی نه الهام اخیستی وي. لنډه کیسه کې د کیسې ټول توکي ، پلاټ ، پیښی او کرکترونه لري خو معمولا کرکترونه یې محدود دي. پیښې یې هم پیچلې او ډیرې نه دي او لیکوال د پیښو او کړکیچونو کانفلکتونو پر ځای هڅه کوي چې د کیسې د فضا، بیان، انځورونو ترمنځ یووالی او ګډ اغیز ایجاد کړی.
اجمل پسرلی َ لنډی کیسی لیکی. کیسې یې لنډې دي ، کله دومره لڼدې چې لوستونکی تږی یا واسوخت پاتې شي خو ټولې کیسې یې زما په اند بشپړې لنډې کیسې دي . کرکتر لري – اکثرا معمولي او د ورځنی ژوند انځوروونکی، پیښه لري، پیل، د پیښې وده او پای او پلاټ هم لري. پلاټ بیلابیل ماناوې او تعریفونه لري خو زه یې د پيښو د دلیل پوښتنه او ځواب بولم. ولې ځانګړې پیښه په کیسه کې پیښږي؟
د اجمل په کیسو کې یا لږ تر لږه په ډیرو کې د پيښی ، کرکتر، بیان یا روایت او فضا (مکان، زمان ، ماحول ) تر منځ یووالی شته. د کرکتر ژبه ، د ژوند حالت او انځور (کالی، عادات، فکر او عقیده) او پیښه ټول یا کلیوال دي یا ښاري او یا که دواړه دي تضاد یی په نښه شوی او بیان شوی دی.
د عینکی کیسه ډیرې خبرې لري . د یوه نوول خبرې خو د لنډې کیسې د بڼې د ساتلو سره.
درې ژوندي کرکترونه لري او پلات د یو کرکتر -بوډا د زوی د مړینې پپیښه ده. پلات د افغانستا ن د نا امنۍ او جنګونو او بیګناه او غریبو خلکو د وژنې او د هغوی د بې وسۍ کیسه ده. پیښه د یو بیګناه لارونکی ناڅاپی مرګ دی چې په یوه بیابان کې لګیږي او مړی یې هم خپل کور او کورنۍ ته نه رسیږي.
که اجمل غوښته چې نوول ولیکي نو دا څپرکی به پکې وی : د بوډا د زوی د کرکتر وده او انځور: ژوند یې، ماشومتوب او ځواني یې. څنګه یې واده کړی ؟ په خپلې خوښې یا د کورنۍ په خوښه ؟ میرمن یې څنکه یو کرکتر و؟ د پلار سره یې رابطه څنکه وه؟ او نور. د بوډا د کرکتر وده او ژوند یې.
د وطن د ناامنۍ او جنګونو کیسې او پیښې. څنګه او ولې په روښانه ورځ فیر کیږي.
د پیښې د ورځې کیسه. راوي او د بوډا زوی په هغه ورځ څه کول او بیابان چیرته و؟
او نور،
خو په دې لنډه کیسه کې اجمل دا ټولې خبرې د راوي او بوډا ترمنځ د یوې لنډې محاورې سره په څو جملو کې بیانوي:
لوستونکی پوهیږي چې په وطن کې ناامني ده، بیګناه خلک وژل کیږي او کورنۍ یې نه د پوښتني وس لري او نه ان د خپل مړي د ښخولو؛ کشکي مې مړی خاورو ته ټیټ کړای وای ؛ د بې وسۍ ارمان دی.
میلمه ته چای او ګوړه، د ګلیم فرش د بوډا د ژوند اقتصادي حالت بیانوي.
د مچ الوتل د پیالې د ټړنګ سره سم، د کلیوالي فضا دقیق انځور دی.
بوډا عینکې چې د زوی یواځنی یادګار دی پر قرانشریف باندې ږدي او په دې توګه د زوی ژوند او مړینه خپلې عقیدې ته سپاري بې له دې چې د عامل پوښتنه یې وکړي.
د اجمل په دې کیسه کې هیڅ اضافي یا بې مقصده خبره نشته. د ښار یا کلي پر ځای ، د کرکتر لګیدل په بیابان کې، د بیابان سمبولیکې ماناوې لري. د خدای بیابان دی هیڅ سر او پای یې نه دی مالوم. د هیڅ شي او چا پوشتنه پکې نه کیږي.
کرکتر چې لګیږي خپلې عینکې د سترګو نه لاندې کوي. همدا عینکې یې پلار ته یادګار دي. ولې عینکې ولې څادر نه؟ ولې عینکي ماتې دي؟ د ښې کیسې یو ځانګړتیا همدا ده چې لوستونکی فکرکولوته وهڅوي. عینکې د سترګو لید او د عقیدې مانا هم لري. کیدای شي د لیکوال مقصد د عینکو نه نورې ماناوې هم اوسي.
د بوډا لمسی په کیسه کې د نوي نسل انځور دی. او په اخر کې چیغه یې د پلار د بې انصافه وژنې او د اوسني ژوند په وړاندې د اعتراض چیغه ده چې ځوان نسل یې باید ولري.
نور توري او کلمې هم شته چې سمبولیکې ماناوې لرلای شي او لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي. ولې ناشکنه پیاله؟
ایا د لیکوال مقصد یواځی د میلمه لرلو د کلتور او معمول رواج ترسیمول دي که د ناشکن سره بل څه هم بیانوی؟
ولې چیني پیاله نه؟
ولې په بیابان کې ډبره شته؟
دا ټولې خبرې په دې چې لنډه کیسه هم پلات، پیښی او کرکتر لرې خو روایت یې لنډ دی او د پیښو او کرکترونو د کړکیچنو او جزییاتو سپړل او بیان پکې نه ځاییږي. لنډه کیسه زما په اند لنډ نوول دی. د پلات او پيښو او کرکترونو خلاصه نه د یو نوول یا اوږدې کیسې پریکړل شوې برخه.
د اجمل پسرلی دې کور ودان چې زه یې د افغانستان حالات ، د خلکو ژوند، د کلی فضا او د خلکو او پښتو ژبې د ادبي بیان فکرونو کې ډوبه کړم.