د لاس شا مې تکه شنه شوې وه. د پيچکارۍ د (کنول) ځای ته له پورته سیرم څک څک څڅیدل. په کوټه کې ورو ورو پسڼی و، په خبرو یې نه پوهیدم:
«څوک به وي؟»
د کړکۍ پر سر د راځوړندې سپینې پردې شا رڼه ښکاریده:
«څو بجې به وي؟»
« په اړخ به شم چې څوک راغلي»
« دا سیرم خطا نه شي»
« د ادرارو پایپ کومې خواته ځوړند و؟»
« لږ صبر دوی به خپله دې خوا راواوړي»
« په اړخ شوم»
څوک نه و. په تشناب کې ټک ټک شو. لکه چې نرسه وه، نه مور مې وه. راغله، راته ودریده، زما پر تندي یې لاس کیښود:
– شکر اوس ښه یې؟ مازدیګر داسې دروند ویده وې، سترګې دې روښانه میوند راغلی تر ماښامه دلته راسره ناست و بیا ما کور ته ولیږو ما ویل ستړی دی د الوتکې سفر خو هم اسانه نه دی
– څوک؟
– دا زموږ میوند له لندنه راغلی
– غږ به دې کړی و
نوکانو ته یې وکتل:
– شکر په رنګ داسې ښه و، زړه مې بیدار شو، ته خو داسې ډوب ویده وې
مور د کوټې په کونج کې لمانځه ته ودریده. ما له کړکۍ بهر تیارې ته کتل:
«حتما ډير ناروغ یم چې زوی مې راغلی؟!»
«ادې خو وایي چې ښه شوی یې؟!»
نرسه راغله د سیروم په کڅوړه کې یې پیچکارۍ تیرې کړې.
«دا لمونځ یې خلاص شي پوښتنه به ترې وکړم چې میوند څرنګه راغلی»
سترګې مې رڼې کړې د سپینې پردې له شا رڼا رالویدلې وه. د کوټې څراغ مړ و. ادې مې سر ته ولاړه وه، په ټیټ غږ یې راته وویل:
– زویه ښه یې
– میوند
هغه لږ مخکې راغلی و ته ویده وې. زما سترګې سره ولاړې. لکه د سپینې پردې تر شا چې پنډ خلک شاوخوا زما سر ته ولاړ وي.
۱۹-۲-۲۰۲۰
پای