جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهکډوال/ عابده سپوږمۍ

کډوال/ عابده سپوږمۍ

د دروازې له ښیښې مې ورته وکتل. په ځان وچ خو په عمر تنکی ځوان د سړک له هغې غاړې راروان و. سره او سپینه پيک داره خولۍ یې پر سر وه. د دوکان دروازه یې خلاصه کړه. خپل وار ته ودرید. خړې شړیدلې کرمچې یې په پښو وې. کله به یې سر ګراوه، کله یې پیښه پرځمکه وهله راوهله. کله به یې بیا د لاسونو پترکي په ګوتو توږل.

یوکس وروسته یې وار و، جیب ته یې لاس کړ. د یورو بنډل یې راوویست، ښه یې وروکتل د خپل بل لاس پر ورغوي یې څو ځلې ټپ ورکړ، پيسې ډيرې نوې وې غږ یې خوند ورکاوه، بیا یې د پیسو بنډل ته څو ځلې ټپ ورکړ او ویې شمیرلې.

وار یې راوروسید. روپۍ یې بیا وشمیرلې. ویې ویل:

-پوره زر یورو دي کابل ته یې لیږم

ادرس او نوم یې ولیکل. قلم یې ورواخیست پر سپینو پاڼو یې لاسلیک وکړ. لاسونه یې جیب ته کړل، له دوکانه ووت.

د سړک د هغې غاړې ډونر کباب دوکان ته ورغی یو کباب یې واخیست، کباب یې درې یورو ورکاوه، دوه نیمې روپۍ یې د جمپر په ښي خوا جیب کې وې. د پتلون جیب ته یې لاس کړ واړه سنټونه یې راوویستل مسک شو یو یو یې شمیره خو پنځوس سنټه پوره نه شول.

کباب یې بیرته ورکړ. سنټونه یې جیب ته واچول. سپږمې یې څو ځله کش کړې، کش کړې… روان شو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک شو.

پای

2 COMMENTS

  1. سلامونه سپوږمی،
    کالونه کالونه مخکی کله چه زه کډوال شوم،نو د روژه میاشت کی می د روژه ماتی لپارمی یو قوطی ماستی راواخیستی،کله چه د پیسو ورکولو ځای ته راغلم ،ماتی پیسی می له جیب څخه راوایستی کمی شوی ،د ماستی قوطی می بیرته کیښودلو لپاره وړ .چه یوه ترکی ښځه پیسی ورکړی او ولاړه،
    کله چه وتلم دوکاندار راته وویل چه د ماستی قوطی درسره واخله ،
    ما د اخیستلو اکار وکړ خو دوکاندار راته وویل چه یوی پیرودونکی ترکی ښځه پیسی راکړی چه فعلا دوکان کی نشته،
    نو کډوال په رښتیا چه له خپلی خیټی څخه یی سپموی او خپل فامیل ته یی لیږی،
    الله ج د یوه سوله راوالی.چه ټول په قرار شو

  2. افغان او مسلمان واقعاً د ښکلی فرهنګ خاوند دی.
    په خارج کی کار کوی او زحمت باسی او د غمی جان خبره اکثراً روپۍله ځان څخه سپموی او کورنۍ ته ئې ور لیږی.
    که څه هم پر موږ باندی نننئ تورتم یو تاریخی – رقابتی جبر دی خو که ټول افغانان د مجبوریتونو له مخی مهاجر سوی نه وای او فرضاً تورو سیاسی څپو نه وای ځپلی نو بیا به مو هم له اقتصادی نظره حالت تر نن ورځی سم نه وای ځکه نفوس ورځ تر بلی ډیریدی خو د کار روزګار درک به نه وای ( د آرامی او امنیت سره سره ) امّا مهاجرت د تریخوالی سره سره دا حُسن او ښه والی لری چی په غرب کی اوسیدونکی مهاجر د خپلی هغی کورنی سره د مادی مرستی توان لری کوم چی په وطن کی اوسی ضمناً مهاجر د خپل لوړ ایمان او وجدان په سیوری کی ځان ته دا تسکین هم ورکوی چی مثلاً شکر دی چی یو نژدی دوست لرم چی مرسته ور سره کوم چی البته مادی مرسته ئې هم ددی نعمت د شکران ښکارندوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب