یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهسعودي د افغانستان د سولې د روانې پروسې ملاتړ کوي

سعودي د افغانستان د سولې د روانې پروسې ملاتړ کوي

تاند(سې شنبه، د میزان۱) سعودي عربستان پرون (دوشنبه) وویل، د افغانستان د سولې د روانې پروسې ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد حکومت دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان حکومت او طالبانو په وروستیو ورځو کې مخامخ خبرې پیل کړې.

دا خبرې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي دي.

د افغانستان د سولې له خبرو د سعودي عربستان ملاتړ له دې نظره هم مهم دی چې دا خبرې په قطر کې روانې دي چې سعودي عربستان ورسره ښې اړیکې نه لري.

سعودي عربستان وايي، د هر هغه څه ملاتړ کوي چې په پایله کې یې په افغانستان کې جنګ درېږي او سوله راځي.

د سعودي عربستان د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي:«سعودي له افغانستان او افغانانو سره د دوی د ټولو هیلو او ارزوګانو په پوره کېدو کې ملګری دی.»

له قطر څخه د تاند د راپور له مخې، د افغانستان د سولې دواړه خواوې لا هم د طرزالعمل او اجنډا په بشپړولو کې نهايي موافقې ته نه دي رسېدلي.

خو سرچینې وايي چې دواړه خواوې پر وړو مسلو اختلاف لري او هره شېبه یې امکان شته چې یوه درېمګړې لار ورته ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب