Homeخبرونهامریکا پر ایران تازه بندیزونه ولګول

امریکا پر ایران تازه بندیزونه ولګول

تاند(سه شنبه، د میزان ۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پر ایران به د: ملګرو ملتونو بندیزونه هم بېرته راوګرځوي.

مایک پمپیو وايي ایران هڅه کوي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ولري او نړیوالو ته په کار ده چې دې مسئلې ته متوجه شي.

هغه ایران په سیمه کې یو ترهګر هېواد یاد کړی دی او پر وړاندې درېدل یې د امریکا مسوولیت منلی دی.

په ورته وخت کې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم ویلي چې ایران غواړي د وسلو په صادروونکي هېواد بدل شي او د سیمې ترهګرو ډلو ته وسلې او پیسې ورکړي.

امریکا د ایران پر دفاع وزارت او هغو کمپنیو بندیزونه وضع کړي چې د ایران له ټومي او د توغندیو جوړولو له پروګرام سره همکاري یا اړیکې لري.

هیره دې نه وي چې د امریکا لومړی ځل نه دی چې پر ایران بندیزونه وضع کوي بلکې له دې وړاندې په ځلونو یې پر ایران سخت بندیزونه وضع کړي وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...