پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهغني: د دې وخت دی چې يو بل ومنو او د يو...

غني: د دې وخت دی چې يو بل ومنو او د يو موټي افغانستان لپاره کار وکړو

تاند(سه شنبه، د میزان ۱) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دې وخت دی چې ټول افغانان يو بل ومني او د يو موټي افغانستان لپاره کار وکړي.

نوموړي تېر مازديګر د سولې ورځې په تړاو په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وويل:

نن باید موږ یو بل ومنو او په ګډه د متحد او واحد افغانستان لپاره هڅه وکړو.

ولسمشر غني يو ځل بيا په طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي او ټينګار يې وکړ چې د سولې خبرو کې بايد لاسوهنه ونه شي او د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته وخت ورکړل شي چې په پياوړې ارادې سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازيتوب وکړي.

هغه وویل د سولې مشورتي لویې جرګې د سولې نقشه وټاکله او د افغانستان د ولس عظمت یې وښوده چې دا ملت سوله غواړي او د سولې بیه ورکوي.

ولسمشر غني وویل:

زموږ ملي بحث راتلونکي ته ګوري او هر ځل چې ولایتونو ته سفر کوم، په خلکو کې د راتلونکي په اړه فکر کول او باورمندي، پر ځان تکیه، اتفاق او یووالی، مساوات او ښځو ته د زیات رول ورکولو، حس وینم.

هغه زیاته کړه، د افغانستان راتلونکی باید قانون محوره وي، اساسي قانون د کاغذ پاڼه نه، بلکې هغه ارزښتونه دي چې باید عملي شي.

د نوموړي په خبره، جمهوریت باید اراده، عزت او خپل ارزښت په عمل کې تثبیت کړي.

ولسمشر غني زياته کړه:

د یو بل منلو او یوې سالمې موخې ته د رسېدو له پایلې پرته، سوله نشو راوستلای، سوله ګذشت غواړي او د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د نظر اختلاف پکې نشته.

د ولسمشر غني په خبره، د اقتصادي بدلون او بې وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره تلپاتې سوله اړینه ده.

نوموړي وړاندې وويل:

تلپاتې سوله او اقتصادي تحول سیاسي ثبات غواړي او سیاسي ثبات د لوبې له قواعدو او اساسي قانون پرته نشي ترسره کېدای او بالاخره یو اغېزناک او حساب ورکوونکی دولت د تلپاتې سولې او اقتصادي بدلون ضامن دی.

ولسمشر غني وویل، د جمهوریت لمن پراخه ده او په جمهوریت کې زغم دی. هغه ټینګار وکړ چې سوله د نړۍ د ټولو خلکو او تر ټولو زیات د افغانانو بشري او اساسي حق دی.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تېرې اوونۍ د شنبه په ورځ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې، خو تر دې مهاله دې خبرو په افغانستان کې د تاوتريخوالي له کمښت او د مرګ‌ژوبلې له مخنيوي سره مرسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب