پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمک‌ماسټر: د ټرمپ پرېکړې به د سپټمبر یوولسمه بیا تکرار کړي

مک‌ماسټر: د ټرمپ پرېکړې به د سپټمبر یوولسمه بیا تکرار کړي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱) د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر ویلي، د ټرمپ د تېروتنو او غلطو پرېکړو له کبله به امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار شي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر په تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ به افغانستان نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا له خطر سره مخ کړي.

نوموړی وایي، د ټرمپ د تېروتنو له امله د دې احتمال شته چې امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې خونړۍ او خطرناکه پېښه رامنځته شي.

هغه دغه راز ویلي، ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو او د سولې پروسې په پیلولو سره لویه تېروتنه وکړه.

د نوموړي په خبره، د ډېر فشار د نه موجودیت له کبله به د سولې پروسه بریا ته و نه رسېږي چې دا مسئله به نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته هم زیات خطرونه پېښ کړي.

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر تردې وړاندې هم ویلي و چې ټرمپ د طالبانو خوا نیولې ده او افغان حکومت یې پرېښی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...