تاند (سه شنبه د میزان ۱) ملګري ملتونو په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او ملکي مرګژوبلې اندښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي خو په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.
سرچینه کاږي په وروستیو څو اونیو کې جګړې خورا زیاتې شوي او د ښکیلو خواوو په نښتو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
یوناما د ملکي وګړو مرګ ژوبله یوه جدي او د اندېښنې وړ مسئله بللې او له دواړو لورو یې غوښتي چې جګړې روانې جګړې نورې کمې کړي او د سولې لپاره یوه ډاډمنه فضا رامنځته کړي، څو د سولې خبرې ادامه پیداکړي.
په افغانستان کې د ورځې په تېرېدو سره د جګړې لړۍ اوږدېږي او هره ورځ د جګړې د ښکیلو خواوو سربېره ملکي وګړو ته هم د جګړې له امله سخت مالي او ځاني زیانونه اوړي.
باید وویل شي چې د تېرو لسو ورځو راپدېخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي او هڅه کېږي، څو لومړی په افغانستان کې اوربند وشي او بیا د سرتاسري سولې راوستو ته زمینه برابره کړل شي.