یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېاقتصادلس ستر نړیوال شرکتونه| رحمت ځواکمن‎

لس ستر نړیوال شرکتونه| رحمت ځواکمن‎

د دې لیکني په لومړۍ یعنی همدې برخه کې، له سترو نړیوالو لسو شرکتونو یوازې درې په لنډه توګه معرفي شوي. البته په ترتیب سره له اخره، پر لسمه، نهمه او اتمه درجه شرکتونو خبرې شوي دي.

په راتلونکې لیکنه کې به همداسی مخ ته ولاړ شو او په پای کې به د کلنیو عایداتو پر بنسټ تر ټولو د ډیرو پیسو لرونکې لومړۍ درجی شرکت سره بلد شو.

د نړۍ له پنځه سوو غټو شرکتونو څخه مې د تر ټولو غټو لسو شرکتونو د پیژندلو څخه هدف دا دی چې د سترو اقتصادی ځواکونو د عایداتي سرچینو او شتمنیو یو ګوټ د بیلګی په توګه روښانه کړو. ځکه همدا ستر نړیوال شرکتونه دي، چې د دولتونو پر سیاسي تګلارو هم اغیزه لري. کوښښ کوي چې د خپلو فابریکو د اومه توکو د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ زیرمو ته لاس ور اوږد کړي، د خپلو صنعتي شویو او پخو توکو لپاره غټو بازارونو ته لاری ومومي او همدا ډول ارزانه کاري او بشري روزل شوی ارزانه ځواک په منګولو کې ونیسي.

Fortune مجله هر کال د نړۍ پنځه سوه غټ شرکتونه له لوی تر کوچنی د رتبی پر بنسټ راپیژني. د دې غټو شرکتونو دا درجه بندی

Th Fortune Global 500نومیږي.

رتبه یا درجه ورکول یې د نوموړیو شرکتونو د کلنی عاید له مخې ټاکل کیږي. دا زیاتره غټ نفتي شرکتونه دي چې ډیری پیسی ګټي. همدارنګه د موټرو تولیدوونکي فابریکي او شرکتونه هم ښی لاس ته راوړنی لري. نو دا دي هغه لس ستر نړیوال شرکتونه چې The Fortune Global 500

په ۲۰۱۹ کال کې معرفی کړي دي او موږ یې هم له وروستۍ یا لسمی

درجی پېلوو او د پیسو له اندازی سره یې در پیژنو

تویوتا موتور- ۱۰ Toyota Motor

(۲۷۲ ملیارده ډالره)

دا د موټر جوړلو جاپاني شرکت دی چې د کال تر لسو ملیونو موټر تولیدوي. زیاتره یې په جاپان کې جوړیږي او لومړنی ماډل یې په ۱۹۳۶ کې جوړ شوی وه.

زیاتره تویوتا موتر د امریکي په متحده ایالاتو کې پلورل کیږي.

تویوتا کرولا Toyota Corollaماډل تر ټولو زیات پلورل کیږي. په حقیقت کې دا ډول یې په نړۍ کې هر وخت او له مودو راهیسې زیات پیرودونکې لري.

نوموړی شرکت د ګاډو پر تولید سربیره روباتونه هم جوړوي او له بیو تکنولوجي سره هم بوخت دی.

تیوتا موتور شرکت هر کال یوه زیاته اندازه پیسې پر څېړنیزو او پراختیایې پروګرامونو هم لګوي. نوموړی شرکت له دری سوه څلویښت زرو زیات کارکوونکي لري. دا شرکت په دوه زره نهم کال کې د اعتبار له بحران سره مخ شو، خو د کلونو په اوږدو کې یې خپل اعتبار بیرته ترلاسه کړ.

۹- فولکس واگن Volkswagen:

(۲۷۸ ملیارده دالره)

د فولکس واگن مرکزي دفتر د جرمني په ولفسبورگ کې دی. نوموړی شرکت په ۱۹۳۷ کې رامنځ ته شوی دی. فولکس واگن کوچنی موټر، لارۍ او بسونه تولیدوي. ډیر پلورونکي ماډلونه یې فولکس واگن گلف، فولکس واگن بیتل او فولکس واگن پاسات دي. هر دری واړه مادلونه یې له مودو راهیسي د نړۍ په لسو غوره پلورونکو موټرو کې شمیرل کیږي.

۸- اکسون موبیل Exxon Mobil:

(۲۹۰ ملیارده دالره)

په ۱۹۹۹ کې اکسون او موبیل دواړه شرکتونه ( دواړه په ۱۹۱۱ کې رامنځ ته شوي) سره ګډ شول. او د تیلو یا نفتو او ګازو ګډ شرکت اکسون موبیل رامنځ ته شو. دا د نړۍ له شپږو لویو نفتي (Supermajor)

شرکتونو څخه یو دی، چې خپلواک او په دولت پوری تړلی نه دی. اکسون موبیل د تیلو د ټولو هغو ستیشنونو مور یا اصلی شرکت ګڼل کیږي چې اکسون, موبیل یا ایسو Esso نومونه لري او د نړۍ په څلویښتو هېوادونو کې موندل کیږي. نوموړی شرکت د تیلو د ورکولو او اکمالاتو ترڅنګ په وچه او سمندر کې نفت او ګاز هم راباسي. له همدی امله د نړۍ په ۱۷هېوادونو کې ۳۲ چاڼځایونه هم لري.

ددی تر څنګ نوموړی شرکت له کیمیاوي توکو سره هم سروکار لري او هر کال نیږدی ۲۵ ملیونه کیمیاوي توکي پلوري.

اوس همدومره، نور بیا

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

هالنډ، سپتمبر۲۰ ۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب