Home+د افغانستان له لارې د چین سوداګري؛ ګډې ګټې،احتمالي ننګونې او حل...

د افغانستان له لارې د چین سوداګري؛ ګډې ګټې،احتمالي ننګونې او حل لارې

لیکوال : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکې اندېښمن ځاځی

سریزه

افغانستان د نړۍ په جغرافیایي نقشه کې داسې ځای لري،چې له لرغونو زمانو د سوداګرۍ او فرهنګي کاروانونو د تېرېدو لاره وه. د بېلګې په توګه د ورېښمو لار یادولی شو ، چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د سوداګریزو کاروانونو او ګڼو تمدونونو د تبادلې لاره بلل کيږي. نن ورځ، د چین د “یو کمربند، یو لار” سترې پروژې په رڼا کې یو ځل بیا افغانستان د سیمې د اقتصادي دهلېز په توګه د پام وړ ګرځېدلی دی. د چین لپاره دا لاره د اروپا او منځنۍ آسیا په لور یوه مهمه بدیله لار بلل کیږي ،چې کولای شې د افغانستان له لارې منځې اسیا او اوروپا  ته د سوداګرۍ او صادراتو په ترسره کولو  سره له یوې خوا د صادراتو لګښتونه کم کړي او له بلې خوا د وخت سپما  وکړي. همدا راز افغانستان هم  د چین له دې سوداګرۍ لویې ګټې پورته کولی شي لکه اقتصادي پیاوړتیا، د ترانزیټي عوایدو لوړېدل او همدا راز ګڼې نورې سیاسي او ټولنيزې ګټې. په دغه لنډه لیکه کې به د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او اورپا ته د چین د سوداګرۍ له امله د چین او افغانستان ګډو ګټو ، احتمالي ننګونو او حل لارو  ته لنډه کتنه وکړو.

د افغانستان له لارې د سوداګرۍ له امله د چین ګټې

چین چې اوس مهال  د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی، او نړېوالو بازارونو ته د خپلو سوداګریزو توکو د رسولو لپاره د خوندي او لنډو لارو په لټه کې دی،د افغانستان له لارې د سوداګرۍ تر سره کول ورته  مهمې ګټې لري.چین چې اوس مهال تر ډېره د خپلو سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره پر سمندري لارو یا هم د پاکستان پر ګوادر بندر تکیه کوي او نړېوالو بازارونو ته خپل سوداګریز توکي په لوړ لګښت او د وخت په ډېر ځنډ رسوي. که چېرته همدا صادارات د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او اوروپا ته تر سره کړي،نو د سمندري لارو په پرتله به یې له یوې خوا لګښت کم وي او له بلې خوا به یې د وخت سپما کړي وي،چې  ډېر ژر به یې سوداګریز توکي نړېوالو بازراونو ته رسیږي.

 افغانستان چې د موقیعت له پلوه د “آسیا زړه” بلل کېږي. د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، لوېدیځې آسیا او ختیځې آسیا ترمنځ د اتصال نقطې حیثیت لري.افغانستان د چین د لویدیځ ایالت «شین‌جیانګ» سره د واخان د دهلېز له لارې مستقیمه پوله لري، که څه هم دغه سیمه  غرنۍ ده، خو د پراختیا لپاره یې امکانات هم شته. که چین وتوانېږي چې د افغانستان له لارې خپل صادرات اروپا او منځنۍ آسیا ته ورسوي، نو د ټرانسپورټ لګښتونه به یې کم شي، د رسېدو وخت به یې لنډ شي، او د چین د لویدیځو ایالتونو اقتصادي پرمختګ به چټک شي.ددې تر څنګ د افغانستان له لارې سوداګرۍ، ترانیزیټ او صادرات به چین ته ځینې نورې ګټې هم ولري چې په لاندې ډول دي:

د لارو تنوع: چین چې لکه وړاندې مو وویل تر ډېره د سوداګریزو توکو صادرات د سمندر له لارې یا هم د پاکستان د ګوادر بندر له لارې ترسره کوي،خو که چین د صادراتو لپاره د افغانستان لاره غوره کړي نو ګټه به یې دا وي، چې که کوم وخت د پاکستان په ګوادر بندر یا هم سمندري لارو کې ستونزې او خنډونه پیدا کیږي، نو چین به اړ نه وي چې خپل صادارات ودروي بلکې نړېوالو بازارونو ته به د خپلو سوداګریزو توکو د رسولو لپاره مناسبه،لنډه او ارزانه بدیله لار هم ولري.

د وخت او لګښت سپما: د افغانستان له لارې اورپا او بیا نړېوالو بازراونو ته د چین د سوداګریزو توکو رسېدل ډېر اسانه کوي،چې له یوې خوا به یې پر صادراتو د کرایې لګښت ډېر کم وي او له بلې خوا به یې په رسېدلو کې د وخت سپما کیږي او همدا راز د اسیا ، اورپا او په نورو نړېوالو بازارونو کې به ددغو توکو پر بیو هم مثبت اغېز وکړي.

انرژۍ او کانونو ته لاسرسی: افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیوم او نورو کانونو لویې زیرمې لري. چین د نړۍ تر ټولو ستر صنعتي اقتصادي هېواد دی چې د انرژۍ او خامو موادو لوړې اړتیاوې لري. له افغانستان سره د چین د سوداګرۍ او پانګونې له زیاتېدو  او پراختیا سره به چین په افغانستان کې شتو خامو معدني موادو ته لاسرسی پیدا کړي او په دې ډول به له یوې خوا چین د خپلو صنعتي تولیداتو لپاره د اړتیا وړ خام مواد تر لاسه کړي او له بلې خوا به افغانستان ته زمینه برابره شي،څو له خپلو مدنې زېرمو په ښه توګه ګټه پورته کړي.

د سیمه‌ییز نفوذ زیاتوالی: د افغانستان له لارې د اقتصادي دهلېز پراختیا چین ته نه یوازې اقتصادي، بلکې د سیاسي نفوذ زیاتوي زمینه هم  برابرولی شي، ځکه چې د افغانستان له لارې د چین د سوداګرۍ پېلیدل به د سیمې هېوادونو سره د چین سوداګري اسانه کړي او د سیمې هېوادونه به لا زیات لیوال شي چې له چین سره پراخه سوداګري وکړي.او په دې توګه به چین د سیمې د هېوادونو په اقتصادي توازن کې مخکښ رول ولري او د چین دا مهم رول به د چین او د سیمې هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا سبب وګرځي.

د افغانستان له لارې د چین له سوداګرۍ د افغانستان ګټې

د نړېوال اقتصاد د پرانیستې، د لویو پروژو د پراختیا او د سیمې د جغرافیایي ارزښتونو د بدلیدو په لړ کې، افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله یو ځل بیا د نړیوالو قدرتونو د پام وړ ګرځېدلی دی. په همدې لړ کې د چین د “یو کمربند، یو لار” ستره ستراتیژیکه پروژه د نړېوالو اقتصادي اړیکو او ګډو پرمختګ لپاره د پام مهم او ګټوره پروژه ده. په همدې اساس دا چې افغانستان د آسیا  په زړه کې پروت هېواد دی له منځنۍ اسیا او بیا اروپا سره  وچې لارې لري چې دغه موقیعت افغانستان د اسیا څلور لارې بدل کړی دی.په دې دلیل کولی شي د چین، منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ طبیعي دهلېز شي. د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ دا مسیر دواړو هېوادونو ته ګڼې اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکې ګټې رسولی شي. په دغو ګټو کې تر ټولو مهمې ګټې یې په لاندې ډول دی.

اقتصادي پرمختګ: افغانستان د اوږدو جګړو او بې‌ثباتۍ له امله له سترو اقتصادي زیانونو سره مخ شوی هېواد دی، د افغانستان له لارې د چین سوداګري او په دغه هېواد کې پانګونه به ددې لامل شي چې د افغانستان د ترانزیټ عواید زیات شي او په دې توګه به افغانستان ورو ورو د اقتصادي پیاوړتیا او ودې په لور ګامونه پورته کړي. همدا راز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او اورپا ته د چین سوداګري به په افغانستان کې خلکو ته، چې تر ډېره له کاري فرصتونو بې برخې دي  کاري فرصتونه زیات کړي او ور سره به د بې کارۍ کچه راټیټه شي او په دې توګه به په افغانستان کې فردي عواید لوړ  او د افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ ته به لاره هواره شي.

د زیربناوو او بنسټونو جوړونه: افغانستان مهم جغرافیایي موقعیت لري،چې د چین او نړۍ لخوا یې د سوداګریز دهلیز په توګه کارول کولی شي دغه هېواد ته هر کال په میلیاردونه ډالر ګټه ورسوي.افغانستان کولی شي د دغو عوایدو په ترلاسه کولو په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې پټلۍ او لویې لارې جوړې کړې او تر څنګ یې د سوداګریزو  توکو په ترانزیټ کې د اسانتیاوو په موخه ټرانسپورټي تاسیسات جوړ او په نړېوالو میعارونو برابر کړي.دا کار به له یوې خوا هغو هېوادونو ته چې له دې لارې سوداګري یا ترانیزيت کوي اسانتیاوې را منځ ته کړي او له بلې خوا به د افغانستان په اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرېدو مثبت اغېز ولري.

د زیربناوو پراختیا: د چین لخوا د افغانستان په لویو پروژو کې پانګونه به ددې زمینه برابره کړي چې افغانستان د بنسټیزې ودې جوګه شي. خپل سرکونه ، اورګاډي لپاره د اوسپنې پټلۍ، د بریښنا تولید او د صنعتي پارکونو جوړښت لپاره بودیجه تر لاسه کړي، چې په دې سره به د افغانستان د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د پام ګټه ورسوي.

 سیاسي توازن او نړیوال مشروعیت: دا یو روڼ حقیقت دې چې په اوسنۍ نړۍ کې ټولې سیاسي اړیکې له اقتصادي اړیکو سره تړاو لري. پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره که څه هم د نړۍ کڼو هېوادونو له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي خو بیا هم داسې انګېرنه شتون لري چې ګوندې افغانستان په انزوا کې دی. تر ډېره ددغې انزوا نه مقصد دا دی چې افغانستان له ځينو هېوادونو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې نه لري، خو له چین سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پراختیا او د افغانستان له لارې د چین د سوداګرۍ پراخېدل به افغانستان ته د اقتصادي ګټو تر څنګ دا ګټه هم ورسوي چې له نړۍ سره به یې اقتصادي اړیکي پیاوړې شي او ددغو اقتصادي اړیکو پر بنسټ به یې سیاسي اړیکې هم  پراخې شي، او په دې توګه به  افغانستان نړیوال مشروعیت تر لاسه  او د سیمې په معادلاتو کې به ورته د مهم رول زمینه برابره شي.

منځنۍ آسیا او اروپایې هېوادونو لپاره ددغې سوداګرۍ ګټې

منځنۍ آسیا د چین د انرژۍ مهمه سرچینه ده، او د افغانستان له لارې اروپا سره د دې سیمې نښلېدل د سیمه‌ییز ادغام لپاره ګټور  بلل کیږي، همدا راز اورپا او نور نړېوال بازارونه بیا د چین د سوداګریزو توکو او تولیداتو لپاره تر ټولو ګټور او مهم بازارونه بلل کيږي.د افغانستان له لارې د چین سوداګري به دغو بازارونو ته د توکو د لېږد بهیر لنډ او ارزانه کړي. کله چې د چین سوداګریز توکي په لنډ وخت او لږ لګښت د اورپا بازارونو ته رسیږي نو دا ښکاره ده چې په دغو بازارونو کې د چینایي تولیداتو په قیمتونو هم مثبت اغېز کوي او پر قیمتونو دا مثبت اغېز ددې لامل کیږي چې  په نړېوالو بازارونو کې د چینایي تولیداتو تقاضا لوړه شي. په دې اساس د افغانستان له لارې د چین د سوداګریزو توکو ترانزیت نه یوازې چین او افغانستان ته ګټور تمامیږي بلکې د منځنې اسیا او اورپایې هېوادونو د وګړو او سوداګرو لپاره هم ګټوره تمامیږي او دوی کولی شي، د اړیتا وړ توکي په ښه کیفیت او کمه بیه تر لاسه کړي.

احتمالي ننګونې او حل لارې

سره له دې چې د چین او افغانستان تر منځ سوداګریزې اړیکې یا د افغانستان له لارې د چین د سوداګریزو توکو لېږد او ترانزیټ د دواړو هېوادونو لپاره ستر فرصتونه را منځ ته کوي، خو ځینې ننګونې او یا هم د افغانستان په باب د نړۍ او سیمې انګېرنې شتون لري. ددغو اندیښنو او انګېرنو لامل دا دي چې په تېرو شلو کالونو کې افغانستان یو نا امن هېواد وو. ددغه هېواد په بهرني سیاست کې توازن شتون نه درلود او نړېوالې سوداګريزې اړیکې هم د همدغه ناتوازنه بهرني سیاست له مخې پالل کېدې. په ځینو مواردو کې د سیمې یا د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په برخه کې سلیقوي برخورد کېده.امریکا په افغانستان د خپلو ملاتړو هېوادونو پرته د نړۍ یا سیمې نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان په اقتصادي پروژو کې ونډه واخلي او د امنیت یا نورو مسایلو په پلمې به یې د دوی مخه ډوب کوله خو اوس چې هېواد خپلواک دی اسلامي امارت پر متوازن اقتصاد محوره بهرني سیاست تکیه کړې دا ستونزې او ننګونې له منځه تللي خو بیا یې  ددې لپاره یادونه کوو، چې افغانستان یې د مخنوي او حل لپاره پوره جدي او لا زیاته پاملرنه وکړي. دا ننګونې په لاندې ډول دي:

امنیتي ستونزې: که څه هم پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی، خلک په ازاد او ارام ډول خپل ورځینیز کارونه تر سره کوي، د سوداګرۍ لپاره فرصتونه او اسانتیاوې را منځ ته شوي دي، خو دا هېواد له یوې اوږدې مودې را په دې خوا بې ثباته وو چې تر دې دومه هم په ځینو مواردو کې د افغانستان په تړاو نړې یا د سیمې هېوادونه اندیښنه لري، ځکه چې په هېواد کې د بهرنیو یرغلګرو د شتون پر وخت په افغانستان کې د امنیتې ګواښونو کچه ډېره لوړه وه او همدغو ګواښونو تر ډېره د لویو او وړو پروژو په وړاندې خنډونه جوړ کړي وو . خو اوس مهال چې افغانستان خپلواک دی حکومت په هېواد کې د هر ډول بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره هڅه کوي کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته د دوی د ځاني او مالي امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکولی شي. نو په دې اساس ویلی شو چې افغانستان اوس مهال د نړېوالۍ سوداګرۍ لپاره له مناست امنیت برخمن دی.

سیاسي فشارونه:  لکه څنګه  مو چې وړاندې وویل افغانستان د خپل مهم جغرافیوي موقیعت له مخې د نړۍ د پام وړ هېواد دی،نو په دې اساس ښايې د نړۍ یا سیمې ځینې هېوادونو په افغانستان کې د چین د نفوذ له زیاتېدو سره حساسیت  ولري،خو د افغانستان حکومت د خپل متوازن اقتصاد محوره بهرني سیاست په مرسته کولي شي چې دغو حساسیتونو  ته مثبت ځواب ووایي او ددغو حساسیتونو مخه ونیسي.

اداري نیمګړتیاوې: په تېر کې د افغانستان په اداري جوړښتونو کې د شفافیت او مدیریت نشتوالي یا د کمزوری ظرفیت شتون د یوې اندېښنې په توګه یادېده ، چې تر ډېره یې  د ستراتیژیکو پروژو د عملي کېدو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې وې، خو اوس مهال په هېواد کې د اداري فساد مخه نيول شوې او د لویو ستراتیژیکو پروژو عملي کېدو ته لاره هواره شوې ده، د ظرفیتونو پر پیاوړې کېدو کار شوي،چې  ثبوت لپاره یې په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د چارو پيلېدل او ددغه کانال د لومړي فاز د چارو بشپړېدل د بېلګې توګه یادولی شو.

پایله

افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د چین، منځنۍ آسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ طبیعي دهلېز دی. که دواړه هېوادونه وتوانېږي چې امنیتي، سیاسي او اداري خنډونه په ګډه مدیریت کړي، نو دا مسیر به یوازې د چین او افغانستان ترمنځ نه، بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره په  مهمه او  تاریخي پروژه بدله شي.چین ددغېلارې له پرانېستو سره د وخت او لګښت د سپما ترڅنګ د خپل نړیوال نفوذ پراخولو ته زمینه برابروي، او افغانستان د ترانزیټي عوایدو، اقتصادي پراختیا، او د نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو وړتیا او ګټه ترلاسه کوي. که څه هم ځینې ستونزې او اړتیاوې شته، خو د دواړو هېوادونو ګډې هڅې کولای شي دغه مسیر د سیمې د هوساینې او اقتصادي ادغام لپاره په یوه ستره تاریخي پروژه بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...