Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایراني چارواکی: د هرات ـ مزارشریف رېللار به ایران له منځنۍ آسیا...

ایراني چارواکی: د هرات ـ مزارشریف رېللار به ایران له منځنۍ آسیا سره ونښلوي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲ مه) د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رئیس محمود سیادت وایي، د هرات ـ مزارشریف د رېللارې د جوړولو تړون کولای شي ایران، په تېره بیا رضوي خراسان ولایت، ته د منځنۍ آسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره یوه مستقیمه او کم مصرفه لاره برابره کړي.

هغه له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دا پروژه د ایران او افغانستان د اړوندو بنسټونو په همکارۍ او د ایراني او افغان چارواکو په حضور کې لاسلیک شوې او د سیمې له مهمو بنیادي پروژو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان معدني سرچینې به د پروژې د تمویل لپاره وکارول شي

د سیادت په وینا، ټاکل شوې چې د دې پروژې د مالي تمویل یوه برخه د افغانستان له کاني سرچینو څخه برابر شي.

هغه باور څرګند کړی چې دا چاره به د پروژې مالي ثبات پیاوړی او د عملي کېدو بهیر چټک کړي، خو د خصوصي سکتور د ګډون او مالي ماډل په اړه وروستۍ پرېکړې لا نه دي شوې.

افغانستان د چین او اروپا ترمنځ مهمه نښلوونکې کړۍ

سیادت د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې ویلي چې افغانستان کولای شي د چین او اروپا د رېللارې شبکې د نښلولو لپاره یوه مهمه کړۍ شي.

د هغه په وینا، د هرات ـ مزارشریف د رېللارې بشپړېدا به د افغانستان لوېدیځ له شمالي سیمو او بیا د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ونښلوي.

د ترکمنستان پر ځای بدیله لاره

نوموړي زیاته کړې چې دا مهال ایران له منځنۍ آسیا سره تر ډېره د ترکمنستان له لارې په رېللار نښلول شوی، خو دا مسیر ځینې محدودیتونه او ستونزې لري.

د هغه په باور، د افغانستان له لارې د بدیلې لارې رامنځته کېدل به:

  • د لېږد رالېږد وخت راکم کړي؛
  • د ترانسپورټ لګښتونه کم کړي؛
  • او پر اوسنیو لارو د ایران تکیه راکمه کړي.

یوه «جیو-اقتصادي» پروژه

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رئیس ټینګار کړی چې دا پروژه یوازې یوه اقتصادي او پروژه نه ده، بلکې یوه «جیو-اقتصادي پروژه» ده چې د سیمې په کچه د ایران د سوداګریزې سیالۍ وړتیا پیاوړې کولای شي.

هغه د رضوي خراسان ولایت اهمیت ته په اشارې ویلي چې مشهد ښار او ځانګړې اقتصادي سیمې لکه سرخس او دوغارون به د دې پټلۍ له ګټو برخمنې شي او د سیمې د ترانزیتي مرکز په توګه به یې موقعیت لا پیاوړی شي.

د خصوصي سکتور د جذب اړتیا

سیادت زیاته کړې چې د خصوصي پانګوالو د جذب لپاره باید روښانه مالي میکانیزمونه رامنځته شي، د پانګې د بېرته ستنېدو تضمین ورکړل شي او د پروژې لپاره یو واضح عملي پلان وړاندې شي.

د سیمه‌ییزو ترانزیتي اړیکو د پراختیا هڅې

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران، افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي اړیکو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي.

همداراز، روسیه هم د افغانستان له لارې د یوې نوې ریللارې د جوړولو امکان ارزوي، څو د سیمې بازارونو ته یې رسېدل ممکن شي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

روسیې، ازبکستان او یو شمېر نورو هیوادونو په ترانس افغان پروژه کې ډېره لېوالتیا ښوولې ده. همداراز ایران لېواله دی چې د افغانستان له لارې له چین سره وصل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...