یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهيوه شپه د چت كيندنه | محمد اکبر کرګر

يوه شپه د چت كيندنه | محمد اکبر کرګر

 زه پوره د دوه وويشتو كلونو وم، چې خپل پور مې پرې كړ او له دې فاني دونيا څخه د ابديت په لور رهي شوم. بلې دونيا ته له ورتگ سره سم دوه درې ورځې لا نه وې تېرې چې خپل خپلوان، مور، پلار او نور اقارب زما پوښتنې ته راغلل. هغوی مې نه ليدل خو اوازونه يې راته اشنا برېښيدل. يو چا چې زوى زوی راته ويل، مالومېده چې زما مور ده. پلار مې هم هغه مهال وپېژانده چې مور مې ورته كړه: «هغه مهال چې ته له غره نه راوتولېدلې، دی د شپږو مياشتو و. همداسې بې پلاره او يتيم رالوی شو.»

داسې برېښېدله چې خپه او دلگير ولاړ و. زه نه پوهېږم چې چېرته وم، داسې ځای و لكه يوه توره سمڅه او يا يوه دښته يا يو لوى ځنگل، خو زه يوازې د خپل موجوديت په باب پوهېدم، روح مې د ټولو هغو كنترول درلود، د خپل وجود او جسامت نه هم بې خبره وم.

مور مې رانېږدې شوه، د هغي د ژړا او سكېندو اواز مې اورېده، مالومېده چې پلار مې هم ورسره په څنگ كې ولاړ و. مور مې په نري رنځ له فاني دونيا نه راغلي وه. خپل كړاوونه يې هېر و، خو زما غم اخيستې وه. سم د واره يې يې په ژړا پيل وكړ. وايي: «خپله كلا، دېره، كرونده، دره او هضيره دې ولې پرېښوده. ته ولې دومره ژر راغلې. تا خو بايد خپل ژوند كړی واى. خپله كلا، دېره او هوجره دې پاللې واى. نوې دې شونډه توره شوې وه. ستا د ژوندانه او زلميتوب د ښو شپو له ليدلو خو زه محرومه شوم. تا خو به لږه دمه جوړه كړې وای.» ما مې د مور او پلار خبري اترې محسوسولې، خو له ياس او خپگان نه يې پوهېدلم، زما په روح او روان هم د خپگان لړې راپلنې شوې. د پلار څېره مې بيا هم ونه ليده خو د مور اواز مې د روان په دهلېزونو كې تاوېده. 

مور مې بيا په ژړا سر شوه بيا يې وپوښتل: «نو ته ولې دومره ژر راغلې. تا خو د ځوانۍ او زلميتوب ډېر لږ پسرلي شا ته كړي و.»

ــ د دښتې خاوري او دوړې يې پر سر باد كړې، يوه بړبوكۍ راپورته شوه، بيا مې هم د هغې څېره ونه ليده او نه مې ليدله. 

پوښتنه يې څو څو وارې تكرار كړه: «نو ته ولې دې لور او دې خوا ته راغلې، ستا خو لا ډېر وخت و. نوى زلمی شوی وې، بايد واده دې كړی واى، كورنۍ دې جوړه كړې وای او خپل پاتې شوني او نسل دې پري اېښي واى. خو په دې پرېكړه دې ځان ميراث كړ. مال او متاع دې نورو ته پرېښوده. خپله نښه او نښانه دې وركه كړه. ستا په حال او په خپل حال او ستا د پلار په حال او نامه افسوس كوم.» 

زه د هغې خبرو ته غلي او چوپ وم. هېڅ مې ورته ونه ويل، داسې مې انگېرله چې هغوی زما د راتللو د ټولو سببونو نه پوهېدله. داسې لكه چې خبر ه وه خو بيا يې هم غوښتل چې له ما يې واوري او زما له دې نوي سفر نه پوره خبره شي. ما خوله جوړوله غوښتل مې چې ورته ووايم. هر څه ورته روښانه كړم، د پلار اواز مې بيا وانه ورېد. د هغه غږ غوږ نه راتلو، خو د مور ژړا او فرياد مې د باد له څپو سره غبرگېده. د دښتې په بوټو او خځلو كې باد چنگارى كاوه. اسمان مې نه ليده، لمر هم نه تر سترگو كېده. يوازې يوه سره لمبه مې له پامه دې او هاغې خوا ته په حركت كې وه. توره وريځ د ځمكې مخ ته رانېږدې كېده. زه اړ شوم چې د مور ښكالو او چيغو ته ځواب ووايم. 

******

د بازار له كوز سره د خپلې ډنډې او يو لاسي څراغ سره پورته په ارته كوڅه كې روان وم، كله ناكله به مې شپيلاق هم واهه. له ځان سره مې ويل: 

«هو! چې د همدې مياشتې او د دوه نورو مياشتو تنخوا واخلم، يو څه نورې پور كړم، نو ارومرو كلي ته ځم، زړه مې تنگ دى، نوره مساپري نه كوم، نور په دې پردي وطن كې نه پاتې كېږم. پردی وطن را ته اوس دوزخ دى.» په همدې چرتونو كې مخ په بره روان وم. 

«ما خو پلار هم نه دى ليدلی، د هغه مينه او د هغه د تن د خولو بوى مې نه دی حس كړی. خلكو چې به په كلي كې زما د پلار د ځوانۍ او ځوانمردۍ كيسې كولي ما ته به افسوس راته چې كاش يو وار مې ليدلي واى، خو زما له راتگ نه لږ وروسته هغه ولاړ. زه يې د ليدلو وړ ونه بللم. كه هغه مې ليدلى واى، ارومرو به راته بېلگه واى. كله چې په ذهن او تصوراتو كې د هغه څېره راحاضره كړم، په لاره قدم اخيستل يې ذهن ته راولم، نو بيا مې د سترگو ليد كمزوری شي، هر څه راته تور او خړبخون برېښي. بيا نهيلى شم سترگې مې له اوښكو ډكې شي. ځكه هر ماشوم د يو چا په سيوري كې رالوېږي، خو زه بد مرغه.»

سمه ده چې مور ته نازولی وم خو لا ماشوم وم چې مور مې هم په نري رنځ له كلي كډه وكړه. يتيم پاتي شوم، له هماغه شېبي ان تر دې دمه چې اوس مې ډنډه په لاس او څراغ په بل لاس كې دى، نسبتاً اوږود واټن وهلی دى، شونډه مې د چا خبره توره شوې، اواز مې ډډ شوى دى يعنې چې زلمی يم او ځان ساتلی شم. وگوره چې مزدوري هم كولی شم. د چا لاس ته نه يم ناست، له ځانه سره: 

«دا د مساپرۍ شپي ورځې به هم واوړي.»

هغه مهال تكه توره شپه وه، نری نری باران ورېده، كله چې ماشوم وم او د مور غېږ كې به پټ شوم هغې به راته كيسې كولې، د ديوانو او پيريانو كيسې. ويل به يې چې د لوی ديو چې كله واده وو نرى باران به ورېده، خو د باران له څاڅكو سره به يو نيم د وينو باران هم راكښته وو، خو زه د دې خبرو په مانا نه پوهېدم. باد به راوالوت. باد به له خپلو اوازونو سره په بوټو او خځلو كې ننووت. داسې لكه يو څوك چې د خپلې مينې په زلفو كې گوتې ننباسي. البته ما ته به هم دا تصور ډېر ذهن كې تداعي كېده، واده مې نه وكړی، د واده كولو په فكر كې وم، چنغوله مې پېغله وه، په څو مياشتو كې دننه دننه ورته چمتو كېدلم. يوازې د دوو درېیو مياشتو تنخوا ته تم وم. 

زه د گڼ بازار په كوڅه كې مخ پورته روان وم. هغه مهال چې به ورځ وه په بازار كې به د تېرېدو لاره نه وه. گڼه گوڼه به ډېره زياته وه، لاروي به كله چې يو د بل په څنگ كې تېرېدل، ارومرو به يې څنگلي سره لگېدلې، خو زما كار د شپي مهال و. زه به د شپې د پهره دارې او ساتنې له پاره راپاڅېدلم، دا ما ته سخت كار وو، څو كاله كېدل چې ما خپل كلي كور، چم گاونډ، دېره او هدیره پرې ايښې وه. ښار ته راغلم خو چې كله د كوڅې بر سر ته ورسېدم، كړپ كړوپ مې تر غوږو شو، لاس څراغ مې ولگاوه، څوك نه برېښېدل. 

«رښتيا! زه په دغه ښار كې يو پردی وم. دې پرديتوب ځورولم، د دوی په ژبه نه پوهېدم، خلكو هم ما ته د يو پردي په سترگه كتل، د بې كوره او بې كلي موجود په سترگه يې كتل. زه يو اواره او سرگردان وم، دې خبرو هر وخت ځورولم، كډوالي، بې وطني له خاپوړو، له مالتونو ليرې والى او ان د خپل مړستون په باب اندېښنه.»

په همدې تصوراتو يې د كوڅي بر سرته ورسېدم. كړپ كړوپ مې تر غوږو شو، په نرۍ زينه اړ شوم چې پورته وخېژم. دوه تنه لگيا وو، د چت په منځ كې يې سوری كاوه. دوكان ته ننوتل، ما لاس څراغ ورمخامخ كړ. د «الله اكبر» چيغه يې وكړه، يوه سره لمبه زما په ټنډه ونښته او له هماغې شېبې زما دا دويم سفر پيل شو. 

******

 د مور اوازونه د باد له څپو بيا را بهر شول. په غوږونو كې مې د بنگاري په څېر اورېدل. روح مې راته ويل چې مور دې په كيسه له يوه سره تر بله پوهېږي، خو په دې زياته خواشيني ده، چې بېرته دې خپل كلي ته تگ نه كېږي او نه هم تللی شي.

ما ورته كړه څو وارې مې تكل وكړ، چې ولاړ شم. اوس هم غواړم چې ولاړ شم. د شپې مهال خو زياتره وخت په خپل كلي كې يم، خو راته وايي چې ستا ټول دار و ندار بل چا غصه كړي دي. كلي كور دې هم زورگيرو غصب كړى دى. ان د كلي لارې او سړكونه كوڅې او وستلونه، غرونه او رغونه ټول زورگيرو نيولي دي، نو ځان ته كړاو مه وركوه، شوله دې خوره پرده دې كوه. زور دې نه رسېږي. ته اوس يو ميراثي يې، ستا ټول آل و مال اوس ستا د گاونډيو په قبضه كې دى. ستا تلل نور نه كېږي، ستا مړستون هم اوس هلته نشته او ته دلته او هر چېرې يو پردی يې.

لندن، د مارچ دويمه، ۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب