پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د پارک بله خاطره || استاد سعدالدین شپون

د پارک بله خاطره || استاد سعدالدین شپون

پرون بېدرکه ګرمي وه. د دې ځای په حساب یوسل او یو درجې، د وطن دري څلوېښت، کله پنځوسو ته ورلنډ. هلته به چې دهقان غرمه مهال چوکه په مځکه خښه کړه، بس د یوې ټنګې سیوری به پرېووت، نو د اهاړ جوش به و.دلته رادیو پرله پسې ګواښونه کول چې خیرمو په دې کې دی چې بهر و نه وځئ، ایرکنډیشن اویا درجو ته برابر کړﺉ.  بل الټرنېټف یې دا ښودلی و چې لکه سنډاګان اوبو کې پرېوځو. سمندر د څلورو ساعتو مزل و ، نو مې زړه ورته ښه نه کړ، په یواځې سر ورتګ هم خوند نه کوي. نومې خپل همېشګي پارک ته چې پخوا مې د سیالې ځای و، یاد کړی مې هم  و، د پوټامک سیند په غاړه، خپلې پخوانۍ چوترې ته لاړم. یو څو سینډوېچونه، پرېمانه اوبه، حتې د چایو ترموز مې هم د څو کتابونو سره موټر کې واچول ور رهي شوم. داسې ګرمي وه چې دا ځل نه د پارک عمله لېدل کېدل، نه بل څوک. چې چوترې ته وختلم، د پخوا په شان د مارغانو شور او ترافیک جوړ و. سیند ته مخامخ کښېناستم.

ډېره شیبه خپلو مرغانو سره اخته وم، چې ټول مې  سهي کړل. د سیند د مینځ ډاکه وه، په سر یې ځاله وه خو مرغه مې تر سترګو نه شو. ودې شي چې بچي یې د الوتو شوي وو، او مور ورسره ځنګله کې مشغوله وه. بیا مې  له خپل زاړه ګوډي چې یو وختې یې توره څرمن لمر ته ځلېده، څو ځلی مې کابل ته ډکه وړې، تشه راوړې ده، علی توکلي یو کتاب راواېست، د غربیانو اشعار وو. په یوې صفحې برابر شوم چې پنځه پېړۍ د مخه ، د جان ډرایډن په نامه کوم انګرېز ورکې شاعر ته مشوره ورکړې وه:

په کراره، په حوصلې، سل ځلي یې ولوله

هره فقره، پالش کړه، پیکه برخو ته یې رنګ ورکړه

کله کوم شی ورزیات هم کړه، خو زیاتر ترې کموه

کافي نه ده چې د خدای پنډ غلطۍ ورکې پرېږدې

او بیا بهانه وکړې چې دلته هلته ځلانده غمي هم لري.

په همدې مشورې مې فکر کاوه چې څومره ښه یې فرمایلي. څومره پښتو نظمونه چې د شعر کېدو امکان یې و، دلته هلته غمي ورکې ځلېدل، د همدې لفظی پاړسوب له لاسه خاورې شوي دي. د خپل وطن پاړسک شاعران مې سترګو ته ودرېدل چې له الف نه تر یا پورې  یې ردیفونه جوړ کړي، په الغیاث یا ژاژ یې ختم کړي مقصد چې هېڅ توری ترې پاتې نشي، خیر که معنا یې ابته شي. ژاژ خا یي مېکند با ما رقیب + اندرین دریا دګر مد رای ژاژ. الغیاث ازدست یاران الغیاث+ تر شدم از دست باران الغیاث.

 نور یې بلا پسې خو موږ به چې ښوونځي کې شعر جنګي کوله، يه دغو کې به مو شعر بند شو، ځکه چې دومره بیتونه نشته چې په ژ او ث  شروع شي. سودا را ولوېده چې په دې موضوع باندې خو د یوې مقالې لیکل غواړي. د موجودو شاعرانو نومونه به نه اخلم، هسې عمومي مقاله به وي. ناڅاپه مې له شا، د لرګینې چوترې ښکالو واورېده، شاته مې وکتل، یوه په تورو جامو کې پټه مېرمن د یوې درنې خورجینې سره را وختله. په ما یې رای هم و نه واهه، په بل ګوټ کې، هغه هم سیند ته مخامخ د خورجینې د ډب سره کښېناسته. ما هم ورته و نه کتل، د شونډو لاندې مې د خپل وطن هغه وینا تکرار کړه چې کښ د څپلۍ، ټک د امسا، ډب د ګوډي، څوک یې؟ میاخېل یم، بېځایه ځای ولاړ یم، خیر راکاڼۍ.

بېرته د کتاب په لوستو بوخت شوم. خو د تنهایي او مراقبې نشه نوره پاتې نه وه. د ګوډي خواره واره شیان مې بېرته په ځای کړل، ګویا داسې مې ښودله چې په تا غرض نه لرم.

ډېر وخت د ځان ناګاره اچولو لوبه روانه وه خو کتل مې چې بي بي صنمه له ځایه پاڅېده، له خورجینې یې په کاغذ کې پېچلي شیان را اېستل د خپل مېز په سر یې اوڼل. ما نور هم ځان په کتاب کې ډوب کړ، خو د وجود ټول غړي مې نجلۍ ته څک وو. دسترګو له ګوټه مې څارله چې د هامبورګر غوندې سینډوېچونه یې په کاغذ باندې کېښودل. په یوې یې شخوند واهه ، له یوه بوتل نه یې کوکاکولا ورپسې بهوله. بیا مې پام شو چې سېدنډ وېچ په لاس زما ګوټ ته را روانه ده.

مننه مې ترې وکړه خو هغې لا لاس اوږد نیولی و. ومې ویل چې زه/ وېجې ټېریان/ یم، مانا په سابو عادت یم، غوښ خور نه یم، خو هغې وویل، دا له لیکز نه جوړدي. (لیک د ګندنې په شان پاڼې لري خو د هغې نازکي او خوند نه لري).ناچاره مې ترې واخیست، خپل نوم مې ور وښود خو لنډ مې کړ، زه … یم . هغې وویل« زه سو زان  یمه»

«له تورو جامو او سبین پړوني نه دې ښکاري چې راهبه یې»

« لا خو نه، خو ور روانه یم. ته محمدان یې؟»

« نه، مسلما ن.البته محمد د خدای استازی و خو تعلیمات یې ټول آسماني دي چې قران کې په محمد نازل شوي، د قرآن یا فرقان په نامه کتاب کې راټول شوي دي.»

«زما کتاب بایبل دی.»

«پوهېږم، موږ یې انجیل بولو، یو نه دی، څلور متنونه دي. متې، یوحنا، پال…»

«یو بایبل دی خو تفسیرونه یې څلور دي.»

«تفسیرونه نه، تفصیلونه. وایي تاسو تر یو لک زیات پیغمبران لرﺉ د نومونو لست یې خپور شوی؟»

«نه، خو د ډېرو نومونه قرآن کې راغلي، موسی، عیسی، داوود یې مشهور دي چې کتابونه پرې نازل شوي، د نورو درک نه لګېږي خو وايي چې صحیفې، یا څو پانې پرې راغلي.»

«نه یې نومونه معلوم دي، نه یې لارښودنې،نو بې ادرسه پیغمبران څه فایده؟»

« خو هغه چې معلوم دي ، لکه ستا بایبل، د یهودانو تورات، هغه هم حواریونو، سره مروړلي مسخه کړي دي، یواځې زموږ قرآن پاتې دی چې په نسخو کې یې تفاوت نشته.»

«ځکه خو تاسو بدلون نه شئ زغملی. زموږ دنیا  په انجیل یا تورات نه چلېږي، هغه عمومي خبرې دي، خو جنجال به پرېږدو، راځه چې له دینیاتو، دنیا ته را شو.

«ښه، وایه چې د عیسی علیه السلام سره به کله ودېږې؟» بد بد یې راته وکتل،

«کله چې تا د حورو سره واده وکړ، ها ها ها.»

خدای ښه سات تېرې راکړې وه ا وس یې پرېښودونی نه وم .

«دا ستاسوخدای ولې درې پښیزه دی؟»

«پلار خدای، ماشوم خدای، سپېڅلې اروا. دا ټول د یوه خدای تجلي ده.»

« دا کاتولیک، پروتستان، مارمون، پرېسبېټېریان، د وروستیو کالو عیسی، دا څومره پرېمانه دینونه؟»

« تاسو هم سني ، شیعه، خلور مذهبونه، اوس بیا خلفیان او سلفیان ، دا څنګه؟»

حیران شوم چې په دې پېغلتوب کې یې زموږ دین مطالعه کړی. سپین مخ، شنې سترګې، په ښایستو کې یې نشم شمېرلی، خو پېغله چې د خټو هم وي، پښتانه وایي، ترې جار مې کړې.

بیا نو لکه چې بله نوې خبره نه وي پاتې، هر یو د خپل کتاب په لوستلو بوخت شوو. دوه ساعته دواړه غلي وو. زړه مې کېده چې نوره یې هم وچخړېیم، د خبرو د بیا پیل کول په تا بیې مې فکر کاوه، پیلول تل ما ته سخت ښکاري ،خو چې چالان شم بیا مې بلا ورکه وي، خو هغې ساعت ته وکتل، سامان یې بېرته په دقت سره، چې د ښحو عادت دی، خورجینې کې واوڼل، زنځیر یې کش کړ،

 له جیبه یې یو کارت را وکېښ، را ته ویې نیو. خوږه موسکا یې را وشغوله،

«زه د هفتې په مینځ کې هره اونۍ دلته راځم. د رخصتۍ په ورځو دلته د سیلانیانو وار نه وي.  که ته هم راغلې، مرکه به سره وکړو. خو لکه ستاسو خلک چې وايی، موسی په خپل دین، عیسی په خپل، نور به په شعر او هنر غږېږو، دین دې پاتې وي ، با مبړا نو ته.»

ما د خدای پامانۍ لاس ور اوږد کړ، خو هغې ونه نیو، نو مې وویل،.« دا ځلي به زه پیره کي راوړم چې د سابو نه جوړ شوي.» روانه شوه، چې ورپسې کتل مې، لم یې لکه د لاندي پسه لر کېده.زه تر لوړ مازیګره، چې هوا یو څه سړه کۍ شوه، پاتې شوم، څو شعرونه مې ترجمه کړل. زوی یې لوی کړې، یوه وړه پېښه د بنده لید لوری بدلوی، ټول د مینې شعرونه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب