شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهکورونا (لنډه کیسه) ایمل پسرلی

کورونا (لنډه کیسه) ایمل پسرلی

–  دلته به یو وخت د اسونو پښو کړپا جوړوله.

فدریکا د تیلې فون کامره سړک ته ونیوله. ورته ومې ویل:

–  په سر ناستو سرتیرو به هسک کتل. له یوه بري به راستانه شوي وو یا به د یوې بلې سیمې په لور خوځېدل.

–  پېړۍ واوښتې، د روم کوڅې لوګې نه شوې، خو اوس دا دی له کړکیو لاندې ګورو، په ډبرو پوښلی واټ تش دی.

فدریکا کامره خپل مخ ته ونیوله. ما ته یې نه کتل. لکه د روم د مجسمو ساکته، پوټکی یې داسې ښوویه راښکارېده ته وا د پېړیو پخوا هنرمند تراشلې مجسمه ده چې اوس هم لیدونکی هېښوي. اوږدې غاړې ته مې یې پام شو.  نه مې مرۍ لیده نه رګونه، لکه د روم د واټونو څراغونو ته جوړه شوې ستن. د فدریکا په تورو سترګو کې اوښکې ډنډ وې، ومې پوښتله:

–  څویمه ورځ دې ده؟

–   اوومه.

–   اووه لا پاتې.

–  تېرې به شي.

د ګیتار تړنګا مې واورېده. فدریکا موسکه شوه. د کامرې سترګه یې د واټ پورې غاړې ودانۍ ته ونیوله چې یوه ځوان پکې ګیتار غږاوه. د نورو خونو په کړکیو کې هم خلک راښکاره شول. لکه ارکستر چې منظم شوی وي. په یوه غږ ایټالیا سرود پيل شو. په لوګ واټ کې غږ انعکاس وکړ. فدریکا کامره خپل مخ ته ونیوله، د تور بنیان پر لستوڼي یې د تورو سترګو اوښکې وچې کړې. شونډې یې په حرکت راغلې. دې هم سرود ووایه. ما ته یې وکتل. لکه راته وايي چې ولې زه غلی یم. سرود پای ته ورسېد. چکچکې شوې. فدریکا وویل:

–  لندن ته الوتنې نشته؟

–  له دې خوا هم نشته.

–  درمل لرې؟

–  یو څه لا شته.

فدریکا کامره د کوڅې په پای کې لمر ته ونیوله. لکه یوه سره دایره. ټیټېده او لوېده. کامره یې خپل مخ ته کړه، ویې وپوښتلم:

–  که هوا توده شي کرونا به ورکه شي؟

–  باید ورکه شي.

فدریکا مخامخ راته وکتل. په سترګو یې پوه شوم چې زما په ځواب قانع نه ده، بل څه مې ورته ویلی هم نه شوای. دا په خونه ننووته. په څوکۍ کېناسته.

–    ډارېږم

ډار یې پر ځای و، خو نه مې تاییداوه. د لندن حال مې ورکړ. کامره مې خپلې خونې ته ونیوله.

–   لندن یخ دی، ورېځ ده، باران وي، کړکۍ مې خلاصې کړي دي. دباندې نه ځم.

–   خواړه لرې؟

–   یو څه شته، خو د خلکو غوندې مې زېرمه کړي نه دي.

فدریکا غلې شوه. ورته ومې کتل. پر څوکۍ یې سر اېښی و. پاس یې کتل. په ټيټ غږ یې وویل:

–  که ونه پایېدم …

–   داسې نو مه وایه، هر څه به سم شي، یوه څپه ده.

فدریکا د تیلې فون کامره خپل مخ ته نژدې کړه. له تورو سترګو یې ګردې ګوښې توره کړۍ تاوه شوې وه. پوزه یې سره وه. باړخو یې سره شوي وو. ویې ویل:

–   یوه خبره درته کوم.

پاس یې وکتل. په تندي یې لاس تېر کړ. راته ویې ویل:

–  ته راته ګران وې….

سترګې یې خندنۍ شوې خو ډنډ شوې اوښکې ترې وبهېدې.

–   ته پوهېږې څه درته وایم.

–   هو

–   ته ښه سړی یې، ډېر ښه سړی یې، خو زه لکه یوه شاعره په الفاظو لوبې کوم، نڅوم یې چې ویې لیکم نور راته مانا نه لري، خلکو ته مانا لري، خو ما ته نه، ستا په اړه مې داسې نه وم، وم خو اوس فکر کوم چې نه وم.

ستونی مې وچ شو. ټوخی راغی. ساه مې بنده شوه. دې وویل:

–  اه خدایه، ته یې هم نیولی یې، حتمآ له روغتون سره حال ونیسه، لا وختی دی.

ما ټوخل او د دې غږ لوړېده چې ما پوه کړي.

–  ته باید روم ته نه وای راغلی، دا زما له لاسه، زه ….

–   نه ځان مه ګرموه، زما ژوند لکه د یوه تکړه لیکوال رومان  هر وخت چې یې یوه غوټه خلاصېږي بله ورلوېږي. دا کیسه ښايي لا نورې غوټې ولري.

د مازدیګر څلور بجې او دوه دقیقې

د مارچ ۱۵ مه ۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب