دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+سمبول د نوښت لپاره دی

سمبول د نوښت لپاره دی

له اجمل پسرلي سره د طارق وزیر مرکه

څوک چې له سمبول سره بلدتیا نۀ لري، ممکن یوه سمبولیکه کیسه یا شعر ورته بې مانا او مبهم ښکاره شي؛ هڅه مې کړې چې دې مرکه کې سمبول معرفي شي.

بله دا چې پر سمبولونو یو لړ انتقادونه کیږي، نو د هغو لپاره هم د ځواب پیدا کولو هڅه شوي ده.
د سمبولېزم د مکتب په اړه خبرې شته.

دا او ورته موضوعاتو په اړه مې د خورا نوي، متفاوت او د سمبولیک سبک لرونکی کیسه لیکوال او کره کتوونکی استاد اجمل پسرلی پوښتلی دی؛ د مرکې لوستو ته مو رابولم.

طارق وزیر: د سمبول ځینې مهمې نښې تشریح کړئ!

اجمل پسرلی: لویه نښه یې تکرار دی که چېرته په کیسه یا یو شعر کې یو صفت لکه رنګ، یا ځای یا بل شی تکرار شوی وي نو ممکن سمبولیک راغلی وي.

د سمبول یو نښه هم تضاد دی چې ضد او نقیض شیان په یو ادبي اثر کې ځای شوي وي، خو نتیجه یې بیا یو ډول وي.

که متن ته توجه وکړو په داستان کې ممکن یو کرکټر د هغۀ له اعمالو یا له یوه مکانه درک کړو چې سمبولیک راغلی دی، مثلاً کله چې په یوه لیکنه کې د کابل د بالاحصار یا د ګردېز د بالاحصار ذکر شوی وي ممکن سمبول یې وپېژنو. یوشمیر نور شیان هم د سیمبول په راپیژندلو کې مرسته کولی شي. مثلا زمان کله نا کله بې ډوله په یو داستان کې بدلیږي رابدلیږي، چې دا بدلون هم ممکن د سمبول لپاره وي.
په کیسو کې تصویري ژبه په خپله د سمبول مهمه نښه ده.

کله چې یوه کلمه سمبولیکه راته ښکاره شوه، د هغې مخکې او وروسته الفاظو ته به دقت کوو، چې د عادي مانا ترڅنګ ایا نور مفاهېم هم رانغاړي کنه؟ که داسې ؤ نو د سمبول نښه ده.

کلتورونو ته توجه پکار ده، موږ پښتانۀ چې د ناوي په جامو کې زېړ رنګه جامې نۀ ږدو، باور دادی چې زېړ رنګ جدایي ده، دا سمبولیک اړخ لرلی شي.

کله نا کله په کیسو کې پخواني شیان، مثلاً د کرکټر د نیکه لونګۍ سمبولیکه راغلي وي.

سمبول که په کیسه کې وي یا په شعر کې وي له اصلي موضوع باید بهر څۀ نۀ وي؛ که په ونه کې یوه پاڼه زېړه شوې، بیا رژیدلې، بیا تر پښو لاندې شوې او غواړو د انسان د ژوند د سمبول په توګه یې استعمال کړ نو کیسه به مو هم د انسان د ژوند وي. که همدا پاڼه په شعر کې استعمالوو هلته به هم دا سمبولیکه را اخلو او شعر به مو هم د انسان د ژوند د بقا او فنا مفهوم رانغاړي.

طارق وزیر: د سمبولېزم مکتب په نوولسمه پېړۍ کې رامنځته شو؛ په ادبیاتو کې سمبولیک اثار تر دې مخکې وو، ولې مکتب دومره وروسته رامنځته شوی دی؟

اجمل پسرلی: په نړۍ کې د سمبولېزم د مکتب تر ایجاد مخکې هم ادبي اثار له سمبولونو ډک وو.
خو ستاسې دا پوښتنه چې دا مکتب ولې ناوخته معرفي شوی، ګڼ علتونه لري:

یو علت یې ممکن دا وي چې ریالېزم د نوولسمې پيړۍ په دویمه نیمایي کې ډېر غوړیدلی ؤ؛ هر څۀ یو عکس العمل لري د ځینو اروپایي نقادانو په باور سمبولېزم د ریالېزم په غبرګون کې داسې رامنځته شو، چې یو شمېر لیکوال د دوی په باور په دې نظر ؤ، چې ریالېزم د پیچلو او ژورو مفاهېمو د بیان وس نۀ لري.

هغه کره کتوونکي چې په ادبیاتو کې د ټولنې تاثیر ته ډېره توجه کوي،هغوی بیا وایي چې د نوولسمې پيړۍ په وروستیو کې په اروپا کې ډېر ټولنیز او کلتوري بدلونونه راغلي وو،ښاري ژوند وده کړې وه،چې په ټولنه کې یې بدلون راوستی ؤ.

د فرانسې د صنعتي انقلاب اغېزې هم پر ولسونو پرتې وي،نو لیکوالان په داسې نوي څۀ پسې ګرځیدل،چې له نوي ژوند سره سر وخوري.

بل لورته د یو شمېر پوهانو او فیلوسفانو د نظریاتو تاثیر هم پرته له څۀ شکه د سمبولېزم د مکتب د ایجاد سبب شوی دی؛ لکه د جرمن فیلسوف نیچه نظریه؛ مثلا دی وایي (باید د حواسو په تېروتنه پوه شو.) دا ډېره پخه خبره ده. دا خبره هم د نیچه ده چې وایي:(کله چې ژورو ته ډېر ګورو، هغه وخت ژور هم زموږ داخل ته ګوري.)

همدارنګه د فرویډ د افکارو جوت تاثیر هم په دې وخت کې شته؛ دۀ انسان داسې راپېژندلی دی چې یو کس نۀ دی،بلکې دننه په دې کس کې بل کس هم شته او دریم هم پکې شته. دغه ډول نظریات او افکار د دې سبب شول چې لیکوال ژورو ماناوو او داخلي احساساتو ته په لیکلو کې توجه زیاته کړي، چې په یو ډول له دې سره سمبولیک اثار زیات شول.

طارق وزیر: د هېګل په اړه یو روایت دی چې چا د دۀ د یو اثر د کومې برخې تشریح ترې وغوښته، نو دۀ ورته وویل: کله مې چې لیکۀ زۀ او خدای پرې پوهیدو خو اوس فقط خدای پرې پوهیږي؛ نو چې یو اثر دومره مبهم شي چې لیکوال پرې نۀ پوهیږي نو مخاطب یې څوک شو او ګټه یې څۀ شوه؟

اجمل پسرلی: کله چې یو مفهوم پیچلی وي او څو اړخه لري، په لنډو یې په سمبولیک ډول بیانولی شو؛ یعنې سمبول د اختصار سبب کیږي.

دوهمه خبره هم لومړۍ یوې ته ورته ده، یعنې یو شمېر مفاهېم او انساني احساسات په عادي کلماتو نۀ شي بیانیدلی.

د سمبولیک اثر کمال دادی چې په پر لوستونکي یې اغېزې ژورې وي، البته چې درک یې کړي.

سمبول لوستونکی دې ته هڅوي چې فکر وکړي؛ دا څۀ ؤ؟ ولې داسې وشول؟ لوستونکی انسان دی،انسان د مرګ په شیبه هم ماته نۀ مني؛ نو کله چې په سمبول پوه نۀ شو فکر کوي، موضوع تحلیلوي. البته یو شمېر انسانان چې رښتیا نۀ وایي بیا ممکن ووایي، چې دا هسې ګونګې خبرې دي،هېڅ په درد نۀ خوري؛ دا کس د دې لپاره دا خبره کوي چې دی شکست نۀ مني.

سمبول د یوې ټولنې ډېر مهم تاریخي او کلتوري حقایق له نورو سره په هنري شکل شریکوي.
مخکې مې بالاحصار او زېړ رنګ ته اشاره وکړه، که په پښتو ادبیاتو کې دغه یا ورته شیان یاد شوي وي او بهرنیان یې درک کړي، نو خوند ترې اخلي.

سمبولیک اثر په حقیقت کې د لیکوال او لوستونکي شریک اثر دی، چې یو یې لیکي بل پکې مانا بشپړوي؛ مانا یې یوه نۀ وي ممکن نن یوه سمبولیکه کیسه یو ډول خوند راکړي، که سبا خپه یم بله مانا پکې پیدا کړم او بل رنګ خوند راکړي او که بله ورځ خوشاله وم په همغه اثر کې بل څۀ هم موندلی شم.

طارق وزیر: یو مثال وایم چې موږ وایو چې سوله ښه ده دا یوه واضح خبره ده، اوس یو بل سمبولیک اثر راسپړو بېرته همدا پیغام راکوي چې سوله ښه ده،نو په دې دوه ډوله پیغام رسونه کې توپیر څۀ دی؟

اجمل پسرلی: هنر یوازې پیغام نۀ دی، پیغام یې یوه برخه ده او ښکاره پیغامونه هسې هم په وعظ بدلیږي او هنري ارزښت نۀ لري.

که سمبول د دې لپاره استعمالوو چې یو واضح او ښکاره پیغام لوستونکي ته ورکړو، دا به هغه سولیدلی او کلیشه سمبول وي چې تر استعمال یې نۀ استعمال بهتر دی.

طارق وزیر: ځینې په دې نظر دي چې بازې سمبولیک اثار تر سپړلو وروسته بېرته زاړۀ او کلیشه یي پیغامونه درکوي او سمبول د موضوعاتو په لحاظ له نوښته تېښته بولي، ستاسې ځواب ورته څۀ دی؟

اجمل پسرلی: فکر کوم دا سوال پورته یو څۀ توضېح شو، خو دا به پرې زیاته کړم چې سمبول اصلاً د دې لپاره استعمالیږي، چې نوښت رامنځته کړي.

طارق وزیر: تاسې په خپلو کیسو کې له کومو شیانو سمبولیکه استفاده کوئ؟

اجمل پسرلی: ماته په مشخص ډول ګرانه ده چې ووایم،چې له کوم شي سمبولیکه استفاده کوم؛ځکه چې زۀ هم زاړۀ سمبولونه کاروم خو هڅه مې دا وي چې نوي مفاهېم پکې پیدا کړم. البته صفتونه د نوي داستان په منځ کې سم نۀ ځاییږي، یعنې نوی داستان وایي چې یو څۀ باید ښکاره کړې، یو څۀ ونۀ وایې یا حکم ونۀ کړې.

که چېرته مجبوریت نۀ وي، نو هغه صفت د کیسې دپاره غوره کوم، چې سمبولیک اړخ خپل کړي، عددونه هسې نۀ کاروم، کیسه هسې په رنګونو نۀ رنګوم یا کرکټرونو ته د سمبولیک مفهوم لپاره نوم نۀ ورکوم یا که نوم مې ورکړی ؤ نو سمبولیک اړخ ورته پیدا کوم.
خو تل په دې هڅو کې بریالیتوب سخت دی.

طارق وزیر: سیمبول که تکرار شي ممکن بې خوندي رامنځته کړي او هنریت پیکه شي، خو که تاسې خپله نوي سیمبولونه جوړوئ دا بیا ممکن خبره ابهام ته بوځي، نو تاسې کومه لاره غوره بولئ چې د دواړو خواوو تعادل وساتي، یعنې هم سیمبولونه سولیدلي نۀ وي او هم د ګونګتیا مخه نیول شوي وي؟

اجمل پسرلی: سمبول که تکرار شي او په تکراري مفهوم راشي، عیب دی؛ خپل سمبولیک خاصیت له لاسه ورکوي، ځکه بیا یوه مانا خپلوي.

خو کولی شو چې همدغه تکرار سمبول په نوي ډول په کیسه کې ځای کړو.

د سمبول په اړه ما په خپرې کړې مقاله کې دا مثال ورکړی ؤ، چې تکرار شوي او سولیدلي سمبولونه هغه د سمبول د مانا د تجسس خوند له منځته وړي؛ لکه عاشق چې معشوق ته په داستان کې سور ګل ورکوي یا لکه کوتره چې د سولې د سمبول په شکل په داستان کې سمبولیکه راځي، ځکه دا کوتره دومره د سولې لپاره تکرار شوې چې هغه سیمبولیک اثر یې له منځه تللی چې مخکې مې دا خبره وکړه.

خو یو وخت همدا کوتره په کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شوې وه، که چېرته د دغې ټپي کوترې تصویر په داستان کې را اخلو، د سولې هغه د کوترو د الوزلو له تکرار تصویره به مو ډډه کړي وي، یعنې نوی اړخ به مو ورکړی وي.

که چېرته همدا کوترې د یو کور له بامه والوزوو،لکه په افغانستان کې چې خلک په کور کې کوترې ساتي، بیا مو ازاده کوتره په جال کې اسیره کړي وي، په بل ډول به مو سمبول په ادبي اثر کې ځای کړی وي.

په ورته وخت کې سمبول باید پرته له یو واضح دلیله په یو داستان کې ځای نۀ شي، کنه لوستونکی ممکن مانا سمه درک نۀ کړي، یعنې تل باید دلیل ورته ولرو.

طارق وزیر: څۀ فکر کوئ چې کومو پښتنو کیسه لیکوالو له سمبول سمه او پر ځای ګټه اخیستي؟

اجمل پسرلی: د ځان په اړه غږیدل اسانه دي لکه وړاندې زما د سمبولونو په اړه سوال کې مې چې اوږد ځواب درکړ، خو د نورو په باره کې خبرې ماته سخته دي، ترې تېر به شم.

طارق وزیر: د سمبولیکو اثارو په مروج کولو کې د صوفي لیکوالو رول څنګه ارزوئ؟

اجمل پسرلی: د دې سوال په ځواب سم نۀ پوهېږم.

1 COMMENT

  1. د اجمل پسرلي صاحب او د طارق وزیر صاحب ډېره ډېره مننه. ډیر څه مې زده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب