پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد یوه خطرناک ویروس د خپرېدو له کبله د امریکا په څو...

د یوه خطرناک ویروس د خپرېدو له کبله د امریکا په څو ښارونو کې پارکونه بند شول

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د یو نادر مګر خورا خطرناک او وژونکي ویروس له کشف کېدو وروسته د متحدوایالتونو په شمال ختیځ ماساچوسیټ ایالت کې ډیری ښارونو ته لارښوونه شوې چې له ماښام وروسته له کوره دباندې ونه وځي ځکه چې له ماښامه وروسته ماشي ډېرې وي.

همداراز عمومي پارکونه تړل شوي ځکه چې هلته هم ماشي ډېرې وي.

تر دې دمه د ماساچوسیټ ایالت ۱۰ سیمې خطرناکې پېژندل شوي دي.

هغه نادر او وژونکی ویروس چې د دې حالت لامل شوی “ختیځ ایکوین انسیفلایټس” (Eastern Equine Encephalitis) نومېږي. د دې لپاره چې د E توری یې د درو کلمو په سر کې راځي، دا ویروس په تریپل اي هم مشهور شوی دی.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنټرول مرکز (CDC) چارواکي وایي چې په ناروغۍ اخته شوې ماشې د ویروس لیږدونکې دي او که څوک پرې اخته شي له ۳۳ څخه تر ۷۰ سلنې پورې د ژوندي پاته کېدو چانس نه لري.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز وایي، تر اوسه په دې “ډېر خطرناک” ویروس د اخته کسانو د درملنې یا په هغه د اخته کېدو د مخنیوی لپاره واکسین یا درملنه نشته.

سږکال د دې ناروغۍ لومړۍ قضیه شاوخوا ۱۰ ورځې دمخه – د اګست په ۱۶ مه د ماساچوسیټ په ایالت کې وپیژندل شوه.

د دغه اتیا کلن سړي د ناروغۍ تر تشخیص شاوخوا څلور کاله دمخه له انسان څخه انسان ته د ویروس د لیږد لومړۍ قضیه په ماساچوسیټ ایالت کې راپور شوې وه.

روغتیایي چارواکي وایي، دا ناروغي په لومړي ځل د ماساچوسیت ایالت په پلیموت ښار کې په یوه اس کې وموندل شوه، چې د اخته غوماشو له لارې له انسان څخه انسان ته د لیږد احتمال په اړه یې اندېښنې راپورته کړې.

چارواکي وایي، سخت اسهال او زړه بدوالی، تبه، سر درد او ځان دردي د دې ویروس نښې دي او له ۳۳ څخه تر ۷۰ سلنې پورې اخته کسان له دوو څخه تر لسو ورځو پورې ورڅخه مړه کیږي.

د ماساچوسیټ د روغتیا چارواکی روب ګولډسټین وویل چې تریپل اي EEE یوه نادره مګر جدي ناروغي ده، او “موږ غواړو ټولو خلکو ته مشوره ورکړو چې ځانونه د ماشو له چیچلو څخه وساتي، په ځانګړی ډول د ایالت په هغو سیمو کې چې د ناروغۍ د فعالیت او خپریدو راپور پکې ورکړل شوی وي.”

روغتیايي مسوولان وايي، د دې خطرناک ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره، یو ډول کیمیايي زهرجن مواد له هوا شیندل کېږي. دا مواد د امریکا د چاپېریال ادارې تایید کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب