شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د اسمان توري اوبه راکړه | اسدالله بلهار جلالزی

د اسمان توري اوبه راکړه | اسدالله بلهار جلالزی

 کله به چې د لومړي ځل له پاره د پسرلي وږمې را والوتي، نو پسته اورونه به پیل شول، ښه مې یادیږي چې د لومړني باران د څاڅکو په را لویدو به له خوښۍ نه په اتڼونو شوو او خپله دا سندره به مو په شونډو جاری شوه.

ارګوړي برګوړي
خدای دې یو زوی درکړی
چې په غولې درته ښوري

ولویدو کنګړې
په سرغواړي یو دبی
باران بیا اوري نری
یو موټی اوړه راکړه
ګوړه او خواږه راکړه
د اسمان توري اوبه راکړه

لمرختلی باران اوري
ګیدړه وادوې شغال ګوري
په کمیس یې ډیر ډیر رڼکي پورې

د شنې زرغونې لیکې پورې ورې
موږ ته اوړه راکړئ
کیږدۍ پاتې لا نورې

خدای دي یو زوی درکړې
وای د نجلۍ مورې

********

بیا به نو له خپلو همځولو سره د کلي په کورونو را سیخ شوو، د هر کور په دروازه او یا هم د چوترې د پاسه په داسې حال کې چې له کالیو، مخ، ویښتانو به مو اوبه څڅیدې، د کاله میرمنو او نورو غړو ته خپل سندره سر کړه، هڅه مو دا وه چې په لوړ غږ او خواږه ترنم کې خپله سندره چې د نوي پسرلي د راتګ زیری يي له ځانه سره درلود  ور واورو. او په مقابل کې يي د کهاله له مشرانو څخه داسې څه تر لاسه کړو چې وکولای شو، ورباندې د کلي له دکانه څه خواږه رانیسو، پخوا به د کور مشرانو ښځو د موږه ماشومانو او آن د بیوزله سوالګرو د خوشحالو له پاره.اوړو ته لاس ور اوږد کړ. دا هغه څه وو چې واک يي له دوئ سره وو. دوئ به په حقیقت کې زموږ په خوشحالۍ کې د لوی رب خوشحالي هم لټوله، ځکه د باور اوایمان تقاضا داده چې د الله د مخلوق په خوشحاله کیدو لوی الله خوشحاله کیږي. بل دا چې هغوئ ته دا هم سخته تمامیده چې له خپل وره او انګړه څوک نهیلي ولیږي. نا امیدي هم ورته کفرغوندې ښکاریده، زموږ له سندرې سره به چې د عادت له مخې به مو په شریکه ویله، یو یو ځلې د کاله خلکو له خوا د آمین، آمین غږ هم واوریده. زما هغه مهال ورته پام نه و. خو اوس پوهیږم چې کله به موږ وویل: « خدای دي یو زوی درکړی» نو دوئ به ویل آمین آمین،  پخوا خو داسې نه وو لکه دا اوس. چې په کومو کورنیو کې به میندې امیندواری وي نو د زیږون تر وخته به نه وو خبر چې هلک به نړۍ ته راشي که نجلۍ، زموږ د کلي جانو کاکا به چې پیتاوې ته اوږد غځیدلی و. ویل به يي د مور ګیډه بوخڅي بوخڅي ده. هیڅوک به هم د ماشوم تر راتګ وړاندې په دي خبر نه شي چې هلک به وي که نجلۍ، خو نن بیا داسې نه ده، اوس طب پرمختګ کړی دی او آن په لومړنیو میاشتو کې خلک پرې خبر وي چې نوی راتلونکي ماشوم. هلک یا نجلۍ ده. ښا چې خپله  خبره رانه پاته نه شي د کلي په ډیرو کورونو کې به مو اوړه ځکه تر لاسه کول چې په سندره کې هم دې خپلې ماشومانه غوښتنې له مخې د اوړو یادونه شوي وه. هغه هم د یوه موټی اوړو. کله به چې موږه اوړه را ټول کړل یا به مو د کلي دکاندار کاکا باندې خرڅ کړل او له هغه به مو پتاسي، ژاولي او یا هم کلچې ترګوتو کړې. یا به مو دا اوړه په کوم یوه کاله کې یوې مهربانې( مور) ته ورکړل چې یو څه یې ستا او له یوې برخې نورو يي حلوا راته پخه کړه. زموږ په کارونو کې تر هرڅه وړاندې د دواړو خواوو خوشحاله کیدل مهم وو. هغې مور به زموږ غوښتنه ومنله او میله به جوړه شوه. نور به نو هم ثواب شو هم خرما. په دې ډول به د نوی راتلونکی پسرلي شیبې په خوښیو او میلو پیل شوې.

اوس نو پسرلی له خپلو ټولو کرشمو سره  ورو، ورو، زموږه د خټینو کورونو، باغونو، کروندو او شینیلو په لور ګامونه را اخیستل، د ویدې ځمکې په رګونو کې بیا سوکه، سوکه ساه په چلیدو شوه.

خنک

کله به چې لمده ځمکه لږ وتره غوندې شوه، دي کاکا به مې پټکی ول ول په غاړه کې پروت و. په کاوړ به يي راته کړه، راځه غوايي مې په ځغ کړي دي چې د باندې يي ( خنک) کړم. ته د سره غوايي پړی ونیسه! زه به په داسې حال کې چې له غویو څخه ویریدم هم خو د غوایو( خنک) کیدل هم یوه میله  وه. د کلي کابو ټول هلکان به را ورسیدل، یوه به بل ته او بل به ته ور نارې کړې. را اوچت شئ غوايي ( خنک) کوي.  په دا چې د کلي ډیر همځولي به را سره د هر کرک له پیله بیا تر پایه پورې روان وو نو ډیر به خوښ وو. خندا، شور، ځوږ او غږونو به مو د کلي فضا په سر اخیستي وه. زموږ له غږونو سره به د توتکیو چڼ چڼ هغه وخت لا خوندوره سمفونې جوړه کړه کله به يي د کرکونو او اوښتي ځمکې د پاسې الوتنې کولې او یوه نیمه به یې په تیزۍ سره په کوم چینچي ور کښته شوه. که موږه به د ځمکې په سر یوې او بلې خواته منډې را منډې کولې دوۍ به د پاسه کټ کټ لکه زموږ غوندې یوې او بلې خواته په الوت وې. د غوایو خنک کیدل هم په حقیقت کې زما د بزګر کاکا له خوا د کار کولو له پاره د چمتو والي اعلان و.

اوس نو ګورمه چې پسرلی را رسیدلی دی. د خاورو په سپیره تنه باندې د شینلیو فروشونه وغوړیدل، د غرونو په پرښو، کاڼو او ډبرو باندې د ریدي ګلو قافلې او لښکرو چپاو وکړ. دښته او غر په شنه او سره بخمل کې پټ شوو، پاس د ونو په ښاخونو کې ګلغوټۍ په غوړیدو ښکاري او د پسرلي په پسرلنیو شیبو کې، د غاټولو په نازکو رنګینو ژیړو او سرو پاڼو باندې پرتې پرخې یا هم په سرو او غنمي اننګو باندې را تویه شوي خوله لکه د الماسي غیمو په څیر ځلیږي، پسرلیه راشه راشه چې ستا په راتګ سره د غاټولو، سوسن، نرګسو، سورساندو، ګلابونو، سنځلو، شقایق، بابوني، فرشي، جنتي کوکۍ، دچرګ کاکل، جعفري باراني، خاکشیري، ارغوان، داودي، رامبیل، چامبیل، پیروتې، ریحان، زعفران، سنبل، کاسنیواو یاسمن ګلونو په څانګو کې د مچیو او بوراګانو زوز زوز واورم، راشه راشه پسرلیه! چې د چڼچڼو او بلبلانو له ریزونو او شوره خوند واخلم، راشه راشه! چې د تالندې او بریښنا له غړمبهار سره د سیند شرهار، د زرکانو، سیسیو، او خراړو ککهار او د غره په پرښو کې د ناست شپانه له شپیلۍ دا سندره واورم.

سپینه سره رمه در جار وای
لیلو تا سره مې تار وای

په ښوی کاڼواو کمرو
موږه بوخت وای په خبرو
په اوربل کې دي غاټول وای
زه در جار ترتا دا ټول وای

*******

وینمه چې د پسرلي له راتلو سره پاس په هسک کې د ناور، سردې، ناوې، د غزني سلطان او زنخان د ډب اوبو په لوري ستړي زاڼې سیلونه، سیلونه اوکتار، کتار روانې دي، هالته له نورو سیلونو سره یوځای کیږي او د خوښۍ اتڼونه کوي. موږ به دلته په ځمکه ورته خپل بوټونه پړمخې کړل، داسې مو انګیرله چې زموږه په دې کړنې سره د زاڼو میر لاره ورکه کړي کله به چې دوئ پاس په یوه ګرده کړۍ کې سر را تاوو شوې نو بیا به موږ چیغه کړه.

د زاڼو میره د زاڼو میره!
چیغې د تاسې له کومه ویره؟
نیولې موږه په لاس پتیره
که راغلي راغلي خوند يي وګوره

*****

په اوبو کې ناستې، سپینې بطې، د رنګینه غاړوهیلۍ او… لکه د زموږ د کلیو پیغلې راغلو میلمنو ته هرکلي کوي. تاور را تاوو شي او له خندا په شا او مخ لاړې شي. په خندا خندا کې سره وايي: پسرلی د ټولو مبارک شه.

کلونه وړاندې چې ماشوم ومه د پسرلي له راتګ سره به مې مور راته وویل: لاړ شه له شنوکروندو نه له خپلو همځولو، هلکانو او نجونو سره ، پینډي، ښیځي، سامري، شلخي او سپینې پوڅکۍ راوړه. چې درته پیره کي پاخه کړم. شیبه وروسته به مې په مستو او پیره کیو باندې خوله ښوریده.

چې لږ وروسته بیا په خواږه خوب ویده شوی وم. او سهار کې مې ادې په دې نارو را ویښ کړم.

وخت د بهار دی
د کار او زیار دی
ویښ شه زویکه؛
زما لالکه
مکتب جاري شو
هلک رهي شو
ته هم رهي شه
ځه په چابکه
کتاب را واخله
حساب را واخله
ګوره جنګ مه که

بس نو له هغې ورځي چې مې کتاب او حساب را واخیستل، بیا تر دې اوسه پورې ټول را سره کتاب او حساب کوي. څوک راته وايي ډیرې ښې مثبتي نمرې لري او څوک بیا راته وايي ته له سره منفي يي منفي، اوس زه هم د مثبت او منفي ترمنځ  تاوویږم را تاویږم کله کله په ځان شکمن شمه او نه پوهیږم چې  مثبت یمه او که منفی به یمه…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب