مۀ وېرېږه اې زړګيه!
مۀ وېرېږه له پېريانو
د دې وخت له دې اورپوکو
له دېبانو او لېوانو
مۀ وېرېږه! مۀ وېرېږه!!
د ځيږګي له ځيږو بڼو
د شکاڼۀ له تېرو غشو
د ګيدړ له سپينو غاښو
مۀ وېرېږه په دې شپه کي
د بلاوو له وژغونو
له وحشي وحشي مخونو
له ځیږو ځیږو لاسونو
زۀ يو داسي وخت هم وينم
د زمان د تاک په سر کې
چي صحرا به زرغونه وي
او ګلزار به وي دا غرونه
هري خواته به سپرلی وي
د ژوندون تراخۀ به نۀ وي
سردرې به وي رنګيني
کاڼي بوټي به تازه وي
نۀ به پاڼو غوندې رپي
په مکتب کي تاندي لښتي
نۀ به غلي غلي کېږي
دوطن کنکي له ډاره
نۀ به ناستي وي په خوب کي
د پېړَيو ځيږې رَوي
نۀ به وي چرته په خيال کې
د پرَدي جهان لښکري
نۀ به لار کې مرګی ناست وي
د کوترو د سېلونو
نۀ به ماتي ککرۍ وي
د سپينغر د شهبازانو
نۀ به غشي د غنيم وي
د ګلونو وطرف ته
نۀ لیندې به چرته تاو شي
د ژوندون پر تاندو ونو
نۀ به څوک څرمني باسي
له ګلاب ګلاب زلمو نه
نۀ به وران د بابا کور وي
د پرَدو په الوتکو.