د افغانستان په ښوونځيو کې (مضمون) د هغو پوهنو یوې څانګې ته وایو چې زده کوونکو ته ورښودل کېږي. په مطبوعاتو کې بیا مضمون د څو سوه یا څو زره کلمو لنډه لیکنه ده چې لیکوال پکې معمولا خپل نظر څرګند کړی وي. که په لنډه لیکنه کې تحقیقي انداز ډېر وي، نن سبا ترجیح ورکوو چې ( مقاله) یې وبولو او که د لیکوال خپل نظر او خپله تبصره پکې اصلي ټکی وي، ممکن ( مضمون) یې وبولو.
د مضمون کلمه د لیکنې د محتوا او مطلب په معنا هم استعمالوو. محمد مظفر چې د افضل خان خټک په سپارښتنه یې تاریخ اعثم کوفي په ۱۱۴۶ قمري هجري کې پښتو کړی دی، لیکي: (دریم خط یې عمرو بن عاص ته ورکړ، په د ې مضمون: عبدالله د مصر له لښکر سره درغی، په مال ، په سلاح ورسره مدد وکړه.) دلته مضمون د محتوا په معنا دی.
خوشحال خټک فرمایي:
په زر ژبه یې ستایه واړه یو راز دی
عبارت که مختلف شه مضمون یو دی
هغه خبره چې مضمون یې نه و، بې معنا او بې مقصده خبره ګڼل کېدله. خوشحال فرمایي:
د خوشحال ویل به بې مضمونه نه وي
چېرې نه چې یې مذاقو سره شمورې
زموږ دیواني شاعرانو د ( مضمون) کلمه په نورو معناوو هم استعمال کړې ده.
که شاعر یوه موضوع د نوي تصویر په مرسته مثلا د نوې تشبیه، نوې استعارې یا نوي حسن تعلیل په مرسته بیان کړي، دې ته نوی مضمون وایي. حمید مومند فرمایي:
دانسته مضمون دزدي له له بله نا کا
د حمید ویل پخپله دي لذیذ
شعر معمولا د بشر د ژوند د دایمي موضوعاتو په باب مثلا د مینې، مرګ یا وصال په باره کې خبرې کوي او دا چې د څو سوه کاله پخوا شعر په خوند لولو خو د راډیو پرونی خبر نه اورو، یوه اصلي وجه یې دا ده چې شعر معمولا د هغو موضوعاتو په باره کې وي چې د انسان لپاره دایمي اهمیت لري. د شاعر اصلي کار دا دی چې موضوع په نوي انداز وړاندې کړي. په راوړل شوي بیت کې د حمید مومند مقصد دا دی چې تشبیهات، استعارې، مدعا مثلونه او د موضوع د بیان لپاره داسې نور تصویرونه یې د پښتو له بل شاعره نه دي را اخیستي.
کاظم خان شیدا وایي:
هر مضمون مې طبع زاد دی
کل زما د رای ایجاد دی
هغه مضمون چې نوی نه وي، مبتذل ګڼل کېږي. مبتذل نن سبا د هغه فلم یا بل هنري اثر صفت هم دی چې په اخلاقي لحاظ پرېوتی وي، خو پخوانو د تکرارشوي او کلیشه شوي په معنا استعمالاوه.کاظم خان شیدا د مبتذل مضمون شاعر د نی په شان د مکررو نغمو ویناوال بولي:
هر مضمون یې مبتذل په شان د نی دی
ګویایي چې د معنا تهی دستان کا
کاظم خان شیدا په پښتو کې د هندي سبک د شاعري بشپړ استازی ګڼل کېږي. د هندي سبک شاعرانو د مضمون کلمه د کره کتنې او شعر پېژندنې د یوې اصطلاح په توګه ډېره راوړې ده. نوی مضمون، تازه مضمون، مبتذل مضمون، باریک مضمون، نازک مضمون او رنګین مضمون د همدې اصطلاح مشهور ترکیبونه دي چې د پښتو د کلاسیکو شاعرانو په دیوانونو کې ورسره مخ کېږو.
خوشحال خټک وایي:
هر شاعر څخه تازه مضمون د خان دی
د ښه لیندي صدقه خوري د ښکار شاړي
محمدي صاحبزاده وایي:
د تازه مضمون د قندو خوند پکې وي
چې مې خوږ دی د ګني تر بند حدیث
د هندي سبک شاعر چې غواړي په مکرر ژوند او چاپیریال کې نوي څه پیدا کړي او د زړو خبرو تر منځ نوې رابطه ومومي، ډېر دقت او تامل ته مجبورېږي. کله چې یې د خیال مارغه ډېرو پټو ګوټونو ته والوزي او نوي څه ومومي او شعر یې کړي، دغسې شعر د باریک مضمون لرونکی بلل کېدای شي. شیدا وایي:
لکه زلفې په بیان باریک مضمون ږدم
زه شیدا چې چېرې ساز مشکین قلم کړم
مشکین هم تور ته وایي، هم خوشبویه ته. زلفې چې تورې دي او خوشبویه ګڼل کېږي، په ادبي آثارو کې مشکینې بلل شوې دي. شیدا وایي چې کله مشکین قلم راواخلم ، د زلفو غوندې باریک مضمونونه کاږم.
نازک مضمون هم د باریک مضمون مترادف ښکاري. شیدا وایي:
د شیدا نازک مضمون کودن ته لولې
د هلال رویت دې وسپاره شبکور ته
( رنګین مضمون) د نازک او باریک مضمون غوندې د نوي، ښه او ښایسته مضمون په معنا راغلی دی. په هندي سبک کې چې نوښت د ښکلا تر ټولو لوی معیار دی، د مضمون ښکلا او ښه والی د هغه له نوښته نه بېلېږي او بلکې د نوښت نتیجه وي. دا هم د شیدا وینا ده:
شیدا خم کړم د خاطر لبرېز په وینو
زه چې بند لکه غونچه رنګین مضمون کړم
په پخواني ادب کې ( مضمون) د عالي مفهوم په ځای هم استعمال شوی دی.
یو خو هغه مضمون شو چې د نوي خیال، نوې تشبیه، نوې استعارې او ځینو ادبي صنعتونو ( یادونه: داسې ښکاري چې د پخوانو په نزد د نوي مضمون په جوړولو کې د لفظي بدیع برخه نشته خو د ځینو نورو صنعتونو لکه مبالغې، حسن تعلیل، مدعا مثل او تناسب برخه زیاته ده.) په مټ ایجادېږي او بل هغه مضمون دی چې تخیل او صنایع پکې مهم نه دي، بلکې مهمه دا ده چې په بیت کې عالي مفهوم نغښتی وي اود وجیزو غوندې استفاده ورنه وشي. د خوشحال خټک دا لاندې بیتونه د مضمون د اصطلاح د همدې وروستي تعبیر ښه مثالونه دي:
محتاج د نورو نورو نغریو شي
سړی چې خپله کټوه ماته کا
رخنه ګر د ملګ پرې مه ږده په خپل ملک کې
په حکمت په زور و زر په لښکرونه
چې پاچهانو ته واخلي تورې
د دوی خبرې شي په ملک مشهورې
که بیا باور کا په پاچهانو
هغه به میندې په ځان کا بورې
څو په تورو په توبریو په نیزو شي
صد چندان شي، په تدبیر په هنرونه
و مجنون ته د لیلا خبرې وایه
نه له علم له مذهبه نه له دینه
د مردۍ د نامردۍ تر منځ میل نه دی
تفاوت یې په ذره دی یا په ګام
ښه سردار وته د نوم خزانه بویه
که نور هیڅ ورڅخه نه وي بې له نامه
چې په زړه کې یې د عقل څراغ بل شي
ورځ و شپه ده په هغه باندې رڼا
هومره بدلې هومره سندرې
تمامې نه شوې د عشق سندرې
فهم مې وکړ د عشق په کار کې
لرې نزدې دي، نزدې دي لرې
هوښیار هغه دی چې سخت جنګونه
تر خیره راولي په فرهنګونه
نادان هغه دی چې په کار د سولې
ګډ کا د شر د فساد رنګونه
خوراک پوښاک د سړي دا دواړه
خوښي یې ګوښې خپل ځان ته غواړه
ښه ښه ځایونه ښه ښه باغونه
په دا چې وشي شریک دي واړه
چې د بدانو سره مقیم شي
که بیم یې نه وي هغه په بیم شي
ضرب المثل دی د دانایانو
دښمن چې دوست کړې دوست دې غلیم شي
په پخواني دیواني ادب کې د ( مضمون ) کلمه ډېر ځله هم د عالي محتوا او هم د نوي تصویر او باریک خیال په معنا کارول شوې ده. د کاظم خان شیدا په دې بیت کې چې د لوستونکو له نشتوالي نهیلي څرګندوي، مضمون په غالب ګومان په دواړو معناوو استعمال شوی دی:
هر مضمون مې لکه ګنج پوشیده پروت دی
د سطور ماران یې کا نګهباني
زموږ په اوسنۍ ادبپوهنه کې مضمون دوې نوې معناوې موندلې دي. په معاصرو ادبي بحثونو کې مضمون د موتیف Motif په معنا هم استعمالېږي، یعنې هغه مطلب چې بیا بیا راځيٍ. د سخاوت ستاینه د پښتو د پخواني ادب یو موتیف دی. له مرګه وېرېدل او مرګ نه هېرول د خیبرالبیان یو موتیف دی. له زړبودنه شکایت د خوشحال خټک د دیوان یو موتیف او مضمون بللای شو. د مضمون بله معاصره معنا دا ده چې د تیم Theme او پیغام په ځای ممکن راشي. مثلا د یوې کیسې موضوع به مینه وي خو مضمون او پیغام به یې دا وي چې مینه څوک د نورو لپاره نه کوي چې نور یې عوض ورکړي؛ مینه د ځان لپاره وي.
زموږ په دیواني ادب کې د کره کتنې او شعرپېژندنې ځینې نور اصطلاحات هم شته چې پلټنه او سپړنه یې د پخوانۍ کره کتنې او ادبي شعور په پېژندلو کې مرسته راسره کوي.
Sallamona aw niki hili,
Dir khaly aw di iftikhar ye Ghazanfar sahib.
Regards
Abdullah
زوندی اوسئ استاده ګله ډیر ښکلې لیکنه په قلم دې برکت ……..په لیکنو کې دې پروت دی لوی حکمت