پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهمجاهد په دوحه کې؛ ګڼو هېوادونو د وسله والو مخالفانو د نه...

مجاهد په دوحه کې؛ ګڼو هېوادونو د وسله والو مخالفانو د نه ملاتړ ډاډ راکړ

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د خپل رژیم د پلاوي مشري کوله، د دغې ناستې په حاشیه کې ادعا وکړه چې د بېلابېلو هېوادونو استازو د دوی له وسله والو مخالفانو د نه ملاتړ ډاډ ورکړی.

ذبیح الله مجاهد د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي.

تر دې مخکې یو شمېر هېوادونو او له هغې ډلې امریکا، بریتانیا او ځینو اروپایي هېوادونو په ښکاره خپله د طالبانو د وسله والو مخالفانو د نه ملاتړ اعلان کړی او د افغانستان د قضیې پر سوله ییز حل یې ټینګار کړی.

له دې سره، پاکستان، ایران او روسیه چې ظاهراً د طالبانو د رژیم تر ټولو نږدې متحدین دي، د دوی له وسله والو مخالفانو سره هم په نږدې اړیکو تورنیږي.

ایران عملاً د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې( ملي مقاومت جبهې) ته په تهران او مشهد کې دفترونه ورکړي او پاکستان او روسیې سره هم د طالب ضدو وسله والو ډلو د اړیکو خبرونه وخت په وخت خپریږي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان باور لري، چې دوی باید د بهرنیو هېوادونو پر داسې ژمنو د تکیې پر ځای  په زورواکۍ او بې قانونۍ د خپل رژیم له دوام ورکولو او د افراطي او ځپونکو پالېسیو له دوام څخه نور لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب