پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: د عفوې د عملي کولو تر څنګ مو « بشپړ...

مولوي کبیر: د عفوې د عملي کولو تر څنګ مو « بشپړ اسلامي نظام» قایم کړی

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر ملایانو سره د لیدنې پر مهال دوی ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د ده په ټکیو« بشپړ اسلامي نظام» قایم شوی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون د مولوي کبیر له قوله لیکلي:« له عمومي عفوې وروسته هیچاته کوم ستونزه نه شته او هر افغان په ازادانه توګه په خپل هېواد کې د اوسېدلو حق لري».

 نوموړي زیاته کړې، د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره وه او نن الحمدالله چې« اسلامي نظام قایم شوی» دی.

د طالبانو د رژیم سیاسي مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې لا هم د افغانستان له بېلابېلو سیمو د طالبانو لخوا د دوی مخالفانو سره د ناوړه چلند راپورونه خپریږي.

طالب چارواکي دا راپورونه ردوي، خو منتقدان یې باور لري چې د طالبانو لخوا پر رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه د همدې لپاره دي چې د دوی منفي کړنې مستندې او رسنیزې نه شي.

4 COMMENTS

  1. کوم بشپر اسلامي نظام؟
    د پنجاب استخباراتي اسلامي نظام او که د اسلام واقعي نظام؟
    د تولنى نيم قشر مو له پامه غورحولی. د کار او د زده کرو حق مو عری اخیستی او حوک د حق خبره کولی نه شي چی بیا تاسی نیولی وي أو زندان ته مو اچولی وي.

  2. لعنت مو پدی بشپړ اسلامی حمارت شه، ولی د متقاعدینو حقوق نه ورکوی؟ اسلامی نظام کی دروغ نوی تاسی ولی منافقت کوی؟ اسلامی نظام کی کار اهل د کار ته سپارل کیږی د خره ځویه پدی اسلامی نظام. ستاسو ټول اوامر له پنجابه د آی اس آی لخوا راځی کومه ده چیری دی ملا هیبو؟ د بربریت او ظلم نظام چی یو وار بیا په تاریخ کی تکرار کیږی چی د سقاوو له حکومت سره هیڅ توپیر نلری ـ یو مستبد نظام چی څوک پکی د نتقاد حق نلری ستاسو ټولو ښځی غی پدی نظام سره ـ

  3. زه کله چي بشپړ اسلامی نظام خبری اورم نو ما ته صدر اسلام ،خلفای راشدین رضی الله عنهم او امیرالمومنین حضرت عمر بن عبدالعزیز رح دورې را یادوی،نو هغه مقام ،هغه خدمات ،هغه تربیت او معلمی،هغه عدالت او اهلیت ،رضایت د امت او بشریت ،هغه علم پروری او علمی مراکز او په ټوله کی هغه د کامل آدمیت درجه او اوسنی د ژړا حال ؟
    تقریبا ۱۴ پیړۍ وړاندی خیر القرون او دا ننۍ ذلت او انواع د جهالت او بی عدالتی ،دا ښیی چي څومره بی خبره او په ځان مین یو ؟
    پریږدی چي دا خبری ملت او امت وکړی هغه چي وایی : مشک آنست که خود بوید نه آنکه عطار ګوید.
    اللهم اهدنا الصراط المستقیم .

  4. زه کله چي بشپړ اسلامی نظام خبری اورم نو ما ته صدر اسلام ،خلفای راشدین رضی الله عنهم او امیرالمومنین حضرت عمر بن عبدالعزیز رح دورې را یادوی،نو هغه مقام ،هغه خدمات ،هغه تربیت او معلمی،هغه عدالت او اهلیت ،رضایت د امت او بشریت ،هغه علم پروری او علمی مراکز او په ټوله کی هغه د کامل آدمیت درجه او اوسنی د ژړا حال ؟
    تقریبا ۱۴ پیړۍ وړاندی خیر القرون او دا ننۍ ذلت او انواع د جهالت او بی عدالتی ،دا ښیی چي څومره بی خبره او په ځان مین یو ؟
    پریږدی چي دا خبری ملت او امت وکړی هغه چي وایی : مشک آنست که خود بوید نه آنکه عطار ګوید.
    اللهم اهدنا الصراط المستقیم .
    راځی چي دبشپړ اسلام او اسلامی نظام یوه شمه یی د حضرت عمربن عبدالعزیز رح په ژوند کی وګورو:حضرت عمر ثانی یوه ورځ خپلی لور ته غږ وکړ،لورې اوبه راوړه،امیر دری ځلې خپل لور ته د اوبو راوړلو غږ تکرار کړ،لیکن لور یی اوبه رانوړی،لږه شیبه وروسته میرمن یی د اوبو جام امیر ته وړاندی کړ،امیر په ناراضی سره وویل:چاته چي ما د اوبو راوړلو ویلی وو ،ولی هغې اوبه رانوړی؟
    ولی زما اولادونه نافرمانه شوی؟
    میرمن یی ځواب ورکړ،دهغې کمیس شلیدلی ،بل کمیس نلری،د هغې د بدن یوه حصه ښکاری،هغه خپل کمیس ګنډی نو ځکه ما درته اوبه راوړی.میرمن یی ورزیاته کړه:تر څو چي ته امیر شوی یی ،فقر زموږ کور کی دیره اچولی،لور چي نورې جامې ونلری نو څنګه باندی لاړه شی یا تا ته راشی.
    حضرت عمر رح د کور صحن ته ووت ،دومره یی وژړل چي مبارکه ږیره یی لمده شوه بیا یی وویل:الحمدلله،کله چي د عمر کور ته حکومت راغی ،مال او دولت کډه وکړه او شکر چي د عمر کور کی حرام نشته.
    اوس مقایسه موږ ژړوی چي امراء څومره بی خبره او په الفاظو لوبې کوی هغه هم شیوخ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب