پنجشنبه, جولای 4, 2024
Home+ له نړۍ څخه د ګډ سوله ییز ژوند په اړه د چین...

 له نړۍ څخه د ګډ سوله ییز ژوند په اړه د چین غوښتنه څه معنا لري؟

محمدشفیق رشید

په داسې حال کې چې په اوکراين، منځني ختیځ په تېره بیا فلسطین کې جګړې او وژنې په داسې بڼه روانې دي چې د امریکا په شمول یو شمېر ستر قدرتونه په مستقیم ډول پکې ښکيل دي، د چین تر ټولو لوی مشر شي جین پينګ تازه د ګډ سوله ییز ژوند د پنځو اصولو د جوړېدو د ۷۰مې کالیزې په مناسبت خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ګډ سوله ییز ژوند په چوکاټ کې دې حرکت وکړي.

 ده که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو ویلي يې دي چې بېجینګ د ګډ برخلیک بشري ټولنې رامنځته کېدو لپاره هڅې کوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې همداسې وکړي.

هغه ویلي چې۷۰ کاله وړاندې د ګډ سوله ییز ژوند لپاره پنځه اصول وړاندې شوي او نن دغه اصول د زمان او مکان له پولو اوښتي دي او د نړیوالو اړیکو او بین المللي حقوقو د حاکمیت لپاره یو تاریخي معیار جوړ شوی او د مختلفو اجتماعي نظامونو په لرلو سره د هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړېدو اصلي راهنمايي يې کړې ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا او یو شمېر لوېدېځو هېوادونو اوکراین ته د روسيې پرضد او اسراییلو ته د فلسطین مسلمانانو پرضد وسلې او پيسې ورکړې او په لوی لاس غواړي چې هلته د جګړو اور لا پسې چټک او زورور کړي.

 رویټرز خبري آژانس د جون په ۲۸مه د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې پر فلسطین د اسراییلو د وروستي تېري له پيل راهیسې هغوی ته لسګونه زره درانه بمونه او ډل وژونکې وسلې ورکړې دي.

د امریکا په مشرۍ یو شمېر لوېدیځي قدرتونه په دې تورن دي چې په نړۍ کې جګړې بلوي او له دې لارې له یوې خوا پر نړۍ خپله باداري دوامداره ساتي او له بلې خوا خپلو وسلو او نظامي تجهیزاتو ته بازارونه پيدا کوي.

که څه هم دا نوې خبره نه ده چې د نړۍ ډېری آزادي غواړي ملتونه په ځانګړې توګه مخ پر وده هېوادونه نه غواړي چې خپل واک او برخلیک يې د مریکا په قبضه کې دوامدار پاتې شي او د دې لپاره هڅه کوي چې نړۍ باید له یو قطبي حالته بهر شي او په نړیوالو پرېکړو کې ټول هېوادونه په مساوي توګه رول او د نظر حق ولري.

زما شخصي نظر دا دی چې د شي جین پينګ په وروستیو خبرو کې امریکا او نورو جنګ غوښتوونکو هېوادونو ته دا واضح پيغام شته چې نور باید د نړیوالو پر برخلیک لوبې ونه کړي او نړۍ دې له دې څخه لا ډېر بد حالت نه نه بیايي.

هغه ویلي چې بشر باید په دې حساس تاریخي پړاو کې د سولې او جنګ، اتحاد او تقابل، سوکالۍ او وروسته پاتې والي ترمنځ انتخاب وکړي او باید د ګډ برخلیک بشري ټولنې جوړېدو لپاره هڅې وکړي او د ګډ سوله ییز ژوند له اصولو دفاع وکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ ځینې هېوادونه د ملګرو ملتونو په شمول د هېڅ نهاد د پرېکړو خیال نه ساتي او هرڅه د خپلو ګټو په رڼا کې په خپل سر کوي او دې کار د نړۍ د عامه افکارو ډېرې نیوکې هم له ځان سره درلودلې دي، د چین تر ټولو لوړپوړي مشر هم دې وضعیت ته په اشارې سره له نړیوالې غوښتي چې د حاکمیت د برابرۍ اصل دې وساتي، د متقابل درناوي پايې دې ټینګې کړي، د سولې او امنیت خوب دې پر واقعیت بدل کړي او هوساینې ته د رسېدو لپاره دې ټوله انرژي متحده او راغونډه کړي او عدالت او انصاف ته دې ژمن واوسي.

دی وايي چې دغه پنځه اصول د یوموټي توب له لارې د همکارۍ لپاره د مخ پر وده هېوادونو له هڅو د ملاتړ لپاره قدرتمند ځواک ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې د ګډ سوله ییز ژوند پنځه اصول په ۱۹۵۴میلادي کال کې د چین، هند او میانمار هېوادونو له خوا مطرح شول چې د یو او بل په کورنیو چارو کې د مداخلې نه کول، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت حق ته متقابل درناوی، متقابلې ګټې او برابري، یو پر بیل تېری نه کول او ګډ سوله ییز ژوند څخه عبارت دي.

2 COMMENTS

  1. چینایان د ګُره زامن جالب مخلوق دی، د ایډیولوژیکی _ اقتصادی نظره ئی مارکسیزم ته شا ور ګرځولی ده او کاپیټالیزم ته معتقد دی خو د فرهنګی نظره تر اوسه هم په ناځوانانه او خبیثانه توګه مسلمانی پرګنی ځپی ( دا به یو جدّی تناقض وی چی له یوی خوا په هر ډګر کی د پرمختګ او نفوذ هڅه کوی او له بلی خوا فقط او فقط مسلمانان ټکوی نه نور مذاهب او ادیان ).
    هیله ده چی چینایان نه یوازی د مسلمانو پرګنو د ځپلو څخه لاس واخلی بلکه په نړیوال ډګر کی د مسلمانو او نورو مظلومو وولسونو دفاع هم د خپلی سیاسی _ اقتصادی ستراتژی یوه مهمه برخه وګرځوی.

  2. غلام حضرت خانه زه اوس محال له میاشتو نه را په دې خوا چین کې یم، مسلمانانو سره هم وغږیدلم، د مسلمانانو رستورانت کې مې ډوډۍ وخوړله، دا چه تاسې حکم صادروی او دروغې خبرې او آوازې لیکی، عقل سره برابر نه دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب