دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+مرسته / لنډه کیسه / ډاکتر احسان الله درمل

مرسته / لنډه کیسه / ډاکتر احسان الله درمل

قدم بايد يو څه تېز کړم. که په لسو دقيقو کې د کلي بس و نه نيسم، بيا به یو ساعت بل بس ته منتظر يم. د جرمني کلي ښکلي دي، خو ټرانسپورټ يې بنده ليونی کوي. که یوه دقيقه وروسته هم تمځای ته ورسېږې، يو ساعت وروسته پاتېږې. 

دا دی پنځه کم دوولس دي او په پنځه باندې يوه بس راځي، خو چې نن په دې مارکېټ کې خلک څنگه په کتارونو کې ولاړ دي؟ ته صبر چې په دې بېنر يې څه ليکلي.

Ärzte ohne Grenzen 

پوی نشوم. په يو کال کې نو دومره جرمني نه زده کېږي، چې اعلانات او لوحې دې ولوستلای شم. بايد گوگل يې کړم. دوی دې خدای سټ کړي په دې سخته ژبه. په يو کال کې بنده هره ژبه د خبرو تر بريده زده کولای شي، خو په دې مردارې مو هیڅ ژبه نه گرځي. ته صبر چې گوگل ماما څۀ وايي.

Doctors without borders

ښه ښه پوی شوم، دا خو هماغه د بې پولې ډاکټرانو کومه ډله ده. والله دوی خو وطن کې ډېره مرسته راسره کړې وه. پنځمه لور مې چې کېده، مور يې د همدوی په روغتون کې بې پيسو عمليات شوه. ښه سيسټم يې درلود. ماشومې ته يې جامې او خواړه سرباري پسې راکړل. دلته هم ضرور څه مرستې وېشي. بايد موقع خطا نه کړم. له خنځيره چې ويښته هم وځي، غنیمت دی. 

خو چې په کوم کتار کې ودرېږم؟ هغه يو اول او دوهم کتار ته زړه ښځه او سپین ږيری سړی خبرې کوي. که هر يو کتار کې ودرېږم، نو دوی ته به مخامخېږم. زما جرمني نه ده زده او د دوی زاړه په مات سر هم بله ژبه نه وايي. دا درېيم کتار به ښه وي. دغه ځوانه جينۍ ممکن په انگلیسي وپوهېږي. کتار لږ اوږد دی، خو ځه خير. مهمه دا ده چې په خبره ورسره پوی شم. که څه ترې بود نه شول، صرف څو دقيقې يې خبرې او خوږه خندا هم په اوږده انتظار ارزي. بس که تېر شي، بل به راشي. زما څه د شولو لوونه گډ دي، خو وزگار سړی یم. خورم، څښم او حساب نه منم. کور، سوسيال، کورس، صحي بيمه، مکتب، کودکستان او هر څه شته. کار ته والله که هيڅ ضرورت وي. هغه ورځ چې حاجي صديق له فرانکفورته پوښتنې ته راغلی و، سمه خبره يې وکړه. بنده ولې په کار ځان له کاره وباسي. سوسيال به درباندې قطع کړي او نورې ټولې خرچې به هم په تا راځي. نيمه تنخا به په ماليو کې رانه گرځوي‌، نیمه د کور په کرايه او نورو ټرتو لغتو کې. لگيا به يم خو دوی ته. نه به د دین شم نه د دنيا. ښه ده چې د حاجي صديق غوندې دوی سره په یوه او بله پلمه راجسټر پاتې شم. هم به يې له ماليو خلاص يم او هم له نورو جنجالونو. زه به غلی غوندې يو بل کار ولټوم‌. د دوی ړنده سترگه د حاجي صديق خبره بېخي وتلې ده. څو کاله وروسته به حج ته لاړ شو‌. چې دوی ته ماليه ورکوم او په هغو پيسو بيا د دوی نجونې او هلکان لوفرۍ کوي، ولې په خپلو پيسو د ثواب کار ونکم.

اوففف دې سړي خو دومره ورسره اوږده کړه. بابا خو خبره خلاصوه، نوبت تېروه. فکر نه کوي چې څوک به کار لري. ځه دا يې پنځه دقيقې نور انتظار. بالاخره را رسېدلی یم. 

چې بنده څه پلمه ورته وکړي؟ ماشومان خو مو بس کړي، چې دوی به دلته څه مرستې کوي؟ خلکو ته د ماشومانو بسکټ ور ښيي. فکر کوم کمزورو ماشومانو ته خواړه ورکوي. ځه دا هم ښه دي. زموږ خو ټول کمزوري دي. په پنځو کې يو سم ماشوم نه جوړېږي. څوک ناروغ، څوک سوتغذي، څوک بې اشتها، څوک وږي….

– هلو هرسلش ويلکومن.

– وبخښئ زه نوی يم، په جرمني سم نشم غږېدلی، کولای شو په انگليسي خبرې وکړو؟

– هو هو ولې نه. تاسو ته چې هر ډول اسانه وي.

– ډېره مننه. ستاسو له مرستو خبر شوم. کابل کې مو هم ما سره او زموږ ټولو وطندارانو سره ډېره مرسته کړې ده. زما مېرمن مو مفته عمليات کړه. شکر چې په دنيا کې ستاسو غوندې خلک شته. دلته نوي يو، اولادونه مې کمزوري او بيماران دي. ستاسو مرسته که را ورسېږي، منندوی به يم.

– واوو ډېر ښه، چې موږ پېژنې او مرسته مو در رسېدلې. موږ په ډېرو غريبو هيوادونو کې روغتونونه لرو او له ناروغانو سره مرستې کوو.

– بلکل بلکل راته معلومه ده. ځکه خو مې په دې اوږده کتار کې درته انتظار وکړ.

– مننه، مننه خو دلته مرسته نه کوو. بلکې مرستې ټولوو. د بسکټو دغه کوتی د خوارځواکو ماشومانو خواړه دي. که تاسو هره مياشت موږ سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړئ، موږ دغه خواړه ډېرو بېوزله‌ ماشومانو ته رسولای شو او هغوی له مرگه ژغورلای شو.

– پوی نشوم؟ زه څنگه مرسته وکړم؟ زه خو نوی مهاجر یم او خپل ماشومان مې هم دې شيانو ته اړتيا لري.

– کولای شې دې خيريه اکاونټ ته هره مياشت کمه اندازه مرسته واستوې. دغه بروشر ولوله، ټول معلومات او طريقه په کې لیکل شوي دي.

– سمه ده را يې که. زه يې لولم.

دا څه د سپي زامن دي. ما ويل که مرسته راسره کوي. دوی خو یې له ما غواړي. وايي يو له لوږې مري بل يې سر ته پراټې لټوي. هسې مې له بسه هم ځان پاتې کړ او څه شی بود هم نه شول. د خلکو خبره هندو هم شوم او گوړې مې هم و نه خوړې. اوس نو بايد نيم ساعت په تمځای کې منتظر شم. ته صبر چې دا بروشر کې يې څه ليکلي.

«په نړۍ کې میلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي، چې زياتره يې په غريبو او جنگ ځپليو وطنونو کې دي. که تاسې د مياشتې څو پيالې کافي يا څو ايسکريمه کم وخورئ، دنيا نه ورانېږي. دغه پيسې بچت کړئ او زموږ خيريه اکاونټ ته يې واستوئ. ممکن ستاسو په رالېږلو پيسو د گڼو ماشومانو ژوند بچ شي. ښايي په دې ماشومانو کې داسې ساينس پوهان او عالمان هم وي، چې د بشريت په گټه به لوی کارونه وکړي….»

دې د وږي زامنو ته گوره، اوس په‌ دې چل او غوړو کيسو خلک لوټي او بيا خپلې مزې چړچې پرې کوي. صبر زه به مو هم خوښ شم. در و مې لېږلې.

دغه ټوټې ټوټې بروشر زما مرسته ده، دا د تمځای کثافت داني ستاسو بانک دی. هن دا يې درلېږلې.

پای،


LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب