یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Home+سلیمان لایق د «چونغر» په رڼا کې

سلیمان لایق د «چونغر» په رڼا کې

(یوه نوې زاویه)

رحمت شاه فراز

آیا د یوه لوی شخصیت، شاعر او لیکوال په تېروتنو او منفي ټکو پرده واچوو؟ آیا مثبت او منفي دواړه يې بیان کړو؟ آیا اتل پرستي همدا ده، چې منفي يې پټ او په مثبتو يې تر جذباتي او نه منطقي بریدونو ټینګار وکړو؟

په برِصغیر کې د اتل پرستي په اړه ډاکټر مبارک علي هم ښې تفصیلي او علمي خبرې کړې. ده په مسلمانانو، په تېره برِصغیر او وروسته د برِصغیر د تجزیې په نتیجه کې په درې هېوادونو کې د جذباتي او ړندې اتل پرستي په تړاو داسې خبرې هم وکړې، چې پر ده د ډېر توند تنقید او تخریب سبب شوې دي. د ده یوه ډېره پخه خبره دا ده، چې وروسته پاتې قومونه چې نوي اتلان نه شي زېږولی، نو اتل پرستي ته مخه کوي.

زما په نظر د اتل پرستي لوی عیب به دا وي، چې د نویو اتلانو د تولید یا مخه نیسي او یا یې دومره ورو کوي، چې ډېرکله یو اتل موجود وي او یا پېړۍ، پېړۍ پرې تېرې وي، خو قوم يې خبر نه وي. البته د دې په خوا کې دا خبره هم د توجه وړ ده، چې د اتل په اړه د یوې وړې منفي نکتې مشهورېدل هم د هغه شخصیت د تل لپاره وژلی یا يې نوم ور بدولی شي. بد شهرت د یوه ښامار په څېر دی، چې د مثبت شهرت ګڼ اړخونه له ستوني تېروي او په سپین ټوکر یوازې د تور داغ په څېر نه وي، بلکې له ځان سره ټوله لمنه توروي.

سلیمان لایق زموږ د هېواد مشهور او منلی شاعر دی. د ده شهرت یوازې د هېواد دننه نه وو، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې يې هم د داسې شاعر مقام ګټلی وو، چې د استاد غضنفر په قول «استثنايي مقام» وو. خو دغه استثنايي مقام، د شاعر او اکاډمیک شخصیت په توګه شهرت او د وطن په علمي، فرهنګي او اداري برخو کې خپلو بې سارې ستړیاوو هم د ده له سپینې لمنې یو داغ ونه شو وینځلای او دی يې د بدنامۍ یوې داسې کندې ته وغورځاوه، چې چا يې که د را پورته کولو هڅه هم وکړه، نو په دومره احتیاط يې وکړه، چې ډېرکله خو يې هغه داغ د پاکېدو په ځای لا زیات او واضح شو. نن ورځ چې موږ سلیمان لایق په سیاسي لایق او شاعر لایق وېشو، دا د همدغه ډول محتاطې ژغورنې یو مثال دی.

د سلیمان لایق په اثارو کې تر ټولو ډېر مشهور یې د «چونغر» په نوم شعري ټولګه ده او شاید د دغې ټولګې د ډېر شهرت سبب به چونغر غره ته لیکل شوې ترانې وي. خو د دې اثر ژوره مطالعه یو بل ټکی هم راته واضح کوي. په چونغر کې موږ یو شاعر یا هغه لایق چې نن زموږ ترمنځ ژوندی دی، د جوړېدو په حال کې وینو. منظور مې له فني او هنري اړخونو شاعر نه دی، بلکې یو داسې څوک دی، چې یوازې قوال نه دی، بلکې د یوه فعال انسان په حیث د یو څه د کولو تمه ورته پیدا کېږي. دغه انسان خپل شاعر کېدل هم په دې ډول توجیه کوي:

شاعرۍ ته به مې لاس ور وړی نه وو
که مې قام سره د زړه اختیار نه وای

په چونغر کې موږ یو جذباتي او حساس ځوان وینو، چې له وطني مینې سرشاره دی، د ابادۍ او پرمختګ نغمې او جذبې يې په تن و من کې نغښتي دي، یو داسې څوک دی چې د دوست او دښمن لپاره یوازینی معیار يې وطن دوستي او وطن پالنه ده، د خپل قام او وطن د دماغ هر توفان او تندر ته متوجې دی:

د قوم په دماغ کې چې کوم نوی توفان راشي
د شعر په جامه کې زه نڅېږمه نڅېږم

یا:

هیلې د وطن د ولسونو زما په شعر کې
نویو ارمانو ته د فکرونو اړول کوي

د چونغر شاعر که شعر لیکي، نغمې سازوي، عملي فعالیتونه کوي، سیاست ته ور دانګي، ملګرتیا یا دښمني کوي، یوازې د خپل ولس او وطن لپاره يې کوي، بل معلوم هدف نه لري. د چونغر شاعر د «همه اوست» مجسم تصویر دی، خو د ده «او» د صوفیانو «او» نه دی، «او» يې ولس او وطن دی:

زه څه یم دا اولس دی چې هر لوري ته مې بیايي
د دوی تر ارادې لاندې خوځېږمه خوځېږم

د چونغر د ځوان د انځورنې لپاره اجازه راکړئ، چې د تاریخ دروازې ته ودرېږم. دغه ځوان بلاتشبیه د خپل وخت ناپاچا غازي امان الله خان دی. دی په زړه کې پاچاهي کول غواړي، د وطن ابادي او پرمختګ یې یوازینۍ هیله ده، د پاچاهانو غوندې د ده پیغام او وینا د ولس لپاره ده او د عملي کارونو او فعالیتونو لپاره زلمیو ته ډېرې زیاتې خبرې لري. دی د هغوی په انرژي ډېر زیات باور لري، تر دې چې له زلميو نه خپل ځان ځاروي:

جار دې شمه، جار دې شمه، جار دې شم
جار دې شم زلمیه، له پښتو سره

پوښتنه دا ده، چې یوازې د چونغر ځوان ولې له وطن سره دومره لېونۍ مینه لري چې د ابادي لپاره يې ښه او بد نه سنجوي او له هرې نغارې چې د وطن د ابادي غږ اوري، په هماغه خوا منډې ور وهي؟ دوه ځوابونه ورته لرو. یو دا چې ځوان له خپل ولس ناهیلی دی، په دې چې:

ویښ به نه شي دغه قوم که نغمه شوم سر تر پایه
که رباب غوندې ګویا شي د لایق د زړه تارونه

دوه، دی شاعر دی، ویښ او بیدار دی، حساسیت یې تر عوامو ډېر لوړ، د شاعرانو حساسیت ورسره دی. د وطن د جوړولو پیاوړې ارادې او لوړ عزم لري. بله مهمه دا چې د وطن د جوړولو چل او شعور هم لري. دی د وطن لپاره له خپل سر او ماله یوازې تېر نه دی، بلکې په دې عقیده لري، چې د وطن باغ یوازې د باغوان په وینو ښېرازه کېدلی شي. دی که یوې خوا ته تر ځوانانو خپله خبره رسوي، نو بل خوا د ځوان په توګه د ځان د قرباني څرکونه هم راکوي:

هغه باغ چې د باغوان له وینو روغ وي
هلته نه ښايي مستي او نه خندل

یا:

څو په توره لرې نه شي له وطنه
وطن کور د استبداد دی یا غوجل

هغه ځوانان چې د چونغر د ځوان په رنګ و بوی باندې وي، د هغوی مستقبل، ارزښتونه او اجتماعي او سیاسي تګلارې د وخت او زمانې حالات ټاکي. ځینې خلک په دې ګومان دي، چې که سلیمان لایق په سیاست کې ونډه نه وای اخیستې، لا ډېر مقبول او محبوب شاعر او لیکوال به وو. خو زما په نظر دا خبره عموما هغه څوک کولی شي چې لایق یې سرسري لوستی وي او هغه زلمی نه ویني، چې په یوه داسې کښتۍ کې سپور شوی دی، چې واک یې هم له ده سره نشته او له خپله بده بخته د کښتۍ لوری هم د تباهۍ په لوري دی. بل نظر مې دا دی، چې د لایق سیاست یا سیاسي مفکوره که کامیاب شوي او د وطن د خیر سبب شوي وای، نو لایق به لا لوی شاعر وو او و دې شي چې د اوسني عصر د ملت ساز شاعر لقب مو ورکړی وای. په دې چې ده خپلې ایډیالوژي ته ډېر په صداقت کار وکړ او په تبلیغ کې يې تر نورو مخکې او تر نورو ډېر پیاوړی وو. همدا ایډیالوژي د ده د عصر اواز وو او دی چې د وطن د جوړېدو له سوزنده هیلو سره راوتلی وو، په همدې اواز پسې لاړ:

د هېواد خاوره به جوړه د جنت کړو
که غوږ کېږدو د دې عصر زمزمو ته

داسې نه وه چې زموږ په وطن کې یوازې د خلق او پرچمو کمونیستي سیاستونه بدنامه او بدمرغه شوو، بلکې دلته نورو نظامونو هم ښه ورځ نه ده لیدلې او یا ترې موږ ښه ورځ نه ده لیدلې. آیا زموږ د سلطنت اداره کامیابه وه او ګڼې ناخوالې يې راته پرې نه ښودې؟ آیا جمهوریت زموږ په خیر وو؟ دې وطن کې هرې سیاسي ایډیالوژي، نظام او مفکورې بدبختي اړولې ده او د لایق د سیاستونو بدمرغۍ که تر نورو کمې نه وې، زیاتې هم نه وې. لایق هم له دغې بدبختي له تاثیره ډکه ژړا کړې:

زه لایق د هسې بدبختۍ او جفا نه ومه
بخت په بله مخه اوښتلی خبرابي کوي

دغه بخت که په بله مخه نه وای اوښتی، نن به لایق ملي او اتل شاعر وو. زموږ وطن له ډېر پخوا څخه د نظامونو لابراتوار پاتې شوی او له یوه هم د ډکې خولې خندا نه لرو.

ما پورته د سلیمان لایق د صداقت خبره وکړه، اصلاً د ده صداقت خپلې ایډیالوژي ته هومره نه وو، څومره چې دی له خپل وطن سره صادق وو. ده که کمونیستي ایډیالوژي خپله کړې هم وه، د وطن په خیر یې لیده او د وطن لپاره يې غوره کړې وه، دا یوازې د یوه صادق انسان اواز کېدلی شي:

زه چې د ناوړه زمانې په هره لوبه کې
سل وارې په مخ باندې لوېدلی درېدلی یم
ما دا همه واړه ستا په مینه کې زغملي دي
اې ګرانه هېواده! ستا لپاره مې منلي دي

د سلیمان لایق د زېږېدو په کال د پاکستان مشهور او تر ټولو لوی شاعر فیض احمد فیض نولس کلن شوی وو. فیض صاحب هم له کمونیستي نظریې متاثر او د کمونیستي سیاستونو ملاتړی شاعر وو. هغسې چې سلیمان لایق دغه نظام د ټولې دنیا لپاره د خیر او فلاح موجب باله، فیض صاحب هم په دې کلک باوري وو، چې له اوسنیو ټولو بدبختیو د خلاصون یوازینۍ لاره په سوشیالیزم کې نغښتې ده. سلیمان لایق هم روسي اثارو سره بلد وو، د هغوی له فکر او فلسفې متاثر وو او د څو شاعرانو شعرونه يې را ژباړلي دي او د فیض صاحب خو شوروي اتحاد دومره خوښ وو، چې خپل دوهم کور يې لیده.

د فیض او لایق ترمنځ د مشترکو ټکو له یادولو مې منظور دا دی، چې له فکري او سیاسي او ممکن فني او شعري لحاظه دواړه د یوې پاڼې کسان وو، خو دا چې کمونیستي سیاستونو پاکستان ته هغومره بدبختۍ، ناخوالې او نه ختمېدونکي بحرانونه وا نه ړول، څومره يې چې موږ ته را پېښ کړل، نو د فیض لمنه داغداره نه شوه او د پاکستان د تر ټولو لوی شاعر مقام يې خپل کړ، خو لایق له خپل «استثنايي مقام» سره، سره داغداره لمن ګرځوي.

زما په نظر د دې په ځای چې لایق ملامت شي یا يې په سیاسي لایق او شاعر لایق ووېشو، بویه چې له خپله بخته او فلکه ژړا وکړو. که موږ دا منو چې لایق د خپل وخت لوی شاعر وو. نو څومره چې یو شاعر لوی وي، هماغومره به حساس هم وي او بیا دا امکان خامخا زیاتېږي، چې دغه حساس شاعر دې د وخت د سیاستونو قرباني او یا اتل شي، خو دا تمه نه شو کولی، چې ګوشه نشین او په کور دې کېني.

2 COMMENTS

  1. ښکلې او ډېره پر ځای ليکنه مو د لايق صاحب پر سياسي او فرهنګي ژوند او تګلارې کړې ده.
    لايق صاحب د يوه داسې سپېڅلی زړه څېښتن و چې د ده سوچ او فکر يوازې د وطن د آبادۍ او خلګو ته د ښېګڼو غوښتو له پاره کاوه.
    دا چې د حزب اکثره غړي د قدرت نيولو په لومو کې ايسار او خلګ او وطن يې له پامه وغورځول، د هغه پر وړاندی لايق صاحب تل درېدلی و چې بېلګې يې تاسې هم د ده د شعرونو په ذريعه په ليکنه کې راوستي دي.

  2. د تاریخ او ټولنی سوځلی سکاره یوازی او یوازی د فردی سلیقو د چرسو او تنباکو په چِلم کی د استعمال وړ دی او بس.
    د یو سندرغاړی هنر د هغه د شخصیت د څرنګوالی سره هیڅ تړاؤ نلری خو د یو ادیب او شاعر د شخصیت څرنګوالی ( خصوصاً هغه شاعر چی ځان د ټولنی په درد دردمن ګڼی ) ډیر اهمیت او اعتبار لری.
    د پردۍ استعماری ایډیولوژی د تولیداتو بسته بندی د ملی! مارکونو په چاپ او بسته بندی او چسپ هیڅکله د منلو وړ نه ده.
    دا به ځان ایستنه او بل ایستنه وی چی ( مثلاً) وطنی رهبر می د مورنۍ ژبی سره پردی او په باطن کی حتی د مورنۍ ژبی او مورنی فرهنګ او کلتور او معنویت دښمن وی او همدارنګه د جغرافیائی سرحد بهر رهبر می د کاذب او ویرانوونکی کمونیزم مشر وی خو خپل شعر می د پاکو ځوانانو د فکری د ګمراهی او صید او ښکار لپاره کارَوَلی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب