پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، ژر به د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیل...

پاکستان وايي، ژر به د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیل کړي

تاند (جمعه، د اسد ۲۶مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو به ژر پیل شي.

پاکستان د تېر کال په نوومبر کې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر اعلان کړ او ډېرو کتونکو د پاکستان اعلان پر افغانستان د فشار لپاره یوه سیاسي حربه وبلله. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له لوري د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو اعلان هم داسي ښکاري چې سیاسي انګېزه ولري.

نقوي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:

«موږ خپل هیواد افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته استولو لپاره ژر بل پړاو پیلوو.

پاکستان له ترهګرۍ زیات اغېزمن هیواد دی. د پاکستان امنیتي ځواکونو د تروریزم خلاف په جګړه کې بې سارې قربانۍ ورکړي دي.»

ده نور جزییات نه دي ورکړي چې مثلاً په دوهم پړاو کې به کوم افغان کډوال له پاکستانه ایستل کېږي او یا کله به دوهم پړاو پیلېږي.

پاکستان چې د ټي ټي پي، بلوچو بیلتون غوښتونکو او نورو ډلو له زیاتېدونکې جګړې سره مخامخ دی، کله وايي چې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې وراوړي او کله بیا په عین حال کې وايي چې پر ټوله ډیورند کرښه یې دېوال او ازغن سیم درولي او هیڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولی او کله بیا ناامني په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره تړي.

پاکستان د تېر کال په ژمي کې شاوخوا ۶ لکه افغان کډوال له خپلې خاورې په داسي حال کې وایستل چې یو شمېر کډوال یې دې ته پرې نه ښودل چې د خپل کور وسایل له ځان سره راوړي.

1 COMMENT

  1. زه به په دې خوشحال شم چې ټول له یوې مخې راوباسي.
    تر هغه به دې وطن کې ډز او ډوز وي
    چې پلرونه یې دلې (دلته) زامن یې کوز وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب