پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپیترایس: امریکا باید د جنوبي کوریا په شان په افغانستان کې دایمي...

پیترایس: امریکا باید د جنوبي کوریا په شان په افغانستان کې دایمي اډه جوړه کړې وای

تاند (جمعه، د اسد ۲۶ مه) په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پخواني امریکايي قوماندان ډیویډ پیټرایس د امریکا او طالبانو خبرې د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو ناوړه موافقه وبلله.

پیټرایس، چې د سي آی اې د مشر په توګه یې هم کار کړی، له افغانستان څخه د امریکا وتل یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې امریکا باید د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شوې وای.

هغه وویل چې متحدو ایالتونو د افغانستان په جګړه کې ډېرې تېروتنې کړې دي او ټینګار یې وکړ: “د امریکا پرمختللي تجهیزات باید افغان اردو ته نه وای ورکړل شوي.”

د سي ای اې پخواني مشر دا هم وویل چې امریکا باید په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شوې وای او په افغانستان کې یې د جنوبي کوریا په څېر یوه دایمي پوځي اډه جوړه کړې وای.

د دوحې موافقه له اوږدو خبرو ووروسته د ۱۳۹۸ د حوت په لسمه نېټه (د ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۹ مه) د ملاعبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد له لوري لاسلیک شوه.

پیټرایس تر دې مخکې هم ویلي و چې له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو وتل د دې سبب شو چې د دوی دښمنان ادعا وکړي چې متحد ایالتونه یو باوري شریک نه دی او یو مخ پر زوال قدرت دی.”

خو د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د دوحې موافقه یې له طالبانو سره لاسلیک کړه او یو شمېر نور امریکايي چارواکي وايي چې امریکا د القاعده او تروریزم د ځپلو لپاره افغانستان ته تللې وه او دا هدف یې ترلاسه کړ او د افغانستان جګړه په داسي حال کې چې د روسیې او چین خطر مخ په زیاتېدو دی، په دې نه ارزیده چې امریکا خپلې منابع هلته مصرف کړي.

3 COMMENTS

  1. پښتو متل. چى لوګر لو تير شي بيا مي د خداى جوړه نکړي. ياپه بښني سره دغه متل. پس له باد وتلو پلترۍ ګټه نلري. اوس خو دامريکا د شل کلني معدي باد وتلۍ دي. او دبل ځل لپاره وړاند ويينه سخته ده. او وروستۍ خبره دا چي تر پس پښيمانۍ نه وړومبۍ سوچ ښه وي.

  2. تا سې نه مړېږئ! ټول ملک مو غلا کړ، تاسې غربیان شرم نه لرئ! تاسې نور آسیا ته د ننوتلو حق نه لرئ! له ۳۲۰۰ کاله را هیسې مو نړۍ په اور کې سوځولې ده:https://www.google.com/search?q=1177+vor+christus&oq=1&gs_lcrp=EgZjaHJvbWUqBggBEEUYOzIGCAAQRRg5MgYIARBFGDsyBwgCEAAYjwIyBwgDEAAYjwIyBwgEEAAYjwIyBggFEEUYPTIGCAYQRRg9MgYIBxBFGD3SAQoxODkzMGowajE1qAIIsAIB&sourceid=chrome&ie=UTF-8#fpstate=ive&vld=cid:605e182c,vid:hWk2fUeQXiQ,st:0

  3. پخوانۍ امریکايی قوماندان او د سی آي اي پخوانۍ مشر دیویډ پیترایس هم د خپلی غلیسی امریکا فریبکاری پټولو لپاره په افغانستان کښی د جنوبی کوریا په شان د نظامی اډی بابولانی شروع کړی دی ، پخوانیه قوماندانه او د سی آي اي پخوانۍ مشره تاسی ته د افغان غیرتی ملت صادقانه اسلامیت درلودل او د افغان غیرتی ملت د خپلی خاوری او خپلواکی سره صادقانه مینه درلودل کاملآ څرګنده شوی دی لدی کبله تاسی د قادیانی پنجابی پاکستان په پوره ملا تړ د افغان غیرتی ملت غولولو لپار دا خبیثی چټلی قادیانی خیټوری ږیری په بی شرمانه شکل سره د افغان ملت په اوږو دوباره سپاره کړل او د تاسو په امر او قادیانی پنجابی پاکستان په ملاتړ نوره غلامان سره د متعصب اخوندی ایران غلامان په تیښته شول ، فریبکاره قوماندانه دا پوره درته څرګنده دی چی د تاسو غلام چړیان د تاسو اډی څخه هم د قادیانی پنجابی پاکستان تر رهبری لاندی حتی د تاسو خائینی نظامی اډی څخه هم ښه تر د تاسو په ګټه او د تاسو لپاره بهترینه دنده اجراکوی ، افغان غیرتی ملت بیدارتیا د تاسی فریبی په هکله شروع شوی دی امید دی چی افغان غیرتی ملت د تاسو شیطان انګلیسی فریبکاری ژر وپوهول شی او ددی قادیانیو پنجابی پاکستان غلامو چړیانو پر ضد ملی قیام شروع کړۍ شی !!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب