Homeخبرونهیونسکو: د زده کړو پر حق معامله نه شي کېدای

یونسکو: د زده کړو پر حق معامله نه شي کېدای

تاند (جمعه، د اسد ۲۶ مه) د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان مشرې اډرې ازولي د طالبانو د واکمنۍ درې کلنې کلیزې ته په اشارې وویل چې د زده کړې حق د خبرو او معاملې وړ نه دی او د افغان نجونو د زده کړې اوسنی وضعیت باید د هر چا لپاره د اندېښنې وړ وي.

هغې زیاته کړه چې سږ کال ۱.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو د ښوونځیو د تړلو دلیل تشریح کړی او ویلی یې دی: “د ښوونځیو تړل د اړینو اصلاحاتو له امله وو، ځکه چې پخوانی تعلیمی پروګرام له لویدیځ څخه راغلی و او د لویدیځ لخوا وضع شوی و.”

هغه زیاته کړه: “موږ دا نه دي ویلي چې د نجونو زده کړې منع دي یا دا چې موږ به هغوی ته د زده کړې اجازه ورنه کړو، خو دا ځنډ تر بلې خبرتیا پورې دی، دا په دې مانا ده چې په دې کې به اصلاحات راشي.”

مجاهد دا هم وویل چې پخوا د افغانستان په ۳۰ سلنه سیمو کې زده کړو ته لاسرسی ممکن و، خو اوس په سل سلنه ولایتونو، ښارونو او کلیو کې ښوونځي جوړ شوي او زده کړې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...