پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد تهران ولایت له یوه کلي ۲ زره افغان کډوال ایستل شوي

د تهران ولایت له یوه کلي ۲ زره افغان کډوال ایستل شوي

تاند (جمعه، داسد ۲۶ مه) په تهران کې د روبات کریم ولسوالۍ د پولیسو قوماندان اعلان وکړ چې د سږ کال له پیل راهیسي یې د دې ولسوالۍ له پرند مېنې څخه ۲۰۰۰ “غیر مجاز” افغان اتباع شړلي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، قوماندان تیمور کلانتري وویل چې په دې موده کې ۲۰ بهرنی اتباع نیول شوي دي.

د روبات کریم د پولیسو قوماندان د پنجشنبې په ورځ ، د اګست په ۱۵، څرګنده کړه چې په پرند کې دوه ډله ییز کورونه پیژندل شوي، او په ولسوالي کې له ټولو ۳ زره پېژندل شویو بهرنیو اتباعو څخه ۲ زره خپل هیواد ته استول شوي دي.

له بلې خوا د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمدعلي ګودرزي د دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۲مه په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو پالیسي به د روان کال تر پای پورې دوام وکړي.

په ورته وخت کې، د ایران اقتصادي خبري اژانس راپور ورکړی چې د فارس ولایت په بیلابیلو سیمو کې اعلانونه نصب شوي، او پر هغو لیکل شوي چې افغانان دوې میاشتې وخت لري چې له دغو سیمو څخه ووځي.

په اصفهان کې یوه افغان کډوال مخکې ویلي و چې ورته ضرب الاجل د کوه راه حق په سیمه کې نصب شوی و، چې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار زیاتوي.

دغه بینرونه افغان کډوالو ته لارښوونه کوي چې په دوو میاشتو کې دننه کرایه کړي کورونه خالي کړي او د اطاعت نه کولو لپاره د قانوني اقدام خبرداری ورکوي. تر اوسه څرګنده نه ده چې دا بینرونه یا اعلانونه چا نصب کړي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د وزارت د وروستیو راپورونو له مخې، تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۱.۷۹۹ میلیونه افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب