Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمن چارواکو له متقي سره د ټاپي پروژې پر پیلولو خبرې وکړې

ترکمن چارواکو له متقي سره د ټاپي پروژې پر پیلولو خبرې وکړې

تاند (جمعه، د اسد ۲۵ مه) د ترکمنستان لپاره د ټاپي پایپ لاین پروژې رییس محمد مراد امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خوجه عوضوف د افغانستان د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی سره په کتنه کې د ټاپی نللیکې پروژې په اړه خبرې وکړې.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، په دې کتنه کې د ټاپي رییس په افغانستان کې د پروژې د اوسني وضعیت او د هغې د پیل لپاره د پلانونو په اړه تازه معلومات وړاندې کړل او له افغان لوري څخه یې د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره د هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان له لوري یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په هیواد کې د ټاپي نللیکې جوړول یو له لومړیتوبونو څخه دی.

متقي یادونه وکړه چې افغان ادارو خپل چمتووالی بشپړ کړی او د عملي کار د پیل کولو لپاره یې خوشبیني څرګنده کړې ده.

سربیره پردې، امانوف تایید کړه چې ترکمنستان لا دمخه له افغانستان سره خپلې پولې ته پایپ لاین غځولی او د افغانستان خاورې ته د غځولو لپاره چمتووالی نژدې بشپړ شوی.

د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند (تاپي) پایپ لاین یوه لویه پروژه ده چې د جوړېدو په صورت کې به له ترکمنستان څخه طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدوي.

تمه کیږي چې په کال کې ۳۳ میلیارد مکعب متره ګاز په دې نللیکه کې ولېږدول شي.

 د دې پروژې پر جوړولو په ترکمنستان کې د ۲۰۱۵ د دسمبر په دیارلسمه کار پیل شو.

ترکمنستان د ګازو ډېر ګاز لري او غواړي چې د دې نللیکې په وسیله یې هند او پاکستان ته صادر کړي.

د تېر جمهوري حکومت په مهال امنیتي ستونزې د افغانستان په خاوره کې د دې پایپ لاین د جوړېدو خنډ وې، خو اوس بیا سیاسي بې ثباتي د ټاپي مخه نیولې ده. په افغانستان کې د مشروع او په رسمیت پېژندل شوي حکومت د نشتوالي له کبله ستر پانګوونکي زړه نه شي ښه کولی چې په دومره ستره پروژه کې پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...