پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغان پناه غوښتونکو پر پټو سفرونو د جرمني د حکومت او...

د افغان پناه غوښتونکو پر پټو سفرونو د جرمني د حکومت او اپوزیسیون غبرګون

تاند (جمعه، د اسد ۲۶ مه) په جرمني کې افغان پناه غوښتونکي او کډوال سره له دې چې د پناه غوښتلو د دلیل په توګه ادعا کوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، افغانستان ته سفرونه کوي.

آر ټي ایل په یوه راپور کې، چې نن (جمعه، اګست په ۱۶مه) یې خپور کړ، ادعا کړې چې ډیری افغانان له نیمګړتیاوو څخه ګټه اخلي، ډیری وختونه د سفري ادارو (ټریول ایجنسیو) په مرسته، له اجازې پرته خپل هیواد ته ځي.

افغان کډوال د “دوه ځله ننوتلو” (ډبل انټري) ویزې په کارولو سره د ایران له لارې افغانستان ته سفر کوي. کله چې دوی افغانستان ته ننوځي، د هغوی ننوتل یوازې په یوه کاغذ ثبتیږي، او چې بېرته جرمني ته ستنیږي کوم ثبوت نه وي چې افغانستان ته تللي دي.

RTL وايي وروسته له هغه یې د افغانانو د دې کار څرک ولګاوه چې په جرمني کې میشتو افغانانو افغانستان ته د خپلو سفرونو عکسونه او فلمونه په ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک کې شریک کړل.

ځینې افغانان رسنیو ته دا مني چې دوی د اروپا له ټولو هیوادونو څخه خپل هیواد ته سفر کړی دی، ځینو یې واکمن طالبان “ښه” بللي دي.

د آر ټي ایل مستند راپور د هامبورګ په یوې سیمې تمرکز کوي چې هره اوونۍ ډیری افغانان ورڅخه خپل هیواد ته ځي.

په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانانو په جرمني کې ژوند کاوه. د ټریول ایجنسي د چلوونکو په وینا، سلګونه افغانان هره اوونۍ یوازې له هامبورګ څخه خپل هیواد ته په شنو یا نیلي پاسونو سفر کوي.

نیلی پاسونه د هغو کسانو لپاره ځانګړي سفري اسناد دي چې په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي او د خپل اصلي هیواد د پاسپورت پر ځای ورڅخه کار اخلي.

د دې سفرونو په اړه د خبرونو په غبرګون کې، د اګست په 15، د جرمني د مهاجرت کمیشنر، یواخیم سټمپ پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکړ چې د تفریح یا رخصتۍ لپاره خپلو هیوادونو ته سفر ونه کړي او که دوی وموندل شي چې دا کار یې کړی دی نو نتیجې به یې وویني.

“جرمني باید نړیوال پاتې شي، مګر احمق نه،” هغه بیلډ ورځپاڼې ته وویل، کوم کسان چې له موږ څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې او خپل هېواد ته د رخصتۍ لپاره تللي، د خوندیتوب (پناه) حق فوراً له لاسه ورکوي او نور په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري.”

د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر په وینا، خپل هیواد ته له خطر سره مخامخ کسان، یوازې په ځانګړو شرایطو کې د سفر اجازه لري او کولی شي تر ځانګړو شرایطو لاندې د محافظت او استوګنې حالت لغوه کړي او نور په جرمني کې ونه اوسي.

فدرالي پولیسو ټینګار وکړ چې د دوی لومړنی مسوولیت په هوایي ډګرونو کې د کډوالۍ کنټرول دی، او دوی له هیواد څخه د وتلو لپاره د اضافي څارنې لپاره مامورین نه لري.

کله چې د جرمني له کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر څخه وپوښتل شول چې ایا د کورنیو چارو وزارت له داسې غیرقانوني سفرونو څخه خبر دی، هغې وویل چې د دې چارې مسوولیت د دوی نه دی.

د مسیحي دیموکراتانو اپوزیسیون سیاستوالو په دې غوسه ښکاره کړه.

د جرمني د پارلمان (بوندستاګ) غړي (Thorsten Frei) د غیرقانوني سفرونو په وړاندې د حکومت پر اقدام نه کولو انتقاد وکړ، ویې ویل:

«هغه څه چې زه حیران کړم دا دي چې فدرالي حکومت داسې نه بریښي چې د دې ډول سفرونو په وړاندې اقدام وکړي.»

ده زیاته کړه:«موږ په دې وروستیو کې له فدرالي حکومت څخه وپوښتل چې په اصلي هیوادونو کې د رخصتیو له امله څومره د استوګنې جوازونه لغوه شوي دي. ځواب یې دا و: موږ نه پوهیږو ځکه چې موږ په دې اړه احصایې نه ساتو. “

1 COMMENT

  1. خو دې خبر دَ هغو پاکستانیانو پښه په سويډن کي لا ښه ټینګه کړه چي په سویدن کي دَ افغانانو په نوم منل شوي او آن د سويډن تابعیت يي ترلاسه کړي. دوی به اوس په آسانه خپل پاکستان ته سفرونه کوي د خپلو کورنیو او خپلوانو ليدني ته به ورځي او دلیل به دا راوړي چي زموږ ژوند په افغانستان کي په خطر کي دي نو ځکه پاکستان ته سفر کوؤ، خو په اصل کي خپل اصلي وطن یی پاکستان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب