پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهد پيسو نشه (لنډه کیسه) ليکواله: نسيمه باري

د پيسو نشه (لنډه کیسه) ليکواله: نسيمه باري

–   د خدای پر پار څه ګناه مي کړې ده چي طلاقوې مي؟

–  هيڅ ګناه دي نه ده کړې، بس هسي مي بد درڅخه راځي، له  کوره مي وزه

–   ولي داسي کوې ظالمه! خلک به وايي چي ګواکي ما کوم بد کار کړی دی

–  درته ومي ويل چي له کوره وزه راباندي طلاقه يې

–  ستا په سينه کي زړه پروت دی او که کاڼی؟ هغه وخت چي ته خرکار  وې د ماښام ډوډۍ دي نه درلوده، ما لوږي، تندي او ستړياوي درسره وزغملې، خو نن چي تا پيسې پيدا کړې بله ښځه دي وکړه ما ايله کوې؟  له خدايه نه وېرېږې؟

–  نور دي خوله بنده که، که نه نو خوله دي درماتوم او سر دي هم درخريم، ژر له کوره وزه

بي بي تاجي خپل تور پوړنی پر سر کړ او د کور د دروازې پر خوا روانه سوه، څو ګامه چي ولاړه، نو خپلو دوو کوچنیو زامنو ته يې تر شا وکتل، هغوی په چيغو چيغو ژړل، د هغوی په ليدو  ځای پر ځای ودرېده، لکه په مجسمه چي بدله سوې وي، نه شا ته راګرځېدای سوای او نه مخ ته تلای سوای. په دې وخت کي تورجان د سر تر کوڅۍ ونيوله، ويل څه شا ته ګورې، ځه خپل حرموني دي هم درسره واخله او خپل دا مردار مخ دي ورک که. بي بي تاجي يو زوی په بغل کي او بل يې تر لاس ونيو او له کوره ووته، څو ګامه چي به ولاړه، نو شا ته به يې وکتله.  

تورجان  که څه هم څلوېښت کلن و، خو ډېر  ځوان ايسېده. غټي توري سترګي، جګه ونه  او لوی هډور اندامونه يې درلودل. په کار کي دومره تکړه و چي ټوله ورځ يې کار کولای هم يې سا نه سوځېده. ده دوه خرونه درلودل. کله به يې په کلي کي له کورونو څخه باغونو ته حيواني سره وړله او کله به يې له باغونو څخه سړک ته انګور، انار، مڼې او نوري مېوې  وړلې. بيا يې له کلي څخه ښار ته  مېوې او سبزيجات وړل او هلته به يې پر دوکاندارانو خرڅول. په دې کار کي يې ښه پيسې پيدا کړې او بيا يې موټر رانيو، اوس نو هغه خرکار  تورجان نه و،  دومره مغرور  سوی و چي د اسمان و کنګرو ته يې کتل. اوس  کلي خوند نه ورکاوه او ښار ته يې کډه يووړل، خو کله کله به د مېلې لپاره کلي ته راته.

په دې وخت کي د ثور اړودوړ جوړ سو او تر هغه وروسته  افغانستان ته روسان راغلل. يوه ورځ  د تورجان موټر کابل ته په لاره کي پر ماين برابر او ټوټه ټوټه سو، د دې تر څنګ يې يو چا ته څه پيسې په پور ورکړي وې، هغه هم ايران ته  ځني وتښتېد او تر پايه يې پته نه سوه معلومه، په ډول د تورجان سرمايه ولاړه او دی تش نغري ته کښېناست. يو څه وخت په ښار کي په کرايي کور کي اوسېده، اخير له مجبوريه بيرته په تشو لاسونو کلي ته راغی ، خو اوس يې په مټو  کي هغه زور او شيمه نه وه پاته چي کار وکړې، سپين ږيری او کمزروری سوی و، اوس خلکو تورجان  اکا باله، د نري رنځ  ناروغي هم ورته پيدا سوې وه،  داسي ډنګر سوی و چي پوستکی يې په هډوکو پوري کلک مښتي ول. اوس دومره بېوزله سوی و چي ان چا په پور هم پيسې نه ورکولې. ځيني تربورونو به يې کله کله د خلکو د پېغورونو له امله لاس ورته ونيو، د خيرات او زکات په نوم به يې څه پيسې ورکړې، خو په هغو پيسو  نه مړ کېده او نه رغېده.  نورو کليوالو کرکه ځني کوله، ټولو به ويل چي د خپلي ښځي او کوچنيو معصومو اولادونو ازار وواهه. مېرمن بېچاره يې بې ګناه طلاقه کړه او بل نو اولادونه يې هم د هغې بېچاره ګۍ پر اوږو وربار کړل،  ځينو خلکو خو دومره کرکه ځني کوله چي آن تش سلام يې هم نه وراچاوه.

تورجان اکا  له خپلي دوهمي ښځي څخه اولاد نه درلود، څه وخت وروسته هغه هم په نري رنځ اخته او مړه سوه، اوس نو سپين اکا نور هم بېچاره او ناوسه سو، کله به د يوه او کله به د بل چا کره اوسېده.  وروسته يې د يوه سوالګر په بڼه غوره کړه، کالي يې شکېدلي، سر او ږيره يې ببره او سپږو پر سر  اخيستی و، لکه ملنګ کله کله به يې د يوه کور دروازه وروټکوله، له چا به يې ډوډۍ او له چا به يې يوه جوړه زاړه کالي غوښتل. تر دې ور وسته په کلي کي کم ليدل کېده، کله چي به ډېر وږی سو، نو له کوره به راووت. اوس يې له سر څخه د پيسو نشه ليري سوې او په سد کي راغلی و. څو واره يې له خپلو زامنو سره خبري وکړې، له زامنو او پخوانۍ مېرمني څخه يې بخښنه وغوښته، ويل خير دی خدمت مي مه کوئ، يوازي  مي په کور کي پرېږدئ، خو هغوی و نه منله.

يوه ورځ د تورجان اکا  مشر زوی بشير په منډه کور ته راغی، کلاشيکوف يې راواخيست، ويل تربور  پېغور راکړ، ويل ته هم ځان ته نارينه وايې، پلار دي په کلي کي سوال کوې. اول  ورځم پلار وژنم او بيا به يې پر ارامه  له تربوره سره ګورم. هغه ورځ چي موږ يې له کوره وشړلو داسي مي په ياد ده لکه دا نن چي وي، څو واره مي نور هم نيت وکړ چي ويې وژنم، بيرته به مي زړه پر وسوځېد، خو نن يې خامخا وژنم. په دې وخت کي يې مور مخ ته ودرېده، له قهر څخه يې سترګي تکي سرې وې، ويل نه زويه پلار ته دي دومره اسانه سزا مه ورکوه، دا چي ته يې وژنې په حقيقت کي مرسته ورسره کوې، هغه  به په وژلو سره  ډېر ارام سي، په اخيرت کي خو به خامخا خدای حساب وکتاب ورسره وکړي، خو بايد په دې دنيا کي هم ښه ورځ و نه وينی. زه کله کله په دروازه کي تر چولو ورته ګورم، ما ته رامعلومېږي چي هغه هره ورځ مري او بيا راژوندی کېږي، پرېږده چي په همدې خوارۍ او ذلت کي مړ سي. زوی يې هم د مور خبره ومنله او له دې کار څخه لاس پر سر سو.

يوه ورځ د تورجان  اکا ګاونډي پسه خيرات کړی و، د يوه کوچني په لاس يې لږ غوښه ورکړه چي سپين اکا ته يې وروړې، خو ناببره کوچني چيغي کړې، ويل مړی! مړی! تورجان هلئ راسئ تورجان  اکا مړ  سوی دی.  د ګاونډي هلک په چيغو يې مور او ووسته نور خلک خبر سول، په يوه شيبه کي ډله ډله کليوال د تورجان اکا کره ورغلل، ګوري چي هغه مړ سوی  او نيم چغالانو او پيشيانو خوړلی دی. د هغه  مړي  داسي بوی کاوه لکه يوه اوونۍ مخکي چي مړ سوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب