یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاغواړئ تر ډيره ژوند وکړئ؟/ ژباړه: فریدالله منګل

غواړئ تر ډيره ژوند وکړئ؟/ ژباړه: فریدالله منګل

ايا د ورځې په اوږدو کې لږه مطالعه مو ژوند څو کاله اوږدولی شي؟

د يال په پوهنتون کې نوو تر سره شوو څيړنو روښانه کړې، چې لوستل او د ژوند اوږدوالی په خپل منځ کې نږدې اړيکه لري. هغه خلک چې هره ورځ مطالعه کوي ژوند يې د هغو په پرتله چې هېڅ مطالعه نه کوي تقریبآ دوه کاله اوږد وي.

څیړونکو دا څيړنه په ۳۶۳۵ امريکايانو تر سره کړې چې عمرونه يې د ۵۰ کالونو پورته وو. دوی د ځینو فکتورونو لکه، جنس، نژاد، او پوهې په پام کې نېولو سره څیړنه داسې تر سره کړه، چې یوې ډلې یې په اونۍ کې ۳،۵ ساعته او یا هم ددې نه زیات لوستل کول، او د ګډونوالو بله ډله داسې وه چې هېڅ څه يې نه لوستل.

د يال پوهنتون څيړونکې ډلې دا څرګنده کړه، چې هغه خلک څوک چې په اونۍ کې د ۳،۵ ساعتونو څخه زیاته مطالعه کوي، د اوږد ژوند چانس يې په ۱۲ کالونو کې ۲۳ سلنه زیات دی، او هغه خلک چې يواځې ۳،۵ ساعتونو مطالعه کوي د ژوند چانس يې ۱۷ سلنه دی.

د همدې پوهنتون يو بل څيړونکي چې د  Epidemiologyپه برخه کې پروفيسور دی په خپله وینا کې “نيويارک ټايمز” ته څرګنده کړې، هغه خلک کوم چې د ورځې په اوږدو کې تر نېم ساعت پورې کتاب لولي، د ژوند د اوږدیدو احتمال یې تر هغو کسانو ډیر دی چې هېڅ مطالعه نه کوي.

د لوستلو نورې ګټې

څيړونکي همدا راز زياتوي، چې هغه کسان چې مطالعه کوي د درک کولو حس یې ډیر پیاوړی وي.

دوی همدا راز وایې، چې د اخبار او مجلې لوستل که په اونۍ کې د ۷ ساعتونو څخه کم وي، نو بیا د کتاب په څیر اغیزمن نشي تمامیدای.

دا تر اوسه نده روښانه، چې د لوستلو او د ژوند اوږدوالي تر منځ ولې دومره قوي اړیکه شتون لري، خو پخوانيو تر سره شويو څيړنو څرګنده کړې، چې هغه خلک چې مطالعه کوي زياتره د دوی څخه روغ، شتمن، او په عام ډول پوه وي، کوم چې د اوږد ژوند د پایښت لپاره اړین دي.

يوې بلې جلا سروې چې په لندن کې په ۴۱۶۴ کسانو تر سره شوې، دوی وايې چې هغه خلک چې په اونې کې يواځې ۲۰ دقيقې مطالعه کوي دوی د خپل ژوند څخه ۲۰ سلنه ډیر راضي دي. له بل طرفه، هغه کسان چې هیڅ لوستل نه کوي ۲۸ سلنه یې د پریشانۍ احساس زیات وي. ځينې لوستونکي په دې باور دي چې مطالعه د دوی سره مرسته کوي تر څو د یواځیتوب له احساس څخه ځان وژغوري.

د ليور پول پوهنتون يو بلې څيړونکې په ډاګه کړې، چې لوستل د روغتیا په ښه کولو کې مرسته کوي. هغه زیاتوي، چې «لوستل نه يواځې دا چې انسانانو ته د سم ژوند سيستم ورپېژني یا په عام ډول د ژوند هدف ورښآيې، بلکې لوستل انسانانو ته هغه فعالیتونه وریادوي چې دوی يې پخوا په لټون کې وو» او یا هغه پوهه او مهارتونه چې تاسو یې همدا اوس لری د لوستلو له لارې په سم ډول پیژندلی شئ، همدارنګه مطالعه تاسو سره مرسته کوي تر څو په نړۍ کې خپل اصلي موخه درک او وپیژنئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب