چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ملکیت (لنډه کیسه) جانداد

ملکیت (لنډه کیسه) جانداد

له شاوره راووت، له ځان نه تاو لوی ځان پاک ېې وغورځاوه، ولګا ېې سینې ته جوخته ونیوه، خوله ېې ورنږدې کړه، توده مچکه ېې ترې واخیسته. مخکې له دې چې دواړه په لوی تخت وغزېږي، او خپله جنسي تنده خړوبه کړي، د شرابو ډک پیکونه ېې راپورته کړل. ولګا ته ېې پیک ونیو، شراب ېې په خوند سره وڅښل. یوبل ته موسک شول، د ولګا په ولي ېې لاس کېښود، خدای زده څه ېې په زړه وروګرځیدل، لږ څه شاته راغی، دیوال ته ېې ډډه ووهله، ناببره ېې وویل:

ـ له څه شي دې ډیربد راځي ؟

ولګا وخندل، نری نیکرېې بیرته راپورته کړ، د سینهبند پرانیستې تڼۍ ېې بیرته وتړلې، د ده د پښو منځ ته ېې معنا داره شان وروکتل، بیا ېې تخت ته لاس ونیو:

ـ له دغه کاره چې دا اوس ېې له تا سره کوم؟ 

اول ګل هک پک شو، نیغ ودرید:

ـ ولې ؟

ولګا ورو پیک په میز کیښود، په تخت کې ېې پلتۍ ووهله:

ـ ځکه له هغوی سره بیدیږې چې نه دی خوښیږي، دا داسې خواړه دي چې خوا دې دربدوي، کانګې درولي خو ته ېې باید وخورې.  

اول ګل هم په لاس کې نیولی پیک په میزکیښود:

ـ  نوبیا ولې دې کارته زړه ښه کوې؟ 

ولګا په تخت کې رانیغه شوه:

ـ څه فکرکوئ ټولې دندې دانسان دخوښې او ارادې محصول دی؟ 

مخکې له دې چې د اول ګل ځواب واوري، پخپله ېې خپله پوښتنه ځواب کړه: 

ـ ډیری انسانان نه یوازې پخپلې خوښې او اردې ډېرې دندې پرمخ وړي او ددوی دخوښې پرته پرې ډیری دندې تحمیلیږي، ځنې وختونه ان ډېرې جنایتونود انسان له  ارادې بهر دي او هغه جنایت ته اړویستل کېږي.

اول ګل پرته له دې چې د ولګا پر استدلال فکروکړي، یو دم د ګڼو دندونومونه قطارکړي: 

ـ خوته ځوانه نجلۍ ېې، ولې نورکارونه کم دي؟ پلورنکۍ، ګنډونکې، نرسه ،نا یا ڼه… 

ـ پوهېږم خود داسې دندو اجوره چې زما اړتیاوې نه پوره کوي څنګه وکړم؟ زه غواړم دومره پیسې وګټم چې خپل هدف ته پرې وررسیږم. 

ـ کوم هدف ؟

ـ د لوړوزده کړو…

زړه ېې راډک شي ، ژړاېې ونیسي خو ونه ژاړي :

ـ او د مورعلاج 

ـ ولې موردې بیمه نه ده څه ؟

ـ بیمه ده، خو سرطان ده او بیمه ېې ټوله دوا نه پرې کوي. بیمې هم تر بیمې دي ګرانه، دا یو اروپايي هیواد دی خو د ا نه داروپا غرب دی او نه امریکا او استرلیا او کاناډا. 

ـ تحصیل مو هم په پیسو دی؟ 

ولګا سر وښوروي :

ـ هو، خو زه غواړم په یوه کال کې دومره پیسې وګټم، چې هم د ددووکلونو دتحصیل لګښت پرې کړم، او هم د مورعلاج وکړم. ته ووایه دومره ګټه په نورو دندو کې شونې ده ؟ 

اول ګل فکرکې لاړشي، غواړي څه ووایي چې اولګا ووایي: 

ـ څه فکرکوئ ما به نورکارونه چې تاسو راته قطارکړل نه وی تجربه کړي ؟ 

له تخته ولټیږي، دخونې برسرته لاړه شي، دنرم سکسي میوزیک غږ نورهم راټیټ کړي، له ده وپوښتي ؟ 

ـ څه فکر کوئ څو کلنه یم ؟ 

اول ګل وخاندي ، فکرکې لاړشي، څېرې ته ېې نورهم په غورځیرشي: 

ـ ولا څه ووایم، نه پوهیږم ….

دولګا پرشونډوهم موسکا وځلیږي، پخپله خپل عمر په ډاګه کړي:

ـ ۲۵، او پوهیږې چې په ۲۵کلونوکې مې ۲۵رنګا رنګ کارونه تجربه کړي دي، که داسې نه وای اوله  اوله مې دې لعنتی کارته غاړه ایښې وای، اوس به مې له وخته عالی تحصیلات هم بشپړشوي وای.

اول ګل اوږې وښوروي ،پخپل ګنجي سر لاس راتیرکړي، وخاندي: 

ـ چې داسې ده له ما به هم خوند وانه خلئ که څنګه ؟ 

ولګا سرلږ څه وروړاندې کړي، لاس دده لورې ته ونیسي: 

ـ ته ووایه ، آیا له تا خوند اخیستل کیدای شي ؟ 

 ـ ولې ؟

ولګا وپوښتي :

ـ څوکلن ېې ؟ 

اول ګل غلي شي، په ځواب فکروکړي، نه پوهیږي، رښتیا ووايي، که درواغ !؟ ځکه هېڅ نجلۍ ته ېې تراوسه خپل ريښتیني عمر نه دی ویلی، ناببره ېې له خولې رښتیا ووځي:

ـ ۵۰

ولګا پخپلو اوږدو ویښتانو لاس راتېرکړي :

ـ او ما درته وویل چې ۲۵، اول خو دا دعمرتفاوت وګوره ، بله دا چې  خوندیوازې سکس نه دی. خوند مینه ده، بې له مینې سکس عذاب دی.

اول ګل په فکرکې لاړشي، سرېې بې واکه ټيټ شي، خپله ځوانه میرمن ېې مخ ته ودرېږي ،له ځایه راپورته شي، د ولګا مخ ته ودرېږي: خوپوهېږې زما مېرمن له تا هم کوچنۍ او هم ښکلې وه ؟

ولګا حیرانه شي، پوښتنه ېې سرکې راوټوکېږي:

ـ له تا کوچنۍ وه که ده ؟ 

ـ وه 

ـ نو څه شوه، طلاق ېې واخیست؟

اول ګل غلی شو، سرېې ټیټ ونیوه، لکه په ځواب ورکولو چې شرمېږي او یا وېرېږي ، په ځوړند سرېې په ورو له خولې راووتل : 

ـ نه ،ومې وژله.

ولګا لکه څوک ېې چې له بام نه راوغورزوي، وریږدیده ، زړه ېې ودربېده، لاس ېې پرسینه کيښود: ـ ـ ودې وژله ؟ ولې ؟

اول ګل لکه هیڅ چې نه وي شوي، په سړه سینه ورغبرګه کړه:

ـ  ځکه چې زه ېې نه خوښېدم

ـ نوچې نه ېې خوښېدې باید وژلې دې وای !؟ 

ـ نه خبره  له دې هم تېره وه ،له بل سره مې ځای پرځای ونیوه .

ولګا ځان راټول کړ، شاته راغله :

ـ اوس ما ونه وژنې !

ده وخندل :

ـ لیونی یم څه، تا به ولې وژنم، ته خومې څه ښځه نه ېې !؟

ولګا زر د ټيپ ریکارد بټن ووهله، سندره ودریده ،د کوټې بل سرته په ایښې کوچنۍ څوکۍ کښېناسته: ـ نو تاسو هغه ښځې وژنئ چې مېړه ېې نه خوښېږي اوپه بل مین پسې ځي؟ 

ده سر وښوراوه :

ـ  بلې دا زموږ کلچراو ارزښت دی .

دولګا په تندي کې ګونځې جوړې شوې :

ـ ارزښت ؟  بلې ارزښت

ولګا نورهم څوکۍ ته سیخه شوه اوډډه ېې ولګوله: 

ـ نوما څنګه نه وژنې، زما او د هغې دریځ خو یو دی کنه ؟

اول ګل لکه په کړې ګناه او جنایت چې پښېمانه وي، ځواب ورکړي : 

ـ خوهغه ما نه ده وژلې ؟ 

ـ  نو هغه بیا چا ووژله چې تا نه ده وژلې ؟ 

ـ هغه ارزښتونو او مناسباتو چې زموږپه ټولنه کې حاکم دی .

ولګا له څوکۍ راپورته شوه، لږ څه وړاندې راغله، ده ته مخامخ ودرېده، ده ته ېې لاس ونیو:

ـ ته نو داښه بولې ؟

اول ګل پنجې یوپه بل کې کیښودې، اوږده ساه ېې واخستله، سرېې ځوړنداو بېرته راجګ کړ: 

ـ هیڅکله ،

سترګې ېې پټې کړې ، په وروېې وویل :

ـ او له دې جنایته تردې ګړۍ رنځ وړم .

د ولګا سترګې ټیغې راووتې، هکه پکه شوه:

ـ نوبیا دې ولې دا جنایت وکړاو هغه دې ووژله ؟

داول ګل سربیا بې واکه ځوړندشو:

ـ  نه یوازې هغه ،دهغې محبوب مې هم ووژاه .

ولګا ببره شوه، پرتندي ېې لاس کيښود:

 دواړه ؟

ـ بلې دواړه ځای پرځای 

ـ هرومرودې ښځه درباندې ګرانه وه، ځکه دې دومره ژر او په بې رحمۍ هم ووژله؟

ـ خبره دګرانښت نه وه ، خبره د ټولنې دغبرګون وه، که هغوی نه وای وژل شوي ، زه وژل کېدم .

ولګا بیا حیرانه شوه :

ـ ته ېې وژلې؟ ده بیا سروښوراوه: 

ـ ولګا ، وژل یوازې په ټوپک او چاړه نه ترسره کیږي، په ځینوفرهنګونوکې انسانان په خبرو هم وژني .او دخبرو مرګ له فزیکي مرګه ډیرعذابونکی دی.

ولګا په فکرکې لاړه ، بلا پوښتنې ېې په سرکې راوټوکېدې ، ناببره ېې وویل :

ـ داسې هم کېږي چې د نارینه دې مېرمن نه خوښیږي او مېرمن پرې تاوان شي ؟

اول ګل په بریتولاس راتېرکړي ، سروښوروي: 

ـ بلې ، داسې بیلګې هم کمې نه دي .

ولګا پوښتنه وکړي ؟ 

ـ نونارینه بیا څه کوي ؟ 

اول ګل موسکی شي: 

ـ نارینه بله ښځه کوي .

ولګا لکه څارنوال وپوښتي: 

ـ لومړنۍ ته طلاق ورکوي، آزادوي ېې ؟

ـ نه 

ـ نو څه ورسره کوي ؟

ـ هغه هم ساتي 

ولګا ځای پرځای کښیني ،سرپه دواړو لاسونو کې ونیسي:

ـ  یعنې هلته ښځه ملکیت دی، برده ده ؟

اول ګل ویستلی نیکرواغوندي، زړه ېې له هرڅه موړشي، نیغ ودریږي، دشرم خولې پرې راماتې شي: ـ هو له بده مرغه.

  ولګا هم په منډه نری کمیس واغوندي، د سینه بند تڼي نورې هم وتړي، مخکې له دې چې اول ګل ویستلې جامې بېرته په تن کړي، دا په منډه لګیدلې څراغونه ووژنی او په تته تیاره کې په منډه له خونې ووځي .

لندن ـ انګلستان 

جون ـ ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب