جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد امریکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې؛ط-انو سره پر تعامل...

د امریکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې؛ط-انو سره پر تعامل خبرې شوي

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي،چې خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره ېې ټلیفوني خبرې شوي دي.

د هغه له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي،چې په دې خبرو کې په افغانستان کې د انساني ناورين د مقابلې لپاره د افغانستان له موقت حکومت سره د تعامل پر اړتیا هم بحث شوی دی.

بل لور ته:د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دونالډ لو وايي، لا وختي دی، چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه فکر وشي او په دې برخه کې اجماع هم شته.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نامه د دوی په یوه پیغام کې چې د لوی اختر په مناسبت خپور شوی،نوموړي د امریکا په ګډون له نړیوالو سره پر تعامل ټینګار کړی او تیاری ېې ورته ښودلی دی.

د ملا هبت الله په نوم یوه غږيدونکي کس،تېره اونۍ د طالبانو د پلوي ملایانو غونډې ته په داسې حال کې چې ګډونوالو ته ېې شا اړولې وه،د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې که د نړۍ ټول اټومي بمونه يې هم پر ضد وکارول شي،له خپلو سخت دريځیو نه په شا کيږي.

1 COMMENT

  1. سخټ دریځی نه ،جهالت او خاین مشاورین یی تباهی کندی ته برابروی
    مګر ټول اتمی بمونه ،نه؛بلکی یو هم زیات دی۰ نو بیا به ژوند ختم او هیڅ ذیروح به نه وی۰
    نو داسې معلومیږی چې ساینس او تکنالوجی له الفبا سره هم اشنا ندی۰خو اوسنی دنیاوالو سره ژوند
    کول دومره ساده خبره نده،حکومت د فرعونیت نوم ندی بلکی خدمت خلق هم عبادت دی نو دعبادت فُرصت باید ضایع نشی او نه عبادت فاسد شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب