سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د داعش پر یوه مرکز حمله روانه ده

په کابل کې د داعش پر یوه مرکز حمله روانه ده

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۱۵ مه) راپورونه وايي چې د کابل په خیرخانه مېنه کې طالبانو د داعش پر یوه مرکز برید کړی دی. برید د شپې په ۹ بجې پیل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویدیو کې د پر له پسې ډزو غږونه اورېدل کېږي او ادعا کېږي چې داعش د ۱۵ امنیتي حوزې د پنځه سوه فامیلۍ د غونډۍ په انجیرک امنیتي پوستې برید کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د څو چاودنو ږغونه یې اورېدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویندوی خالد ځدراڼ له قوله ځینو رسنیو راپور ورکړی چې هیڅ خبره نه شته خو د کابل پولیسو یوې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط وویل چې د دغه وزارت ځانګړو ځواکونو د داعش پر یوه پټنځای برید کړی دی.

سرچینې د حملې ځای خیرخانه مېنه وباله او ادعا یې وکړه چې په دې برید کې د داعش څو غړي ژوندي نیول شوي او یو شمېر هم وژل شوي دي.

سرچینې دا هم وویل چې د داعش یو شمېر غړي محاصره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب