یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد له افغان خاورې پر ازبکستان توغنديز بریدونه تایید او د عاملينو...

مجاهد له افغان خاورې پر ازبکستان توغنديز بریدونه تایید او د عاملينو د نيولو ژمنه وکړه

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد نن ناوخته تاييد کړه،چې د افغانستان له خاورې پر ازبکستان توغنديز بریدونه شوي دي.

نوموړي په یوه ټویټ کې دغه بریدونه د«شريرو» ډلو کار وباله او ويې ويل،دغه ډلې د دواړو ملګرو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ جوړولو هڅه کوي.

د مجاهد په وينا،دوی هڅه کوي چې د يادو بریدونو عاملین ونیسي او د عمل په سزا یې ورسوي.

د طالبانو ویاند ازبکستان خپل ورور هېواد ګڼلی او ويلي،چې ډاډ ورته ورکوي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمداصف وزیري نن له افغان خاورې پر ازبکستان د توغندیزو بریدونو په اړه د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت ادعا رد کړې وه.

وزیري ویلي وو، چې د دوی مخالفو وسله والو غوښتل د ازبکستان پولې ته نژدې ورسره نښته وکړي خو نښته ونه شوه او د دښمن پلان یې مخکې تر دې چې عملي شی، شنډ کړ.

ده همداراز وویل، له دې کبله چې هیڅ نښته نه ده شوې نو د ازبکستان لور ته د مرمۍ د لګېدو خبره ناسمه ده.

ده ونه ویل چې کومې وسله والې مخالفې دلې یې غوښتل چې پر طالبانو برید وکړي.

تر دې شاوخوا یوه میاشت پخوا هم د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان د توغندويي بریدونو راپورونه خپاره شوي وو او داعش یې مسوولیت په غاړه اخیستی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب