جمعه, اپریل 26, 2024
Home+خپلې لور ته د انشتاین لیک

خپلې لور ته د انشتاین لیک

ژباړه: فرید (مهرووال)

په ۱۹۸۰ کال کې لېزرل انشټین د انشټین لور ۱۴۰۰ لیکونه د هیبرو پوهنتون ته وسپارل کوم چه نوموړې ته پدې شرط سپارل شوي وو چه د انشټین له مرګه دوې لسيزې وروسته به یې خپروي. کله چه زه د کومې موضوع په اړه خپل نظریات وړاندې کوم ډېر کم خلک پرې پوهېږي. کوم څه چې زه پدې لیک کې غواړم خلکو ته وسپارم ډیرئ به پرې پوه نشي او ځینې به غلطه معنی ترېنه واخلي. دا لیکونه تر هغه وخته (کلونه، لسیزې) وساتئ تر څو چه ټولنې ښه پرمختګ وکړي؛ دا نظریات قبول کړي او په ضمن کې تر ډېره خلک پرې پوه شي.

دلته یوه ډېره قوي قوه شته چه ساینس تر دې دمه د هغه په څرګندولو په قانوني او رسمي ډول ندی توانېدلی. هغه یوه قوه ده چه ټول پکې ګډون لري او ټول اداره کوي؛ د ټولو هغو پديدو تر څټ همدا قوه ده کومې چه تر دمه منځ ته ندي راغلې او موږ ته معلومې هم ندي.

دا نړیواله قوه مینه ده. کله چه ساینس پوهانو د نړۍ په اړه یوې واحدې نظریې ته کتلي دوی دا قوي قوه هېڅ ليدلې هم نده او هېره کړې یې ده.

مینه چراغ ده، هغه چراغ چه هم رڼا ورکوي او هم یې اخلي. مینه د کښښ قوه ده ځکه هغه یو سړی په بل پسې کشوي. مینه ضرب دی، ځکه هغه زموږ ښه په یو بل کې ضربوي کوم چه موږ کې شته او په ځلونو یې زیاتوي زموږ تکبر او ړانده نفرت ته اجازه نه ورکوي چه یو له بله ورک کړي.

موږ د مینې لپاره مرو او د مینې لپاره ژوند کوو، مینه خدای  دی او خدای مینه ده

دا قوه هر څه واضح او څرګندوي، د ژوند معنی ورکوي. دا هغه تغیر دی چه موږ د ډېرې اوږدې د مې لپاره پټ پرې اېښی دی. شاید چه موږ به ترې په وېره کې وو ځکه دا په نړۍ کې هغه یواځيني څه دي چه انسان تر دې دمه ندي زده کړي.

چه د مينې شتون واقعي ثابت کړم، ما زما په مشهوره فارموله کې داسې وضعه کړې.

که چېرې د E=mc2  په ځای، موږ قبول کړو هغه انرژي چه نړۍ روغوي د مینې ضرب نور مربع (مینهx نور ۲) په واسطه تر لاسه کولای شو نو دې نتیجې ته رسو چه مینه تر ټولو زیاته قوي قوه ده ځکه چه هېڅ حد او اندازه نه لري. وروسته د انسانیت د ناکامۍ څخه د نړیوالې قوې د کنترول او استعمال په اړه کوم چه زموږ په خلاف راګرځي موږ ته ضروروي ده بل ډول انرژۍ ته خپله مخه راوګروځوو…

که چېرې موږ غواړو چه نوعې مو ژوندۍ پاتې شي، که چېرې موږ غواړو چه د ژوند معنی پیدا کړو،که چېرې موږ غواړو چه دا نړۍ له هر ډول زیانو وژغورو؛ د مینې په واسطه دا هر څه کولای شو. له بده مرغه تر دې دمه موږ د دې لپاره تیار نه یو چه د مينې بم ، یا یوه داسې قوتناکه آله جوړه کړو چه نفرت، ځانغوښتنه او حرص په کلي ډول تخریب کړي او دا قاره خوندي پاتې کا.

په یاد ولره هر شخص له خپل ځان سره د دې قوت ډېره کوچینۍ ټوټه انتقالوي کوم چه ټوله انرژي یې د خپرېدو د انتظار شېبې شمېري. هر کله چه موږ د دې انرژۍ اخیستل او ورکول زدکړو ګرانې لېزرل موږ باید قبول کړو چه مینې ټول فتح کړي یو. مینه پدې قادره ده چه هر څه ډېر کړي ځکه مینه د ژوندون اصل دی.

زه له زړه پښېمانه یم، ولې مې هغه څه ښکاره نکړل کوم مې چه په زړه کې مې وو؟ کوم چه په ژورو چوپتیاوو کې یې ستا لپاره زما په ټول ژوندون کې ټوپونه وهل. شاید چه د بښنې غوښتلو لپاره هم ډېر ناوخته وي مګر زه نور صبر نشم کولای زه بې اندازې مجبور یم چه تا ته ووایم زه له تا سره بې حده مینه لرم. مننه او ځار شم ګرانې چه زه د دې اخري ځواب ته راورسولم.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب